١٤٣٣/٠٢/٢٥

ایا کومي سياسي ډلي ته منسوبیت اړېن دی ؟




په اسلام مينو وروڼو ! 

السلام علیکم ! 

په یوه مسلمانه ټولنه کي هرڅوک ددې حق لري چي داسلام داصولو او اخلاقي نورمونو په چوکاټ کي خپل فکر اونظر له نورو سره شریک کړي داهم ضروري نه ده چي نور به يې ورسره هرومرو مني او نه يوڅوک ددې حق لري چي خپل نظر په نورو په وچ زور ومني البته مسلمان دعقیدې له مخي تل دالهي او نبوي فرمانونو په وړاندي داطاعت سر ټېټوي : 

دا هم ضروري نه ده چي يوڅوک له چا سره دنظر توافق ونلري نو هغه به هرو مرو يوې ډلي او یا دده په ګمان کېڼ لوري ته منسوب وي ، زمونږ دټولني ستر مشکل دادی چي که دي دپښتنو دحقوقو او یا دپښتو خبره وکړه سمدلاسه ټاپه درباندي لګېږي چي دا ملتپال دی، که دي دنورو قومونو په هکله څه وویل وايي چي دا خرڅ شوی دی، یا ستمی دی، که دي دطالبانو په يوه کار نېوکه وکړه وايي حزبی دی، او که دي په حزب نېوکه وکړه وايي چي دا پلورل شوی دی .

لکه چي ویل کېږي که جګ ځې جګری دي بولي وایی کوتري دوالوزولې اوکه ټېټ ځې ټېټکی دي بولي وايي غلا ته دي ځان جوړ کړی دی، هغه دي چاخبره په کومه خوا لاړشو.

دټوکو په یوه فورم کي مي يوه ورځ يوه ټوکه ولوستله چي پکي لیکلي وو (( فساد همه درکون ساوو است)) په حقیقت کي ټول ورانی همدغو ډلو ټپلو جوړ کړی دی چي زمونږ ټولنه او افراد يې په مصېبتونو او ناخوالو واړول .

په مسلمانه ټولنه کي د ګڼو ډلو جوړول او ياکومي خاصي ډلي ته دعوت کول زما په نظر په تېره بیا زمونږ په افغاني ټولنه کي چي سياسي پوهنه مو زېرو ده داسلام دعالي مصلحتونو او دمسلمانانو دپیوستون خلاف عمل دی، او داهم سمه خبره نده چي يو څوک په کومه ډله کي نه وي هغه به مسلمان نه وي، لکه چي ځېني تنګ نظره انسانان وايي بېطرفه بېشرفه وي، دډېري خواشیني ځای دادی چي دغه کلچر اوس داسلامي ډلو داتباعو په مازغو کي پوخ ځای نېولی چي که د یوه تنظېم له سیاستونو، یا دهغه دپلويانوله عملي کړنلارو او یا دهغوی له قیادت سره په ځېنو خاصو مواردو کي دنطر اختلاف ولرې سم دلاسه ټاپه درباندي لګوي او په بله ډله یاکوم خاص مکتب فکر او یا په کومه بهرنۍ جاسوسي شبکه  پوري دي تړي . عملي تجربو وښودله چي دې ډلو ټپلو دتېر نېم قرن په دوران کي دجهادي مرحلې په استثناء زمونږ ټولني ته ډېري بدمرغیوي راوړي، ددې په ځای چي کوم مثبت کار وکړي مونږ يې پخپل مېنځ کي په نفرتونو، کرکو او بدبېنیو اخته کړو، ډېرتنکي ځوانان دبېځایه سرټمبګي او تنظیمي شخړو په لار کي قرباني شول، دوسیې يې له الله تعالی سره دي او هغه علم ورباندي لري چي څه ډول مرګونه به يې په نصیب شوي وي مونږ خو هربوه ته شهید وایو . 

زما جدي هیله او ددې لیکني موخه داده چي مونږ او تاسي خو په وړو وړو فقهي مسایلو هرډول غبرګون ښکاره کوو، خو ددې رنځ دعلاج لپاره مو هېڅ هم ندي کړي، مونږ ته په کار ده چي الهي حکمونو ، نبوي لارښوونو شرعي پرېکړدو او دسلف صالحینو کړنلاري ته هوډمن واوسو نه داچي دسیاسي منسوبیتونو له امله او دتنظېمي سیالیو په وجه خپل مسلمان وروڼه له ځانونو بېل او پردي وګڼو. 

دقلم وسله یو ستر امانت دی چي الله تعالی په تاسو لېکوالانو باندي لورولي ده راشئ  وروڼو پدې هکله هم څه سوچ او علمي لیکني وکړو ترڅو دمسلمانو ځوانانو او زمونږ دلوستونکیو وروڼو دلاري مشال شي .

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق