١٤٣٣/٠٣/٠٢

دقلم او ژبي زهر


الله تعالی په قرانکرېم کي خپلو بندګانو ته لارښوونه کوي فرمايي: 

وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوًّا مُبِينًا ﴿٥٣﴾ سورة الإسراء 

او زما بندګانو ته ووايه چې دوى دې هغه خبره كوي كومه چې ډېره ښه وي، يقيناً شيطان يې ترمنځ شر جوړوي، بې شكه شيطان دانسان يو څرګند غليم دى. 

مونږ چې کله هم چېرته لاړشو خواه که هغه مجلسونه وي، یا ددوستانو بانډارونه، یا رسمي غونډي او یا په وېب پاڼو کي دبحث اومباحثې فورمونه ، وينو چې هریو فردبه يې په پرله پسې بڼه ددې په ټېنګه غوښتنه کوي چې وروڼوښکنځلي کول اويا ترخه ژبه کارول نه خو ښه کار دی اونه عاقلانه کړنلاره خوبيا که دهغه کس تګلاري، خبرواويالیکنوته ځېرشونوهغه به متأسفانه پخپله هم ښکنځلي کړي وي ، بده ژبه به يې کارولي وي، اوهمدغه غیرعاقلانه کړنلاره کومه چې هغه پخپله بده ګڼلي وي نېولي وي . 

یوعام اوناپوهه انسان که داتګلاره نیسي که معذورنه وي هم خومونږ به يې په دې اساس معذوروګڼوچې نه پوهېږي خو هغه څوک چې خپل ځان اسلام، علم ، پوهني، مقدسي مبارزې، قلم اوفکر ته منسوب ګڼي ولي دمخالف اویا انډول لوري په وړاندي داوسله چې هم اسلام او هم اخلاقي اوانساني ارزښتونوحرامه ګرزولي ده کاروي ؟ 

په کارخو داده چې مقابل لوری په ځواکمن استدلال، قناعت بښونکي ځواب، په اغېزمنه وينا، مثبت اواصلاحي تنقېد، اوخوږوخبرو مونږدځان ملګری کړونه داچې په بده وينا دهغه زړه زخمي اواحساس يې وځپواونور يې هم له ځانه لېري کړو اودا هم اړېنه نده چې مقابل لوری مو څوک دی . 

ناورېن خولا داده چې هغه څوک چې بده ژبه، ترخه وينا، او رژوونکي توري کاروي وينو به چې ملاتړ به يې کېږي، نور به يې هم ستايې، اودشهرت مقام به يې هم ترلاسه کړی وي، لکه زمونږ په فرهنګ اوقاموس کي چې له سپکوخبرواوښکنځلو څخه پرته بل څه وجود نلري اويا زمونږ دېن اوعقیدې مونږ په دې مکلف ګرزولي يو چې تل بایدښکنځلي وکړوالعیاذ بالله . 

دښکنځلولورته که په هره بڼه وي نن سبا تمایل زیات شوی دی، له کورنیو محفلونوڅخه نېولي بياتردولتي اداروپوري اوهمدارازدخپرندویه وسائلوپه سطحه، لکه انټرنټ، مجلې،ورځپاڼي، راديوګاني اوتلوېزيوني چاينلونه . 

پوښتنه داده چې مونږ ولي دومره داخلاقو له پلوه لوېدلي يو لاملونه يې څه دي اوزمونږ دېن په دې هکله څه لارښووني لري ؟ 

په دې بحث کي به بې له دې چې قضيې هراړخ ته ژورلاړشو په لنډو ټکو کي به یاده شوي پوښتنه ځواب کړو هیله ده چې داستفادې وړ شي. 

دښکنځلو اوسپکو خبرولورته تمايل بېلابېل محيطي اوټولنېزلاملونه لري چې ځیني يې په لاندې توګه دي : 

لانجمن کورنی چاپېریال : کومه کورنۍ چې تېت اوپرکه وي، داخلي امن اوسکون ونلري، شخړي، جګړي اولانجې پکې زياتي وي، دافرادوترمنځ يې بده ژبه، ښکنځلي اوسپک توري دورځني ژوند معمول ګرزېدلي وي، همدغه انځور دهغې کورنۍ په ماشومانو کي هم منعکس کېږي، په دې معناچې دوالدینو دبدچلند په نتېجه کي دماشومانو اخلاق هم بدېږي چې بالآخره هغوی هم ښکنځلو، بدوخبرواو دانتقامي سلوک خپلولوته لاسونه غزوي اوهغه څوک چې مونږ يې نن سبايو اوبل ځای په دې رنځ اخته وینوکه دهغودکورنیوچاپېریال وپوښتل شي کېدای شي زیاترويې دامیکروب له خپل کورني محیط څخه په وړکتوب کي اخېستی وي ځکه خواسلام دنارېنه اومېرمني یوپه بل داسي متقابل حقوق لازم ګرزولي دي چې کورنی چاپېریال نېکمرغه کړي اوله رنځونو څخه پاک نسل پکې نشأت وکړي داچي نارېنه اومېرمن څه ډول غوره کورنی ژوندوکړي پخپل ځای ذکر شوي دي . 

اقتصادي ناندرۍ اوطبقاتي توپېرونه : هغه کورنۍ چې له اقتصادي، علمي اوقبېلوي پلوه په ټولنه کي دټېټي کچې مقام لري دهغووګړي زیاتره دبدي ژبي وسله اويا بدني عقاب کاروي، همدغه تمایل دټیټي اومېنځنۍ کچې دکورنیوپه افرادو کي په پراخه پېمانه ترسترګو کېږي . علت يې داوي چې دهمدغي طبقې انسانان په بېوسۍ اومایوسۍ کي ژوند کوي اوددې لپاره چې خپل ځانونه ځواکمن اوخپل وجوداغېزمن وښيې همدغي وسلې ته چې ښکنځلي، پوچ ويل، وهل اوټکول دي لاس اچوي. په دې اساس ويلای شو چې طبقاتي تو پېرونه یاتوکمېز تبعیضونه هم یوله هغواغېزمنوعواملوڅخه دي چې ديوې ټولني انسانان په دې رنځ اخته کوي داسلام مقدس دین دتوکمېز اوطبقاتي توپېرونوپه خلاف ټېنګي مبارزې ته مسلمانان رابولي او په دې لړکي څرګندي لارښووني لري اودټولني دټولوطبقاتو داړتياوودپوره کولولپاره غوره داسي اقتصادي نظام لري چې که عملي کړل شي هېڅوک به پکې دمحرومیت احساس ونکړي. 

بدملګري اودوستان: له ملګرواودوستانوسره يوځای کېدل له هغه حالت سره بشپړ توپېر لري چې يوڅوک يې په تنهايې کي تېروي، انسان هرومرودملګرو دچلند تراغېزي لاندې راځي اود شخړوپه وړاندي دملګرواودوستانو په موجودیت کي منطقي اوعاقلانه چلندنکوي دتېري او يا دفاع په وخت کي هغه ټولنېز معیارونه په پام کي نه نیسي کوم چې ورته په کار وي، دملګرو په موجودیت کي انسان هڅه کوي چې خپل ځواکمنتوب، مؤثریت اووجود نوروته وښيې ځکه خو له بدي ژبي، ښکنځلو اودمټو له زورڅخه کارآخلي. اسلام مونږ ته تل داتوصیه کوي چې نېکان ملګري دځان لپاره غوره کړوترڅومو له کوره دباندې روغه اوسمه لارښوونه وکړي. 

د ټولنېزعدالت نشتوالی : په کومه ټوله کي چې يو عادلانه نظام نه وي اوولسونو ته انصاف نه رسېږي، او داسي يوه مرجع نه وي چې هلته له قانوني لاروخپلي ستونزي هواري کړي دهغې ټولني افراددمحرومیت، مایوسۍ او بدامنۍ په حالت کي ژوندکوي چې دا حالت يې بيا حتما په سلوک کي انځورکېږي، دداسي ټولنو په وګړیوکي تېری، تجاوز اوشخړي زياتي وی چې په نتېجه کي يې دا ډول بې سروساماني په اخلاقي سلوک منفي اغېزي پرېږدي، غسه او کاوړ يې زياتېږي چې نتېجتاً هغوی بيا ددې په تکل کي وي په هره بڼه چې وي نوروانسانانو ته دلاس او ژبي له لاري تاوان پېښ کړي، ضرر ورسوي اوخپله غسه له دې لاري سړه کړي . 

ددې اخلاقي رنځ عوامل به نورهم وي لکه عصبي تکلیف، دحالاتو نه سمون، دمقابل لوري، جاهلانه کړنلاره او طرز تفکر، په شعوري اويا غیر شعوري ډول دانډول لوري نه قناعت، دیرغلګرو لخوا په کمزورو ولسونو دجنګونو اوجګړو تپل او ...... خو مونږ ته په کار ده چې په مخلصانه ډول او په قوي عزم سره پخپلو ځانونو اوعادتونو کي له اسلامي لارښوونوسره سم نوښت راولواوداکارهم خوډېر آسان دی، هم ګټي لري اوپه عین وخت کي الله تعالی ورباندې خوشاله کېږي، ورسره دهغوعواملودمخنیوي لپاره چې داسي اخلاقي رنځونوته دټولني دافرادوپه منځکي وده ورکوي ټېنګه مبارزه پیل کړواو دا کار له خپلو ځانونواوکورونو څخه پیل کړو. 

په دې لړکي ډېر زيات دقرآنکريم آیتونه موجود دي اوهم ګڼ شمېرنبوي حدیثونه چې کتابونه ورباندې لیکل شوي دي خومونږ به يې ځیني دلته یادکړو . 

کېدای شي ځېني کسان په دې پلمه چې مخالف لوری يې ددېن، عقیدې اوهېواد دښمن دی، یرغلګردی، قاتل دی، درباري یاچمچه دی اویانوري دېته ورته عذرونه دناوړه ويناوواو نازېبا کلماتو دکارولو لپاره بهانه ګرزوي خو يوه اولوالعزم پیغمبرته چې دوخت دسرکښ مستبد يرغلګرله لاسه دخپل مورني ټاټوبي پرېښودلو ته اړشوی، قام اوخپل خپلوان يې په کلونو کلونوځورول شوي، شکنجه شوي اوواړه ماشومان يې وروژلي، خوندي اومېندي یې ور شرمولي اولايې هم سېنه يخه نده، په دې هرڅه سربېره دالله تعالی له وجوده منکر اوخپل ځان يې ولسونو ته خدای جوړ کړی وايي : (أنا ربکم الأعلی) زه ستا سي سترمعبود اولوړخدای يم . خو الله تعالی يې مکلف ګرزوي چې له همدغه طاغیه سره مخامخ شي قرآنکریم داواقعه داسې نقلوي : 

اذْهَبْ أَنْتَ وَأَخُوكَ بِآَيَاتِي وَلَا تَنِيَا فِي ذِكْرِي (42) اذْهَبَا إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى (43) فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى ﴿٤٤﴾ سورة طه 

ته او ورور دي زماله نښانوسره لاړ شئ اوزما په يادونه كې سستي مه كوئ فرعون ته ورشئ هغه سرغړاندشوى نونرمه خبره ورته وكړئ ښايې ويې مني ياووېريږي . 

کېدای شي ځیني کسان بده ژبه کارول اوياسپک ويل يوه ادبي خلاوګڼي خوڅومره ستره ګناه يې ونه بولي خو په دې هکله لاندې لارښووني شته : 

عن معاذ بن جبل قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ألا أنبئكم ما هو أملك بالناس من ذلك ثم أخرج لسانه فأمسكه بين أصبعيه فقلت يا رسول الله أكل ما نتكلم به يكتب علينا قال ثكلتك أمك وهل يكب الناس على مناخرهم في النار إلا حصائد ألسنتهم إنك لن تزال سالما ما أمسكت فإذا تكلمت كتب عليك أو لك (الترمذي وابن ماجة والنسائي) 

له معاذ بن جبل رضي الله تعالى عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل : آیاتاسو ته هغه څه در وښیم کوم چې ترهرڅه زیات په انسان واکمني کوي اوبیا یې خپله ژبه راواېستله اوپه دوو ګوتو یې ونېوله ، ماورته وویل چې یا رسول الله آیا هغه څه ټول لېکل کېږي کوم چې مونږ يې په ژبه وايو؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل : مورد درباندې بوره شي آیا د ژبي له محصوله پرته بل شی شته چې خلګ به دجهنم په اورکي پړمخي ېا سرڅېړۍ غورځوي ؟ اوته به ترهغه وخته روغ پاته یې چې خپله ژبه دبنده ساتلي وي خو چې کله خبري پیل کړې هغه ضرورستا په ګټه او یا په نقصان کي لېکلي کېږي . 

که مقابل لوری مسلمان وي بيا لاندې حدیث مونږ ته داسي لارښوونه کوي : 

عن عبد الله بن عمرو قال خطبنا رسول الله صلى الله عليه وسلم فقام رجل فقال يا رسول الله أي الإسلام أفضل قال أن يسلم المسلمون من لسانك ويدك (المستدرك على الصحيحين) 

له عبد الله بن عمرو رضي الله تعالى عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خطبه فرمایله یو سړې ولاړ شو او پوښتنه یې وکړه چې یارسول الله کوم عمل په اسلام کي غوره اوبهتر دی؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل : داچې مسلمانان ستا دژبي او لاس له ضررڅخه روغ پاته شي . 

قال أسودبن اصرم المحاربي يا رسول الله أوصني قال هل تملك لسانك قال فما أملك إذا لم أملكه قال أفتملك يدك قال فماذا أملك إذا لم أملك يدي قال فلا تقل بلسانك إلا معروفا ولا تبسط يدك إلا إلى خير(الأحاديث المختارة ) 

اسود المحاربي رضي الله تعالى عنه وایي چې ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وویل: یارسول الله ماته نصېحت وکړه رسول الله صلى الله عليه وسلم را څخه وپوښتل چې آیا دخپلي ژبي واک لرې؟ ما وویل : چې د ژبي واک ونلرم نو د څه شي واک به لرم؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم بیا راڅخه وپوښتل چې آیا دخپل لاس واک لرې؟ ما وویل چې دخپل لاس واک ونلرم نو دڅه شي واک به ولرم؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: په ژبه له ښو خبرو پرته بل څه مه وایه او لاس دخیر له کارڅخه پرته بل څه ته مه غزوه. 

عن عُقْبَةَ بن عَامِرٍ قال قلت يا رَسُولَ اللَّهِ ما النَّجَاةُ قال أَمْسِكْ عَلَيْكَ لِسَانَكَ وَلْيَسَعْكَ بَيْتُكَ وَابْكِ على خَطِيئَتِكَ (سنن الترمذي ) 

له عقبه بن عامر رضي الله تعالى عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې یارسول الله نجات اوخلاصون په څه کي دی؟ هغه راته وفرمایل: خپله ژبه تړلي وساته او په خپل کورکي کېنه او په خپلوګناهونو ژاړه. 

عن أنس أَنَّهُ سَأَلَ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم عن أَفْضَلِ الإِيمَانِ قال أَفْضَلُ الإِيمَانِ أَنْ تُحِبَّ لِلَّهِ وَتُبْغِضَ لِلَّهِ وَتُعْمِلَ لِسَانَكَ في ذِكْرِ اللَّهِ قال وَمَاذَا يا رَسُولَ اللَّهِ قال وَأَنْ تُحِبَّ لِلنَّاسِ ما تُحِبُّ لِنَفْسِكَ وَتَكْرَهَ لهم ما تَكْرَهُ لِنَفْسِكَ وَأَنْ تَقُولَ خَيْرًا أو تَصْمُتَ (المعجم الكبير) 

له انس رضي الله تعالى عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې غوره ایمان کوم دی ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: غوره اوبهتره ایمان دا دی چې دوستي اودښمني د الله تعالی لپاره وکړې خپله ژبه دالله تعالی په یادکي وکاروې ماورته وویل بل څه یارسول الله؟ هغه وفرمایل : دخلګو لپاره هغه څه خوښ کړې چې دځان لپاره یې خوښوې اودخلګو لپاره هغه څه بد وګڼې چې دخپل ځان لپاره یې بدګڼې اوداچې یاخودخیرخبري وکړې اویا تړلي ژبه واوسې . 

ښکنځلي او بدي خبري د مسلمان نېک عملونه سوځوي . 

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله تعالى عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: "أَتَدْرُونَ مَا الْمُفْلِسُ" قَالُوا الْمُفْلِسُ فِينَا مَنْ لَا دِرْهَمَ لَهُ وَلَا مَتَاعَ، فَقَالَ: "إِنَّ الْمُفْلِسَ مِنْ أُمَّتِي يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِصَلَاةٍ وَصِيَامٍ وَزَكَاةٍ وَيَأْتِي قَدْ شَتَمَ هَذَا وَقَذَفَ هَذَا وَأَكَلَ مَالَ هَذَا وَسَفَكَ دَمَ هَذَا وَضَرَبَ هَذَا فَيُعْطَى هَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ وَهَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ فَإِنْ فَنِيَتْ حَسَنَاتُهُ قَبْلَ أَنْ يُقْضَى مَا عَلَيْهِ أُخِذَ مِنْ خَطَايَاهُمْ فَطُرِحَتْ عَلَيْهِ ثُمَّ طُرِحَ فِي النَّارِ (أخرجه أحمد ومسلم والترمذي) 

له أبوهریره رضي الله تعالى عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپلو أصحابو ته وفرمايل : آیا تاسو خبریاست چې نېستمن څوک دی؟ هغوی په ځواب کي ورته وويل : نېستمن خومونږ هغه چاته وايو چې درهمونه او دېنارونه ونلري، بیا رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : بېشکه زما دامت نېستمن هغه څوک دی چې دقیامت په ورځ به له ځان سره لمونځونه، روژې اوزکاتونه راوړي، دېته به يې ښکنځلي کړي وي ، په دې بل به يې تورلګولی وي، دبل به يې مال خوړلی وي، ددې بل به يې ويني تويې کړي وي اودابل به يې وهلی وي، دې کسانوته به دده نېک عملونه ورکړل شي، نو که يې دپورونو له اداکولو مخکې نېکيوي ختمي شي بيابه دهغوی ګناهونه راوړل کېږي او په ده به اچول کېږي اوبيابه په جهنم کي وغورزول شي . 

دابه دهغه چاحال وي چې قبول شوي لمونځونه، روژې، زکاتونه اوخیراتونه يې له ځان سره وړي وي الله تعالی دي فضل اومهرباني راباندې وکړي چې زمونږبه څه حال وي له دې نېمګړي عبادت اوپه پراخه پېمانه سرغړونو سره . 

کېدای شي يوڅوک په داسې موقف کي راشي چې ښکنځلي اوسپک ویل ورته وشي، په دې وخت کي غوره تګلاره داده چې مسلمان سکوت غوره کړي، دا ضروري نده چې ځواب يې وويل شي اويا ځان په بېغیرتي اوبزدلي تورن کړي کېدای شي هغه ددې توان لري چې ځواکمن ځواب ورکړي خوداډېرستراخلاق دي چې ځواب ورنکړې اوبیا دوګوري چې څومره ښې پایلي لري. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : 

ما تعدون الصرعة فيكم قالوا: الذي لا يصرعه الرجال، قال ليس كذلك، ولكن الذي يملك نفسه عند الغضب (سنن أبي داؤد) 

تاسو پهلوان چاته واياست؟ اصحابو وفرمایل : هغه سړی چې څوک په غېږه نه ورځي، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : نه داسي نه ده، بلکه پهلوان هغه څوک دی چې دغصې په وخت کي ځان کنترول کړي. 

سعید بن العاص رضي الله تعالى عنه فرمايي : 

ما شاتمت رجلا مذ كنت رجلا لأني لم أجادل إلا أحد رجلين إما كريم فأنا أحق أن أجله وإما لئيم فأنا أحق أن أرفع نفسي عنه .(المستطرف) 

چې کله په ښه اوبد پوه شوی یم اوچاښکنځل راته کړي ده خوماورته ښکنځله نده کړي ځکه چې هغه سړی به يا ښه سړی وو اویابد که ښه وونوماځان ددې وړګڼلو چې قدر يې وکړم اوکه به سپک سړی وو نوځان مي په تول کي نه ورسره اچاوه . 

په عربي کي يومتل دی وايي : 

من سکت عن جاهل فقد أوسعه جوابا وأوجعه عتابا 

څوک دناپوه انسان په وړاندي سکوت غوره کړي دايې غوره ځواب اودردوونکي سزا ورکړي ده . 

خوکه بيا ضروري وه چې دښکنځلي ځواب ورکړل شي په کارده داسي ځواب يې وويل شي چې سپکه وينا اوښکنځل پکې نوي . 

وايي په عربو کي يوه سړي بل ته وويل چې که مي په څپېړه ووهلې مدينې ته به دي ورسوم هغه بل په ځواب کي ورته وويل چې يوه مي بله هم ووهه کېدای شي مکې ته ورسېږم اوالله تعالی مي بې لګښته حج یا عمره نصېب کړي . 

‏ عن أبي هريرة‏ رسول الله ‏ ‏صلى الله عليه وسلم ‏ ‏قال قال ‏ ‏انظروا كيف يصرف الله عني شتم ‏ ‏قريش ‏ ‏ولعنهم إنهم يشتمون مذمما ويلعنون مذمما وأنا ‏ ‏محمد (سنن النسائي) ‏ 

له أبوهریره رضي الله تعالى عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسي وګورﺉ چې الله تعالی څه ډول دقریشو ښکنځلي او ښېرې له ماچپوي ، هغوی ښکنځلي او ښېرې ددوی په ګمان یوه بدخویه انسان ته کوي خو زه محمد (ستایلی شوی) يم 

عائشې رضي الله تعالى عنها ته جابر بن عبدالله رضي الله تعالى عنه وويل : ځېني کسان درسول الله صلى الله عليه وسلم په اصحابو کي سپک ويل کوي حتی چې أبوبکر او عمر رضي الله تعالی عنهما هم پکې يادوي هغې په ځواب کي ورته وويل : 

وما تعجبون من هذا أولئك قوم انقطع عنهم العمل، فأحب الله ان لا يقطع عنهم الأجر (شرح الطحاوية لابن أبى العز الحنيفي) 

دا څه دحیرانتیا خبره ده دا اصحاب خوهغه څوک دي چې دنېکوعملونو لړۍ يې غوڅه شوې ده اوس الله تعالی داخوښوي چې ( ددې سپکوويلو په وسېله) دهغوی دثوابونولړۍ تلپاته وساتي . 

څومره معقول ځواب دی رېښتيا هم چې دټول اسلامي أمت موراودنبوت له کورنۍ څخه ده تاسي فکر وکړﺉ که دهغې په ځای بل څوک وای ددې خبرتيا په ترلاسه کولوبه يې څه ډول غبرګون ښودلی وای؟ 

ښکنځلي کول، سپکه لهجه کارول، تورلګول اسلامي شرېعت تر دې حده حرام ګرزولي دي چې د ځېنو لپاره يې حد ټاکلی دی چې داسلامي حکومت قاضي به يې اتیا دُرې وهي اوداعلماوو ته جوته ده اوشرعي نصوص پکې موجود دي . 

له ذکرشويونصوصوڅخه داحقیقت جوته شوچې ښکنځلي اوسپک ويل نا مشروع عمل دی، هغه څوک چې سپکه ژبه کاروي که په خبروکي وي اوکه په لېکنوکي دلېدونکیواولوستونکیو په سترګوکي يې احترام اودرنښت راپرېوزي، هغه په پوچ خولي، سپک اوداسي انسان سره پېژندل کېږي چې دنورو داحساساتوپام نه ساتي چې دادهغه لپاره يو لړزوونکی تکان دی. يو هوښيار مسلمان مخکې لدې چې څه ووايي اويا يې وليکي بایدخپلي خبري وسنجوي ترڅو لېدونکي اولوستونکي دده په هکله داسي انګېرنه وکړي چې هوښیار، مهذب اوپوه شخصیت دی، دهغه داډول حکېمانه چلنددهغه نورخواخوږي اوملګري هم زياتوي اوددعوت اومبارزې په ډګر کي يې داډول تګلاره زياته اغېزمنه ثابتېږي . 

عن أبي هريرةرضي الله تعالى عنه أن رجلاً شتم أبا بكر والنبي صلى الله عليه وسلم جالس، فجعل النبي صلى الله عليه وسلم يعجب ويتبسم، و أبو بكر ساكت، فلما أكثر رد عليه بعض قوله، فغضب النبي صلى الله عليه وسلم وقام، فلحقه أبو بكر فقال: يا رسول الله! كان يشتمني وأنت جالس، فلما رددت عليه بعض قوله غضبت وقمت! قال: (إنه كان معك ملك يرد عنك، فلما رددت عليه بعض قوله، وقع الشيطان، فلم أكن لأقعد مع الشيطان (رواه الإمام أحمد) 

أبوهریره رضي الله تعالى عنه روايت کوي چې يوه سړي أبوبکر ته ښکنځلي پیل کړې اورسول الله صلى الله عليه وسلم ناست دی تعجب کوي اوخاندي، اوأبوبکر پټه خوله ووخوچې ډېري يې ورته واورولې أبوبکر رضي الله تعالى عنه يې هم دځېنوځواب ورکړ، رسول الله صلى الله عليه وسلم په غسه کي شو اولاړ، أبوبکر پسي ورغی او ورته ويې ويل چې يارسول الله کله چې هغه ماته پرله پسې ښکنځلي کولې ته ناست وې اوچې ما يوڅوورته وکړې ته په غسه شوې اولاړې ! رسول الله ورته وفرمايل: له تاسره يوه فرشته وه هغې يې ځواب وايه خوچې کله تا ځیني وربیاکړې شیطان راغی او ما نه غوښتل چې له شيطان سره کېنم . 

دابحث دامام شافعي رحمه الله پدې نظم پايته رسوم چي سپکي ژبي کاروونکی يي له سپي سره ورته کړی دی او له هغه چا يې په زمري سره تعبېر کړی دی چي دښکنځلو داورېدلو په وخت کي سکوت غوره کړي، هغه فرمايي : 

قالوا سكتُّ وقد خوصمتُ قلتُ لهم .................. إنَّ الجوابَ لبابِ الشرِّ مفتاحُ 
والصمَّتُ عن جاهلٍ أو أحمقٍ شرفُ .........وفيه أيضاً لصونِ العرضِ إصلاحُ 
أما تَرَى الأُسْدَ تُخْشى وهْي صَامِتة ٌ؟ ............ والكلبُ يخسى لعمري وهو نباحُ 

دوی راته وویل چي دوی درسره شخړه جوړوله او ته پټه خوله ناست وې، ماورته وويل چي ځواب ويل دشر ددروازې خلاصول وي، دناپوهه او بي عقل په وړاندي سکوت غوره کول شرافت وي او پدې کي دانسان عزت ساتلی وي، آیا ته نه ګورې چي زمری خاموښ وي خو هرڅوک ورنه وېرېږي او سپی تل شړل کېږي او هغه غاپي 

الله تعالی دي مونږ ته صحېح دېني پوهنه اودعمل کولو توفېق راکړي

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق