١٤٣٣/٠٢/٢٥

حاضر جوابي




يوه فقیر له يوه اعرابي څخه خیرات غوښت خو هغه يې له ورکړي انکار وکړ او ورته ويې ویل چي دومره څه راسره دي چي زما ګوذاره ورباندي وشي، فقیر ورته وويل چي هغه نېکان خلګ څه شول چي الله تعالی يې په هکله فرمايي : 

الذين يؤثرون على أنفسهم ؟ 

نېکان هغه څوک دي چي ترځان يې په بل لوروي . 

اعرابي ورته وويل : 

هغوی خو له هغه چا سره لاړل چي په هکله يې الله تعالی فرمايي : 

لا يسألون الناس إلحافاً 

له چا څخه څه نه غواړي چي ورپوری نښتي یا ورپسي شله وي

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق