١٤٣٣/٠٢/٢٥

هلال که صلېب ؟




الله تعالی فرمايي :

(يسألونك عن الأهلة قل هي مواقيت للناس‏) البقرة 185 

له تانه به اې محمده دمکې قریش د (هلالونو) میاشتو په هکله پوښتنه وکړي ورته ووایه چي هغه دانسانانو لپاره دوخت اوتارېخونو دپېژندلو وسیلې دي.

هلال اوستوری لکه چي زمونږ علماء کرام فرمایي په اسلام کي کوم شعار يا دمسلمانانو یو مذهبي رمز او ياکوم بل ډول تقدس دشريعت له نګاه څخه نه لري ويل کېږي چي وروستيو پېړيو کي کله چي مسلمانانو ځېني کفري هېوادونه فتح کړل ويې ليدل چي هلته په کلېساګانو دصليب نشانونه نصب شوي و بيا هغوی يې په ځای هلال نصب کړل نور که يې څوک پدې عقيده کاروي چي دا يو اسلامي رمز دی نو داعقيده په شرعي لحاظ کوم حقيقت نلري او باطله عقيده ده ځکه چي اسلام سمبولېز دين ندی اونه په سمبولونو اتکاء لري البته دصليب په ځای اوپه مقابل کي يې کارول کوم ناروا کار هم ندی. 

داسلام شعاير اوسمبولونه هغه عبادات او نېک عملونه دي کوم چي اسلامي شريعت يې مونږ په کولو باندي مکلف ګرزولي يواوکوم چي مسلمان او اسلامي حکومتونه يې پخپلولو اوسرته رسولوباندي پېژندل کېږي 

ستوري او سپوږمۍ دوخت دپېژندلو او دلارو دموندلو ديوې وسيلې په توګه الله تعالی دانسانانو دګټي لپاره پيدا کړي دي اودهغه دقدرت ستري نښي اونښانې دي لکه څرنګه چي قرانکريم په صراحت ويلي دي نور داډول رمزونه ددې معنا نلري که يې څوک کاروي نو هغوی پاخه مسلمانان او يا حکومتونه يې اسلامي دي اونه دا چي څوک يې منکرشي په مسلماني کي يې شک دی بالمقابل صليب دعيسايانو مذهبي شعار او رمز دی دمسلمان لپاره يې کارول يې ستره ګناه اوماتول يې په هرمسلمان فرض دی والله تعالی أعلم

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق