١٤٣٣/٠٢/٢٥

له جمعیت اصلاح افغانستان سره زما پېژندنه


د قدوسي دلیک متن
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته 



دجمعیت اصلاح ټولو وروڼو اومنسوبینو ته چي نومونه يې راته معلوم ندي خپلي ښې هيلي وړاندي کوم الله تعالی مو له ټولو مسلمانانو سره داسلام په خدمت کي سرلوړي او موفق لره غواړم ددې ليک په وسیله خپل یونظر او مشوره ددې ایت کريمه په وړاندي کولو سره ستاسو مخي ته کېږدم . 

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا (70) يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا (71) 

اې دایمان خاوندانو له الله تعالی څخه ووېرېږﺉ اوسپینه اوسمه خبره کوﺉ هغه به ستاسو کړني روغي کړي اوتاسوته به ګناهونه دروبښي او چاچي دالله تعالی او دهغه درسول ومنل نو بېشکه چي ستر بری يې په برخه شو . 

په فیسبوک کي دمسلمانو ځوانانو ترنوم لاندي يوګروپ ديوه ځوان عبد الباسط امل لخوا جوړ شوی دی نن په 2011، 23، جون، چارشنبه هلته له يوه ځوان فهیم عمر ورور سره دطالبانو وروڼو په هکله په خبرو اخته وم چي هغه پوښتني کولې اومايې ځوابونه ویل چي پدې وخت کي له کابل څخه يوه بل ځوان چي په دري يې لیکنه کوله دحبیب رحیم حزیم په نوم مداخله وکړه او ويې لیکل چي تاسو کوم طالبان یادوﺉ هغه څوک چي بېګناه مسلمانان وژني، داجاهلان او په اسلام ناخبره او داستعمار چپړاسیان. 

خو مايې هم تر ډېره حده کلک ځوابونه وويل اودامي هم ورته وويل چي ته هم دنفاق په رنځ اخته يې او هغه چاچي تاسوته يې داډول فکري روزنه درکړي ده هغوی هم دنفاق په رنځ اخته دي خو بالاخره يې په ماهم دجاهل، لېوني. غولېدلي او دعبد الله بن ابی بن سلول دپیرو ټاپه ولګوله او پدې مناظره کي یې ایات او احادیث کارول ډېر مي وپوښتلو چي ځان راوښیه ځان يې نه راښود خو ما په خبرو کي تعقیب کړ اودا توصیه مي ورته کوله چي له جمعیت اصلاح سره ومښله پدې تمه چي ذهنيت يې ديوه مسلمان ځوان جوړشي ما ورته وويل چي هغوی نېکان خلګ دي په فعالیتونو کي يې ونډه اخله خو بالاخره يې ځان راوښود چي هغه اصلا له جمعیت اصلاح سره تړاولري په ټولو فعالیتونو او درسونو کي يې بلاناغه فعاله ونډه اخلي اوله ډېره وخته راهیسي ګډون پکي کوي . 

ماته ځما دمناظرې دسيالانو خبري رایادي شوې چي هغوی ويل کېدای شي دجمعیت اصلاح مشران اومسؤلین نېکان خلګ وي خوځوانان يې له مقاومت اومجاهدینوسره تعصب اوکرکه لري ماخو دا يوکس ومونداو له هغه څخه خپله خاطره درته انځورکوم خوهغه څوک چي تل يوځای اوبل ځای دجمعیت اصلاح له ځوانانو سره په مناظرو لګياوي دهغوی نیوکي به هرو مرو زياتي او تريوه په ځای وي دهمدغو وروڼو ستره نېوکه همدا وي چي جمعیت اصلاح دځوانانو روزنه پدې بڼه کوي چي له جهاد څخه لاس واخلی او دعوت ته اولویت ورکړی په همدې شکل دځوان کول په ذهن کي دجهاد نفرت پیدا کوی . 

زه دلته له تاسو سره داپوښتنه مطرح کوم چي ولي دا ځوان سره لدې چي دجمعیت په دیني درسونو کي همېشنی ګډون کوي دنفاق پدې برملا رنځ اخته دی ؟ 

ایاپه جمعیت اصلاح کي دهېواد دمسلمانوزلميانو روزنه په همدې کرکه په متعمدانه شکل کېږي اوکه يې جمعیت اصلاح ته منسوبیت ددې میکروب په اخېستلو کي مرسته کړي ده ؟ 

ایا واقعاً تاسو جهاد ته ديوه اصل په توګه معترف نه یاست ؟ 

آیا دیرغلګر په وړاندي زمونږ دمسلمانو وروڼو او اسلامي ډلو روان مقاومت اوجهاد حرم دی؟ 

زه دانه وايم چي دطالبانو په تګلاره اویادمقاومت په افرادوکي به نېمګړتیاوي نوي اوبېشکه چي نېمګړتیاوي غالباً دناخبرۍ اویا جهالت زېږنده وي خو ایا یواصلاحی اودعوتي مسلمان تنظیم به ديوې مسلماني ډلي دنېمګړتیاوو درملنه په همدې شکل کوي چي دخپلو اتباعو ذهنیتونه پداسي بڼه عیارکړي چي هغوی يې په هرډګرکي جاهلان اوګوډاګیان ونوموي او هغه هم بیا دمسلمان وسله وال مقاومت هغه اتلان چي دټولي نړۍ مسلمانان يې په بریالیتوبونو وياړي او پنځه وخته په سجدو کي دعاګاني ورته کوي ؟ 

که دجمعیت اصلاح دوروڼوهدف اسلام ته چوپړ اودالله تعالی درضا لاس ته راوړنه او په زمکه کي داسلامي نظام واکمني وي نوبیاخودا لوړاهداف له عملي تګلاري سره په ښکاره ټکر كي دي . 

اوکه يې موخه په ملت کي نفوذ، واک ترلاسه کول، او دمادي ګټو لاسته راوړل، اوددښمن خوشاله کول وي لکه چي منتقدین مووايي بيا خوباید تل همداسي وکړي ځکه چي داقتدار دوږيو لپاره هره وسیله کارول دهغوی په عقیده مشروع وي. 

خو زه لا اوس هم پدې باوريم چي جمعیت اصلاح يو مسلمان غورځنګ دی دا اشتباهات او تېروتني له هرچا څخه کېږي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: 

کل ابن ادم خطاؤون وخير الخطائين التوابون 

هرانسان تېروزي خو ښه تېروتونکی هغه دی چي له خپلي تېروتني لاس په سر اوتایب شي . 

ددې ډول تېروتنو معالجه پدې ډول ممکنه ده چي دجمعیت اصلاح مشرتابه اوددایمي شورا غړي سمدستي یوه عاجله غونډه جوړه کړي له نوي سره خپلو دعوتي، تنظیمي اواصلاحي سیاستونواو عملي کړنلارو ته کره کتنه وکړي خپلو ټولو مهمو چڼل شویو اعضاوو او سېمه اېزو مسؤلینو ته هدایات ولېږي چي قلباً، قولاً اوعملاً لدې ډول کړنو اوڅرګندونوڅخه ځانونه لېري وساتي چي له هغوڅخه دکرکي او تعصب بوی راولاړېږي اوددې ډول سیاستونو دتنفیذ لپاره هدایت نامې اولایحې جوړي اوچمتوکړي او هغوی خپلو مهمو دندو ته چي دمسلمان نسل روزنه اودټولني داخلاقي نېمګړتیاوو درملنه ده متوجه کړي که مو نوره هېڅ لاسته راوړنه نوي یوازي همدا کافي ده چي خپل رب چي دټولوکایناتوخالق اومالک دی او هغه ته به دخپل هرخوځښت دقیق حساب ورکوو خوشاله وساتئ . 

دالیک ماتاسو ته دبرېښنالیک په وسیله هم استولی دی اوپه نټ يې هم پدې نيت خپروم ترڅو مو په عمل کي شفافیت او مصداقیت وي او ترڅو يې جدي ونیسئ اودرملنه يې وکړﺉ زه دانه خوښوم چي داډول خطر ناکي مسألې تر پلو لاندي درسره مطرح کړم چي زړه بوږنوونکي عواقب يې زمونږ ټولني او مسلمان نسل ته متوجه دي ترڅو يې مونږ اوتاسي بربنډه اوحتمي درملنه وکړو . 

زه ترهغه وخته پوري ستاسو بې منسوبیته ملګری او مدافع يم چي ترڅو تاسي دحق په لاره روان او داسلام ساتونکي یاست اوچي ترڅو زه ژوندی يم نه يواځی ستاسو بلکه دهرمخلص مسلمان او هري اصیلي مسلماني ډلي خپل ځان خادم او نوکرګڼم اوله الله تعالی به توفیق غواړم . 

دلته په فېسبوک کي ستاسو دبشپړ اومفصل ځواب او ددرېځونو دروښانه کولو په انتظار ستاسو ورور (أبوخليل قدوسي) 

تل دي وي اسلام او تل دي وي داسلام د هرسنګر مدافعین او داسلامي امارت اوسپېڅلي مقاومت سرتېري اتلان 

دجمعیت اصلاح افغانستان دځېنو وروڼو ځوابي ليکني :


محمد نعیم

زه یوازی تاسی ته د الله تعالی د هغه حکم یادونه کوم جی فرمایی: یاایهالذین امنوا ان جاءکم فاسق بنبآ فتبینوا د جمعیت اصلاح بروکرامونه عام دی دیته هر حوک راتلای شی دا جی حوک به کوم نیت راخی هغه الله تعالی ته معلوم دی او د جمعیت د ورونو به م...سئولیت همدومره وی جی حق وینا وکری دا چی حوک یی اوری او منی او که نه یی اوری او نه یی منی دا نو بیا د مخاطب بوری ترلی ده به هر حال زه تاسی ته د جمعیت به اره دومره ویلی شم جی دغه ورونه د هیح مسلمان صالح عمل کم نه کنی او نه هم خان د دین او دعوت تیکه داران ، دوی یوازی خبل مسئولیت ترسره کوی البته به هغه جوکات کی جی زمینه ورته برابره ده، باتی شوه د دین له اساساتو انکار, زما به نظر دا خو به خورا زیاته بی انصافی وی جی د یوی داسی دلی جی خلک حتی د مستحباتو التزام ته رابلی هغوی دی د دین له فرایضو او به تیره د ذروه السنام نه انکار وکری, به هر حال دخلکو ویناوی , تعبیرونه او برداشتونه د هغوی نه جمعیت مسئولیت به غاره اخلی او نه ورسره ځان په جوال کی اچوی َ په افغانستان کی ډیر څه ته ضرورت دی دا که اوس یو انسان په داسی وړو مسایلو ونښلی ګومان کوم جی د دین او ملت له مصلحته به مخالف کار ویَ او به بای کی داهم درته ویل غواړم جی د جمعیت اصلاح نه جی تر کومه زه معلومات لرم هغوی اوس به افغانستان کی د استعمار بر ضد به هر اړخیزه مقاومت او مبارزی باور لریَ او به دی اړه یی شاید یو یا څو اړخونه به خبله په غاړه اخستی وی اوڅوک جی په نورو اړخونو کی کار کوی دا به سادګی وی جی هغی ته په سپک نظر وګوری 

عبد الظاهر حمیدي

برادرمحترم قدوسی صاجب السلام عليکم الله متعال شمارادجفظ وامان خود داشته باشد من فکر می کنم معلومات سابقه تان راجع به جمعیت اصلاح درست تر باشد نسبت به شبه ایکه فعلا برايتان رخ داده است من منجیث یک برادریکه تاحال باهم شاید شناخت زیاد نداشته ب...اشم اما به اساس اینکه من موقف وایمانداري تان رامتوجه شدم برای شما اطمینان میدهم که انشاءالله تاحدزیاد تحقق ارمان هاي خودرادرجمعیت اصلاح دریافت خواهید کرد امیدوارم سخنان یک شخصی که شايد درکدام برنامه جمعیت اشتراک نموده باشد باعث پریشاني تان نګرددموقف جمعيت اصلاح درنشرات رسمی شان همیشه منتشر میګردد وهمه مواقف به اساس شورا اخذ میګردد تشکر ازایمانداری تان الله شماراباعرت داشته باشد والله مهربان برایمان توفیق عمل صالح ومقبول رانصیب نماید والله متعال ماراازذلت در دنيا ورسوایي درآخرت نجات دهدبه اميد افغانستان واحد اسلامي واقامه خلافت اسلامی درجهان . 

هدایة الله حمیدي

ګران ورور قدوسي صاحب 



زه د جمعيت اصلاح يو عادي غړى يم. غواړم خپل شخصی نظر له تاسې سره شريك كړم، چې په هيڅ صورت د جمعيت اصلاح موقف ندى. 

لومړى خبره خو دا چې ستاسې خيال ډاډه كړم دا چې دغه درى واړه ځوانان ، عبدالباسط د ګروپ خاوند، فهيم عمر ستاسې څخه پوښتونكى او حبيب حازم ستاسې سره بحث كوونكى، درى واړه سره سكني وروڼه او د يوه پلار او مور زامن دي، په خپل منځ كې ښه سره پوهيږي خو يوازې چې خبرې ګرمې كړي په فيس بوك كې بحثونه كوي. 

دويمه خبره دا چې ته او خداى آيا د كوم كار په هكله تشويش په همدې توګه مناسب دى، يو څوك چې نه د جمعيت اصلاح عضو دى، نه يې همكار دى او نه حتي د همفكر په حلقه كې ناست دى، بلكه يوازې جمعيت اصلاح پيژني او كيداي شي د هغې برنامې يې خوښيږي اوس د هغه نظر ته داسې واخلې چې دا د جمعيت اصلاح د تربيت نتيجه ده.... زه ګومان كوم چې هغه كسان چې په تربيتي كارونو كې تجربه لري او كار يې كړى، دا ډول سوچ هم ورته بلكل ناسم ښكاري. 

كه احيانا دا ورور جمعيت اصلاح ته راغلى هم وي، نو يو څوك چې په يوه ټولګي كې درس ته كيني د دې مانا نده چې هغه د معلم ټولې خبرې مني، ايمان پرې راوړي او پرې قانع كيږي بلكه دا چې د سړي قناعت له كومه جوړيږي، څرنګه پياوړى كيږي دا بيل عوامل لري، او دلايل لري. 

او دريمه دا چې ما ته خو دا مناسبه نه ښكاري چې كه هر چا ته څومره كوچني او لوي تشويش پيدا كيږي نو سمدلاسه دې خبره د فيس بوك بنډار ځاى ته واچوي، او دا توقع وكړي چې د يو ارګان مسؤولين دې پدې اړه ژر تر ژره ځواب وركړي كنه زما ګومان به په يقين بدليږي...... 

كه داسې وي نو بيا خو ښه ده چې نور ټول كارونه پريښودل شي بلكه همدا د خلكو د ځوابونو لپاره دې قلمونه شپه او ورځ وخوځول شي او دا هغه لړى ده چې پاى نه لري. 

نو هيله ده چې ډير په عجله پرېكړې ونه شي 


عثمان افضلي


السلام علیکم ورحمة الله . محترم قدوسي صاحب! الله مو په خپل حفظ او امان کې لره.زه دا هرڅه د خپل شخصي نظر په بڼه لیکم او زه د جمعیت اصلاح ویاند نه یم. 

لومړی خو تاسو ته دا په ډاګه کړم چې د جمعیت اصلاح رسمي ویندویه پاڼه یوازې او یوازې اصلاح آنل...این.نټ وېبپاڼه ده چې تاسو یې کېدای شې له مانه هم ښه پېژنئ. 

پاته شول د فیس بوک ګروپونه چې اصلاح آنلاین یا جوانان مسلمان یا هر څه په نوم وي دا یوهم د جمعیت اصلاح نمایندګي نشي کولای. 

که جمعیت اصلاح کوم څه ویل غواړي نو خپله میدیا او پاڼه لري او د فیس بوک یا بلې ويبپاڼې مرسته نه اخلي 

دوهم دا چې د جمعیت اصلاح په عمومي صورت سره کار ته په وینا ډېره ترجیح ورکوي او دې ته نه دي ناست چې بس همدا د خلکو انتقادونو ته دې ځوابونه لیکي. تر دې ډېر نور مهم اصلاحي کارونه روان دي چې خلک متوجه کېږي نو بیا خپله په خپلو انتقادونو پښېمانه وي. 

بله دا چې هر څوک په خپله ادعا د جمعیت اصلاح غړی نشي کېدای. چې یو کس کومه ورځ راشي یو پیاله چای وڅښې بیا سبا ته فیس بوک کې لیکې چې زه د جمعیت اصلاح غړی یم او د جمعیت اصلاح د طرز تفکر ویندویي کوي. حتی زه یا حمیدي صاحب چې غړي هم یو دا هر څه د جمعیت اصلاح د ځواب په حیث نه بلکه د خپل شخصي ځواب په حیث لیکو. 

بیا هم وایم چې د جمعیت اصلاح نظر به صرف همغه وي چې د اصلاح آنلاین.نټ په ویبپاڼه کې خپرېږي . 

د جمعیت اصلاح د مشرتابه رسمي غبرګون دعبد الفتاح جوادصاحب په قلم

مونږ ټول مسلمانان د یو الله(ج) بندګان یو ، د هغه د شریعت د اقامې لپاره به هراړخیز فعالیت کوو، ننني غربي استعمار په اسلامي نړۍ باندې هر اړخیز یرغل کړی او هراړخیز مقاومت غواړي نو اسلامي ډلې هم د خپل صوابدید له مخې په یوه مورچل کې ناستې دي او داسلام له مبارک حریم نه دفاع کوي . 

جمعیت اصلاح هم د فکري، فرهنګي ، تربیتي او تعلیمي یرغل په خلاف جهاد کوي، مسلمانان باید د خنډونو ایجادولو او شکونو پیداکولو په ځای ورسره لاس او مټ شي ترڅو دغه هڅې رنګ راوړي، او د هیواد راتلونکي سمبالولو ته پوه، روزل شوي، ، په دیني روحیه سمبال او امین قیادت وړاندې کړو، مونږ مسلمانانو په جګړه کې ګټلې ده خو د ادارې په جوړولو کې مو بایللې ده . 

زه د جمعیت اصلاح په خلاف روان تبلیغاتي بهیر د هغې لړۍ یوه کړۍ بولم چې تل یې هڅه کړې ده اسلامي دعوت په مورچل کې ناستو ډلو او حرکتونو ترمینځ نفاق او شقاق پیدا کړي او دغه کړۍ په خپله هیڅ نه کوي، د کمپیوتر ترشا ناست وي او داسې اوږدې پرپړې لیکي چې سرترپایه دروغ ، کذب، بهتان او افتراء وي زه خو پدې نظر یم چې په تیر شوروي ضد جهاد کې هم دغو تبلیغاتي کړیو د منافقت رول په ادا کولو سره یونیم میلیون قربانۍ په اوبو لاهو کړې او دا خل یې هم دغه ډول څه ته ملا تړلې ده . 

جمعیت اصلاح او بله هره ډله د الله(ج) په وړاندې د خپلو کړو د ځواب ویلو مکلفیت لري، ، هیڅ کله دې هم د یو څو نامعلوم الحالو او مشبوهو څیرو په اوتو بوتو او بې ځایه بروپاګندونو غوږ نه ګروي، هغوی دې کار کوي او د الله(ج) کتاب او د رسول الله(ص) سنت او سیرت دې مخې ته ونیسي او د هغو په رڼا کې دې برمخ ځي. 

زه لدې ستیژ نه په ډاګه اعلانوم چې د جمعیت اصلاح تګلاره د الله(ج) له دښمن سره دښمني او دهغه له دوست سره دوستي کول دي، نه له چانه د آفرین او شاباسي غوښتونکي دي او نه د چا له غورځو او پرځو نه ویریږي، هرځای کي یې د ملت په متن کې د خپل ولس په مالي او ځاني مرسته کار کړی او اوس هم د همدغه ولس په خدمت کې ده . 

مونږ په یه هیڅ مسلمان فرد، ډلې او طرف پسې خبرې او تبلیغات نه کوو، دغه زمونږ شرعي مکلفیت او اصلاحي دنده ده، مونږ هرهغه څوک چې اسلام ته وفادار دي او د اسلامي نظام لپاره کار کوي خپل وروڼه بولو د هغوی کار خپل کار ګڼو او خپل کار د هغوی د کار تکمیلونکی ګڼو هغوی په هغو ډګرونو کې چې مونږ پکې حضور لرو له حضور ځېنې معذور ګنو او مونږ دې له هغو ډګرونو او ساحو څخه چې دوی پکې بوخت دي له حضور څخه معذور وګني . 

اما د ټول افغان ، بینوا او فیسبوک په مخونو د پروپاګندونو لیکونکو ته وایو چې ستاسې حساب جلا دی تاسې بدې لیکنو غواړئ اصلاحیان مصروف او بوخت وساتئ خو هغوی کارونه لري او کارونه یې هم دومره ډیر دي چي وختونه ورته کفایت نه کوي، تاسې ته که یوځواب لیکو نو بیا بل غواړئ او چې بل ولیکو نو بیا بل،،، دغه تسلسل او دور بای نه مومي مونږ او تاسې به بیا د قیامت په ورځ د احکم الحاکمین رب په وړاندې سره خبره کوو،  

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته 

قدوسي 


وعلیکم السلام ورحمة اله وبرکاته

ډېره مننه جواد صاجب له دې نه وروسته ماته او نورو منتقدینو ته ددې عذر نه پاته کېږي چی په جمعیت اصلاح او دهغې په تنظیمي سازمانونو باندي ددې نېوکه وکړي چي هغوی انحصار طلبه دي له تاسو نه بېخي ډېر ممنون يم چي خپل درېځ مو په ډېره ښه توګه جوته کړ الله تعالی مو له ټولو هغو مسلمانانو وروڼو سره داسلامي خلافت دجوړولو خوبونه په حقیقت بدل کړه چي دحق په لاره کي وخت، مال، ځانونه اوسرونه قربانوي اله تعالی دي مونږ او تاسي اوټولو هغو وروڼو ته چي د جمعیت اصلاح په وروڼو بدګمانه وو بښنه او مغفرت وکړي ، 

په عین وخت کي خپلوټولو مسلمانو وروڼو ته يوه دورورولي یوه عاجزانه توصیه کوم چي تاسو هريو په لومړي سر کي داسلام او بيا دخپلو مسلمانو ډلو سفیران یاست، له داسي ويناوو او کړنو څخه تل ډډه کوﺉ چي دهغوی په اساس کتونکي اولوستونکي په تاسو ، ستاسو په مسلماني او په هغو ډلو چي تاسو ورته منسوب یاست نېوکه وکړي او یا ورباندي بدګمانه شي. 

زه دجمعیت اصلاح له ټولو مسلمانو او همسنګرو وروڼو څخه دزړه له کومي بښنه غواړم که زما وروستۍ ليکنه يې ددلازارۍ سبب جوړه شوي وي الله تعالی شاهد دی چي زما موخه دوروڼو نژدې کول او دسوء تفاهم لېري کول وو رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي . 

المؤمن للمؤمن کالبنيان یشد بعضه بعضا . 

هرمسلمان دبل مسلمان لپاره دودانۍ په جوړښت کي دخښتي مثال لري چي يوه يې بله راټېنګوي . 

په بل حدیث کي فرمايي : 

مثل المؤمنين في توادهم وتراحمهم وتعاطفهم مثل الجسد إذا اشتكى عضو تداعى له سائر الجسد بالسهر والحمى . 

دمسلمانانو مثال په خپلوي ، زړسوي او خواخوږي کي ديوه بدن دی چي کله يواندام دخوږ شکایت وکړي ټول بدن ورسره ناکراره او بېخوبه شي 

او پدې ایت کريمه نور دې بحث ته دپای ټکی ږدم . 

وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق