١٤٣٣/٠٣/٠٣

قلم کېږده او لیکل پرېږده

نه پوهېږم چي کوم یو به يې له هغه بل سره زياته مېنه لري قلم له لېکوال سره او که لېکوال  له قلم سره ؟
داله خلوصه ډکه او تلپاته مینه کله ناکله یواځي له یوه لوري څخه وي .
لیکوال خو بېشکه چي له قلم سره مینه لري خو قلم هر لېکوال ته زړه نه ښه کوي زه دا ویلای شم چي که قلم ژبه درلودی نو ځېنو لېکوالانو ته به يې ضرور ويلي وای چي ماته لاس مه راوړه او ليکني مکوه .
یو شاعر وايي :
وكلٍ يدعي وصلاً بليلى --- وليلى لا تقر لهم وصالاً
هر یو دلیلا دوصال غوښتنه لري خو ليلا يې دلیدلو هډو سوچ هم نه وهي .
لیکوال له قلم سره ځکه مینه لري چي قلم نورو ته دخیر درسولو، دافکارو او نظرونو دوړاندي کولو، له نورو سره دتماسونو دټېنګولو، دهغوی په خوشالي او غم کي دګډون کولو او همدا راز دلیکوال دشهرت موندلو یوه فعاله او وړیا غوره وسیله ده.
خو دقلم لخوا مینه درېښتېنولي، اغېزمنتوب، ارزښت او دلیکنو د پایلو له پلوه په هغه څه پوري تړلي وي کوم چي لیکوال يې دده په وسیله انځوروي.
خو قلم لاس تړلي او زبون وهلي وسیله ده نشي کولای په ډاګه خپلو ځېنو کاروونکو ته ووايي چي ما کېږده او لیکل پرېږده .
خو دقلم  دبېوسۍ له امله دا زمونږ دنده ده چي دهغه په ملاتړ کي په ډاګه ځېنو لېکوالانو ته دا پیغام  په لیکه کړو :
کله چي غواړې له الله تعالی او دهغه له رسول او له اسلامي تشریعاتو سره په ډغرو لاس پوري کړې .
کله چي دمسلمانو پرګنو او اسلامي امت ستونزي هېري او پڅبلو  لیکنو يې ددښمنانو مرستي ته وردانګې .
کله چي دمسلمانانو په مقدساتو تېری کوې ،
کله چي دخپلو مسلمانو وروڼو احساسات رژوې ،
یو والی او پیوستون ته زيان رسوې،
کله چي ستا دلیکنو موخه دخوېندو اومېندو بربنډول، له پړونو او چادریو څخه دهغوی  اېستل وي،
کله چي دخپلو لیکنو په وسېله خپلي شیطاني هیلي پلي کوې ،
لیکنه دي داسلامي لارښوونو په رڼاکي نه وي ،
او بالاخره کله چي ستا دلیکنو شالېد مادي ګټي وي او نور ارزښتونه هېڅ په پام کي نه نېسې.
نو کوم بل کار ځان ته ولټوه قلم کېږده او لیکل پرېږده .

سر له اوسه پام وکړه!!  لیکوالي یو رسالت دی، دلوستونکیو ذهنیتونه او افکار یو امانت دی، قلم شاهد دی، دقیامت ورځ دحساب ټاکلي نېټه ده او الله تعالی به په همدغه ستره ورځ دخپلو بندګانو ترمېنځ قاضي او پرېکړه کوونکی وي ,

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق