١٤٣٣/٠٣/١١

ولسونه او ګوندونه (۲)





دتجربو او تارېخي حقایقو له مخي کله چي چېرته په یو ځای کي دیوه ګوند بنسټ اېښودل کېږي غالبا يې په پیل کي محرکات نېک احساسات وي لکه دملت، خاوري او معتقداتو چوپړ، له حریم څخه يې دفاع، دولسونو خپلواکي ، دازادۍ لاسته راوړل، دملت خاوري او عقیدې ددښمنانو ټکول او داسي نور، شعارونه اواهداف يې دوخت له غوښتنو سره سم سپېڅلي ارزښتونه وي، که داګوندونه په یوه داسي هېواد کي وي چي ولسونه يې له علمي او اخلاقي پلوه پرمختللي وي نو دګوندونو داتباعو په  مبارزوي مسیر کي هغه عالي ارزښتونه چي په هغو يې دګوند بنسټ اېښودل شوي دزعامت له بدلون او داوضاع له نه سمون سره هېڅ ډول توپېر نه رامنځ ته کېږي، ځکه چي هغوی ته دملت ګټي ، او نور ټولنېز ستر مصلحتونه  تربل هرڅه زیات ارزښت لري، هغوی زعامتونه بدلوي خو خپل مسېر ته تغیر نه ورکوي، دنظر اختلافونه په ډېره علمي توګه هواروي خو ټولنېزو عالي مصلحتونو ته په هرڅه اولیت او ترجېح ورکوي . په مجموعي توګه يې اعضاء او کارکوونکي هڅه کوي چي دویناوو او کړنو تر منځ يې توپېر ترسترګو نشي او په هرصورت کي زیارباسي چي دولسونو اعتماد او باور له ځان سره مل وساتي . دتل لپاره دمبارزې په ډګر کي او دواکمنۍ په وخت کي دولسونو غوښتنو، دهغوی هوسايي اوسوکالۍ ته پخپلو ځاني اوتنظیمي ګټو ترجېح ورکوي، هغوی خپل ځانونه ستومانه کوي خو ملت خوشاله ساتي، خپل، ژوند ، وخت اوشتمنیوي دلوړو ټولنېزو مصلحتونو په لارکي قربانوي، دا ډول ګوندونه که څه هم کوم عقیدوي شالید ،  په الله تعالی، داخرت په ورځ او په حساب اوکتاب ایمان نلري خو دا ګوندي اصالت ځکه پالي چي دراتلونکیو نسلونو لپاره خپل تاریخ ځلانده پرېږدي.
په پرمختللو هېوادونو کي دسترو هغو پېښو په وخت کي چي ملت ، امنیت او استقلال ته يې ګواښونه متوجه کېږي سياسي ګوندونه خپل سیاسي او عقیدوي مخالفتونه او سیالۍ شاته کوي یوبل ته لاسونه ورکوي ترڅو په ګډه دورپېښو ګواښونه مقابله په بري سره وکړي، تاریخ شاهد دی چي کله دانګلستان واکمن ګوند ته خبر رسېږي چي هټلر له خپلو لښکرو سره دجګړي ډګر ته راووت سمدلاسه په ډېر بېړني شکل دملي يووالي حکومت اعلانوي، خپل داخلي مخالفین ټول په حکومت ورګډوي ترڅو له هټلر سره جګړه وګټي، هغوی پدې کي کوم شرم او کمزورتیا نه محسوسوي چي خپلو سیالانو ته خواست کوي چي په حکومت کي ورسره ګډشي او بالاخره له هټلر څخه جګړه ګټي.
داسراییلو چي کله له عربي نړۍ او مصر سره جګړه مښلي واکمن ګوند يې مخالفي ډلي په حکومت کي ورسره شریکوي، دولتي مهم پوستونه ورته سپاري، دخپلو سیالو ډلو دعلمي اومحاربوي کادرونو له افکارو او تجربو څخه دجګړي په ګټلو کي ګټه اخلي داځکه چي دلته دهویت ، موجودیت ، استقلال او ملي سترو ګټو او لاسته راوړنو ارزښتونه مطرح کېږي، ټول خپل منځي اختلافات شاته پرېږدي او په یوه خوله دبهرني دښمن مخي ته درېږي او بالاخره جګړه ګټي.  
امرېکا چي له مادي پلوه یو ستر قطبي ځواک ګڼل کېږي او په ټوله نړۍ له علمي او تخنیکي پلوه برلاسی لري کله چي له کوم بهرني خودساخته دښمن سره په جګړه اخته کېږي واکمن ګوند يې له کورنیو مخالفینو سره په یوه مېز کېني، له هغوی څخه سلا مشورې اخلي، نظرونه يې اخلي او په عملي توګه يې په پام کي نیسي، ملاتړ يې ترلاسه کوي ، پدې هم اکتفاء نکوي اونه کومه بېوسي محسوسوي بلکه ددې لپاره چي جګړه يې لاسته راوړني ولري نړۍ والي ټولني ته خواست کوي، ملګرو ملتونو ته پناه وړي چي هغوی ورسره یولاس شي، مالي او بشري مرستي ته يې راودانګي ځکه چي په اصطلاح ملي ګټو او امنیت ته ګواښونه متوجه دي .  
خو په هغو وروسته پاته ټولنو کي چي علمي سطحه يې ټېټه وي ګوندي تګلاري بېخي سرچپه وي، پدې کي شک نشته چي پدې ټولنو کي دګوندونو دتاسیس په وخت کي غوره احساسات کار فرما وي، بهرني عوامل هم ملي او علمي کادرونه دېته اړباسي چي دملت، عقیدې، خپلواکۍ او ملي عالي مصلحتونو له حریم څخه ددفاع په موخه  یو سیاسي یا مذهبي مورچل پرانیزي . خو دوخت له تېرېدلو سره داغوره احساسات او ټولنېز جذبات یواځي تر ویناوو او شعارونو پوري محدود پاته شي، بیا یې دمشرانو وجدان او ضمېر مړشي او بنسټ اېښودونکیوته مادیات اودواک ترلاسه کول تربل هرڅه مقدس او سپېڅلي ښکاري، دهمدغه ارمان دتحقق لپاره هره نامشروع وسیله کاروي، خپل برلاسی، شهرت، انانیت اوذاتي ګټي به تربل هرڅه زیات ارزښت ورته لري، دنظر سطحي اختلاف به دخپلو ذاتي ګټو په موخه په لویو لانجو اړوي، دمخالف لوری تنقیدونه ولوکه په ځای هم وي خو دتحمل وړ به ورته نه وي،  په خپلو مخالفینو به ډول ډول تورونه لګوي، عامه ذهنیتونه به بېلاري کوي، تاریخونه به تحریفوي، دهرڅه محور به يې ذاتي ګټي او دواک ترلاسه کول وي، او پدې لاره کي به له هېڅ دول کړنو څخه مخ نه اړوي، ولسونه به په بدمرغیو اخته کوي، دهغوی له سادګي ، مجبوري او بېسوادي څخه به ناوړه ګټه اخلي ، خپل شخصیت او هره روا او ناروا به ورته دمقدساتو په بڼه کي انځوروي، عقیده، ملت اوملي مصالح به ورته دماچس دخلي بيه نلري.، حتی چي پخپل ګوند کي به قیادري کادرونه او دهغوی نظرونه له پامه غورزوي، خپل نژدې خپلوان به حساسو دندو ګماري اوپه ټولو امکاناتو سره به ددې لاره هواروي چي زعامت يې زوی، لور او یا مېرمني ته پاته شي  .
په پای کي دا ډول ګوندونه په بېلابېلو ګوندونو ووېشل شي، هغه دابتداء خواږه ملګري بیا دیو اوبل وېنو ته تږي او لالهانده وي. هریو يې دلوړ مقام دلاسته راوړلو او دخپل بهرني بادار دخوشاله ساتلو په سوچ کي وي، ناورین خو هلته وي کله چي واک ترلاسه کړي، اهل کسان له دندو ګوښه کوي، دکار اهلیت په پام کي نه نیسي، خپل مخالفین په یوه اوبل نامه یا خو دتورو زندانو شاته ټېل وهي او يايې له مېنځه وړي اویایې بهرته په تېښته اویاشړلو مجبوروي، خپل خواخوږي او پلویان په حساسو دندو ګماري، د واکمنۍ دبقا لپاره یې دمشرانو ټوله پاملرنه استخباراتو او دمالیې وزارت ته وي لکه نور وزارتونه چي هډو وي نه، بیاداقتدار دوږیو او دغلو او ډاکوګانو واکمني وي ، دملت زېرمي او شتمنيوي لوټوي، او په ولسونو يې قیامت راټېټ کړی وي دا هرڅه مونږ دسر په سترګو ولیدل او وینو يې .
داډول چلند که په کوم کفري هېواد اویا ملي غورزنګونو کي چي اسلامي شالید ونلري ترسترګو شي پدې به يې ملامت نه ګڼو چي موخي به  يې صرف مادي ګټي وي ، هغوی که داسي کوي پوهېږي چي بس همدغه ژوند يې دی باید دځان ، اولاد او خپلو خپلوانو لپاره زياتي مادي او مالي لاسته راوړني ولري، دپردیو مېندو زامن که وژل کېږي، که يې قام اوملت تباه کېږي که دنیا ټوله په بل مخ اوړي خوله خپل مقام اوګټو څخه ځکه نه تېرېږي چي هغه په الله تعالی، داخرت په ورځ او په حساب اوکتاب عقیده نلري اومعتقدات يې یواځي مادیات او ددنیوي ژوند ښکلا وي.
خو یو بې پرې اومخلص مسلمان چي کله پخپلو ټولنوکي دا ډول ګوندونه چي هغه هم داسلام تر چتر لاندي او دمسلمانو مشرانو لخوا جوړ شوي وي ویني ځکه ډېر خواشینی کېږي چي لیکني، نشرات، ویناګاني او شعارونه يې دیوه سپېځلي اسلام ترجماني کوي، دګوند دتاسیس په وخت کي يې ټاکل شوي اهداف داسلام له روح څخه سرشار وي ، په قراني ایتونو او نبوي احادیثو يې خپلي ویناګاني سېنګار کړي وي او عمومي ذهنیتونه په مذهبي شعارونونشه کوي .
الله تعالی مسلمانانو ته په مجموعي توګه خطاب اولارښوونه کوي فرمايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوا وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (45) وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (46) الأنفال
اې داېمان خاوندانو کله چي تاسو له یوې جګړه ماري ډلګۍ سره مخامخ شئ نوورته ټېنګ شئ او الله تعالی ډېر یادوﺉ ددې لپاره چي بری لاسته راوړﺉ، دالله تعالی او دهغه درسول حکمونه منئ او پخپل منځ کي یوله بل سره ډغري مه وهئ بیا به وځپل شئ او باد به مو ووزي، او صبر او زغم خپل کړﺉ بېشکه چي الله تعالی دصبر کونکیو مرسته کونکی اوملګری دی .
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (١٠٣)وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (١٠٤)وَلا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (١٠٥) ال عمران
اوتاسي ټول دالله تعالی په رسۍ ټېنګي منګولي ولګوﺉ اوډلي ډلي مه جوړېږﺉ او په تاسي دالله تعالی هغه ښېګڼي در په زړه کړﺉ چي تاسو پخپل منځ کي یو دبل دښمنان واست بیا الله تعالی ستاسي په زړونو کي له یوبل سره مینه درواچوله بیا تاسي دهغه په ښېګڼه پخپل منځ کي وروڼه جوړ شوﺉ اوتاسي (مخکي لدې نه) داور دژوري کندي په غاړه واست بیا الله تعالی تاسوته ورڅخه نجات درکړ همداسي الله تعالی تاسو ته خپلي دقدرت نښي درښيي ددې په خاطر چي تاسي سمه لاره ونیسئ .  هرو مرو تاسي یو داسي امت جوړ شئ چي نېکو کارونو ته بلنه کوي او له بدو کارونو څخه خلګ راګرزوي او همدغه کسان په حقیقت کي بری موندونکي دي . او تاسي دهغه چا غوندي مه جوړېږﺉ چي یوله بل څخه بېل شول او په مخالفتونو کي ښکېل شول سره له دې چي څرګندي لارښووني ورته راغلې او دهمدغو کسانو لپاره (په دنیا او اخرت کي) سترعذاب دی .
زمونږ دمسلمانو ګوندونو حال یومسلمان ځکه خواشینی کوي چي دویناګانو، شعارونو او کړنو ترمېنځ يې ستر واټنونه ترسترګو کېږي، هریوه يې دا ایت کریمه پخپل شعار کي لیکلی وي خو په عملي ډګر کي ورباندي عمل نکوي، هغوی په هروخت کي داسلامي ورورولي ډنډورې وهي او وايي چي مسلمانان ټول په خپل منځ کي سره وروڼه دي خو دعمل په ډګر کي به دمخالف لوري مسلمان ورور صرف پدې جرم چي دده پلوی اویا دګوند غړی یې ندی اویا دده اویا دګوند په تګلاره يې په ځای نېوکي لري اویادکوم بل مسلمان ګوند غړی دی تر کافر دښمن هم زیات بدګڼي، دکفر، خیانت، لاسپوڅیتوب، دین فروشي اوملت پلورني تورونه به ورباندي لګوي،  له کافر دښمن سره به هرډول مفاهمې او تنازل ته دخپل مقام ، شهرت او نورولاسته راوړنو په وجه تیاروي، خو دخپل دین دساتلو، دهېواد دخپلواکۍ،  دمسلمانو دوحدت، دولس دغوښتنو او بالاخره دالله تعالی درضا دحصول او دالهي حکم اودنبوي لارښوونو دعملي تطبیق  په خاطر به دخپل مسلمان ورور او یادخپلي ټولني دکوم بل مسلمان ګوند په وړاندي له خپل درېځ څخه دیوې لوېشتي په اندازه شاته کېدلو ته چمتو نه وي.
اتباعو او پلویانو ته به يې، درېځونه، ویناګاني او شعارونه تر الهي کلام اونبوي لارښوونو زيات سپېځلي وي، پخپل ګوند اورهبر به شرعي او اخلاقي نېوکه کفري کلمات او ترخې ښکنځاوي تلقي کوي، ډېری ځوانان چي دمسلمان امت ستره زېرمه ده پدې تنظېمي شخړو او مخالفتونو کي دپسونو غوندي قرباني کېږي چي بیا يې دګوندونو دامشران او ګوندي منسوبین له دې پرته چي په یولړ مراسمو او نشراتو کي دشهادت مېډالونه ورکړي نه خو يې دوروسته پاتو اولادونو او مېرمنو حال اخلي او نه يې دوالدینو ددربدره حال پوښتنه کوي . ددې ډول ګوندونو او دمشرانو او پلویانو يې که په دنیوي ژوند کي هرډول انجام وي خو الله تعالی به ورڅخه دقیامت په ورځ ددې سترو جرمونو چي داسلام اوملت په وړاندي يې داسلام په نوم مرتکب شوي دي هرو مرو پوښتنه کوي . 
نور زمونږ وروسته پاته او په غم لړلي ټولنه ددې ډول ګوندونو دبقاء او موجودیت دزغم توان نلري،  دا ډول ګوندونه که یووخت دبهرنیو عواملو د اغېز په نتېجه کي او دوخت په غوښتنه جوړشوي وو خودوخت اړتیا وه اوس چي کله بهرني عوامل ختم شول او دې ګوندونو دمسلمانوولسونو هیلي او دشهیدانو ارمانونه بشپړ نکړل سرچپه يې ولسونو ته ، بدمرغیوي، شخړي او لانجې راوړې ، مسلماني پرګنې او توکمونه يې یو له بل سره لاس او ګرېوان کړل، دخلګو کورونه اوناموسونه يې بّ یوه اوبله پلمه بې عفته کړل، دبېګناه انسانانو يې دوېنو ویالې وبهولې، دافغانانو په زرېن تارېخ يې توري کرښي راکش کړې، په نړۍ وال او داسلامي امت په سطحه يې دافغانانو قربانیوي او اسلامپالي ترپوښتني لاندي راوستلې، او بالاخره يې بل یرغلګر ته دیرغل لاره هواره کړه .
 اوس چي داسلام دمخلصو بچیانو او دملت دباتورو اتلانو په مټه او دالله تعالی په نصرت دوهم صلېبي یرغلګر هم دتېښتي په حال کي ده ، نور ددې ډول ګوندونو چي ولسونه نورهم په بدمرغیو اخته کوي ددوام اوبقاء لپاره يې اړتیا ځکه نشته ، چي موجودیت يې نورو بهرنیو مداخلو ته زمېنه برابروي ، ملت به په تکراري شکل دنورو لېوانو داړو ته سپاري، زمونږ دولس علمي او پوهنېزه کچه ټېټه ده، داسلام دسپېڅلي دين له معیاري پوهني څخه برخمن نه یو، زمونږ دټولني او سېمي فعلي ځانګړتیاوي ګڼ ګوندېز سېسټم نشي زغملای، دګوندونو دجوړښت او شتون لپاره زمېنه نده برابره ، اوس تر هرڅه له مخه زمونږ دېته زیاته اړتیا ده چي هرډول ګوندي ، طبقاتي ، ژبني، اوسېمه اېزمخالفتونه،  تضادونه او ټکرونه شاته کړو، هرباخبره مسلمان په فردي او اجتماعي شکل عام ولس ته دیني پوهنه ورسوي ، ولس په روا اوناروا خبر کړو، داسلام دپراخ بنسټه غیر ګوندي حکومت دجوړښت لپاره زمېنه برابره کړو چي کار پکي اهل کار ته وسپارل شي او دمجاهد پال ولس له مېنځه پوه ، په اسلام او خپلواکي مين شخصیتونه او دملت دټولو توکمونو او طبقاتو استاځي پکي شتون ولري، بیادهمدغه اسلامي حکومت په سیوري کي خپل هېواد زرغون کړو، نوی نسل په پوهنه سمبال کړو، یوبل ته دورورولي لاسونه ورکړو، دراتلونکي وخت دزعامت لپاره په اسلام مین دعلم په وسله سمبال، تقوا لرونکی نسل وروزو، خپل ولس ته غوښتوني بنیادي اسانتیاوي چمتو کړو، دکار کسب او سوکاله ژوند وسایل ورته برابر کړو او پدې تارېخ جوړوونکي مسېر کي ټول دوروڼو غوندي یودبل په څنګ کي ودرېږو .

ګوند او ګوند بازي داسلام (1)


اوسنۍ نړۍ چي پرله پسې ترږمیو ورباندي پېڅول غوړولی، واقعیتونه پکي سرچپه او مفاهیمو پکي تغیر موندلی دی، اسلامي امت ، مسلمان ولسونه ، او اسلامي هېوادونه داسلام د دښمنانو لخوا تر هراړخېز یرغل لاندي دی، ټوله اسلامي نړۍ دتپل شویو جګړو په اساس په یوه داسي اضطراري حالت کي قرار لري چي مسلمانان په یووالي او خپل مېنځي پیوستون مجبوروي یومسلمان وګړی چي دخپلي ټولني حالت ته ګوري ، دښکېلو او پخپل مېنځ کي اخته ډلو او ګوندونو په مېنځ کي وار خطاولاړ دی دخلاصون لاره لټوي، هغه ډلي او ګوندونه چي بېلابېلي تګلاري لري او هره یوه يې ځان دسمي لاري لاروی او دحق پلوی ګڼي . 
داچي څوک د حق پلویان دي او دکوم ګوند دمنسوبینو نیتونه سم اورېښتوني دي، دچا اهداف او شعارونه سپېځلي دي، دچا کړني او ویناوي په ځای دي نه څېړو خو هرهغه خواخوږی مسلمان چي اسلام او دهغه ارزښتونو ته هوډمن وي او دخپلي مسلماني ټولني او په مجموع کي د اسلامي امت پدې بوږنونکي حال يې زړه سوځي ضرور د اسلام له نظره ددې ګوندونو دموجودیت او جوړښت دمشروعیت پوښتنه له ځان سره مطرح کوي . 

پدې بحث کي داسلام دلارښوونو اودفقهي مراجعواو علماء کرامو دپرېکړو په رڼا کي داپوښتنه ځواب شوي ده هیله من يم چي دهغو وروڼو زړونه به ورباندي ډاډمن شي دچا په کوګل کي چي دا ډول پوښتني لا له پخوا خمېره دي . 

غوره به داوي چي داسلام دلارښوونو دوړاندي کولو په پیل کي ترهرڅه دمخه دهغه فتوا ژباړه وړاندي کړو کومه چي دسعودي عربستان دعلمي څېړنو او فتوا ورکولو همېشنۍ کمېټې په ۷-۱۰-۱۳۹۷ هجري په ۱۶۴۷ نمبر صادره کړي وه دعلماوو دا پرېکړه په ډاګه کوي چي په مسلمانو ټولنو کي دبېلابېلو ډلو او ګوندونو موجودیت او جوړښت ناروا عمل دی او داسلام دلوړو ګټو خلاف کار یې ګڼلی دفتوا دمتن ژباړه کټ مټ په لاندي ډول دی: 

مسلمانانو ته ندی روا چي پخپل دین کي داسي ډلي او ګوندونه جوړ کړي چي یوه يې بله ښکنځي او یو دبل غاړي غوڅوي، داهغه بېلتون او تفرقه اچول دی چي الله تعالی مسلمانان له هغه څخه په کلکه ژغورلي دي، اوهغه څوک يې غیندلي دي چي یا خو پخپله دګوند په نوم تفرقه اچوي او یا دهغه چا پلوي کوي څوک چي دا ډول کړني سرته رسوي الله تعالی خپل رېښتوني استازي محمد(صلی الله عليه وسلم) ته داسي فرمايي : 

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آَيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (103) وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (104) وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (105) ال عمران 

اوتاسي ټول دالله تعالی په رسۍ ټېنګي منګولي ولګوﺉ اوډلي ډلي مه جوړېږﺉ او په تاسي دالله تعالی هغه ښېګڼي در په زړه کړﺉ چي تاسو پخپل منځ کي یو دبل دښمنان واست بیا الله تعالی ستاسي په زړونو کي له یوبل سره مینه درواچوله بیا تاسي دهغه په ښېګڼه پخپل منځ کي وروڼه جوړ شوﺉ اوتاسي (مخکي لدې نه) داور دژوري کندي په غاړه واست بیا الله تعالی تاسوته ورڅخه نجات درکړ همداسي الله تعالی تاسو ته خپلي دقدرت نښي درښيي ددې په خاطر چي تاسي سمه لاره ونیسئ . هرو مرو تاسي یو داسي امت جوړ شئ چي نېکو کارونو ته بلنه کوي او له بدو کارونو څخه خلګ راګرزوي او همدغه کسان په حقیقت کي بری موندونکي دي . او تاسي دهغه چا غوندي مه جوړېږﺉ چي یوله بل څخه بېل شول او په مخالفتونو کي ښکېل شول سره له دې چي څرګندي لارښووني ورته راغلې او دهمدغو کسانو لپاره (په دنیا او اخرت کي) سترعذاب دی . 
او الله تعالی فرمايي :
إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا لَسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ (١٥٩)مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلا يُجْزَى إِلا مِثْلَهَا وَهُمْ لا يُظْلَمُونَ (١٦٠) الأنعام
بېشکه هغه چاچي خپل دين يې په ډلو ووېشلو او هغوی ګوندونه شول ته له هغوی څخه په هېڅ شکل نه يې دهغوی انجام الله ته سپارل شوی دی بیابه دوی هغه څخه خبر کړي چي په دنیا کي يې سرته رسول .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
عن جرير بن عبد الله أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال في حجة الوداع استنصت الناس فقال لا ترجعوا بعدي كفارا يضرب بعضكم رقاب بعض (ابن ماجة)
له جریر بن عبد الله څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په حجة الوداع کي له حاضرینو وغوښتل چي یوغوږ شي او بیا يې وفرمایل : تاسو له ما وروسته کافران مه جوړېږﺉ چي ځېني مو دځېنو مرۍ وهي .
په اسلام کي دډلو دجوړولو او ددين دوېشلو په هکله نور هم ډېر ایتونه او حدیثونه راغلي دي خو که دمسلمانانو پاچا یا واکمن د ژوندانه ددیني او دنیوي چارو درغوني او دنظم او ډیسپلین په موخه دخپل ولس وګړي او علمي کادرونه  په ډلګیو او ګروپونو ووېشي تر څو هره ډلګۍ له خپل تخصص سره سم خپلي دندي په سمه توګه سرته ورسوي نو دا روا کار څه چي په هغه لازمه ده چي دهرکار دسرته رسولو لپاره بېلي بېلي ډلي جوړي کړي دمثال په توګه داحادیثو دتدوین لپاره بېله ډله دهغو دمتنونو درايو ځای کولو اودښووني او زدکړي لپاره بېله ډله، دعربي ژبي دمفرداتو، قواعدو د چوپړ لپاره بېله ډله ، دجهاد او داسلام له خاوري څخه ددفاعي چارو دپرمخ بېولو لپاره ځانته ډله ، دصنعت ، تجارت او کرهني لپاره ځانته ډلي، او داسي نوري ځکه چي دا دژوندانه هغه اړتیاوي دي چي دهغو له بشپړولو پرته ژوندون کول ستونزمن وي او نه خو بېله دې داسلام سانته او په نړۍ کي یې خورېدل شونی وي .
خو له دې هرڅه سره سره به داټول وېشل شوي مسلکونه دالله تعالی په کتاب، نبوي لارښوونو، دخلفاء راشدینو او دسلف صالحینو په تګلاره را ټول او منګولي به يې ورباندي لګولي وي. ټول مسلمانان به له اسلام او دهغه له مورچلونو څخه په ګډه ننګه او دیوبل مرسته به کوي او دنېکمرغه ژوند وسایل به چمتو کوي . دالله تعالی په سمه لاره به داسلام په سیوري کي او داسلام تر بیرغ لاندي  ژوند تېروي دضلالت له لارو او تباهي زېږونکیو فرقو اوګوندونو څخه به ځانونه ساتي الله تعالی فرمايي :
وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (153) الأنعام
او دا ځما سمه لاره ده تاسي په هغې ځئ ، په بېلابېلو لارو مه ځئ بیا به تاسو دالله تعالی له لاري څخه بېل کړي او په ډلو به مو ووېشي الله تعالی  په همدې تاسي ته وصیت کوي  ترڅو تاسو دتقوا څښتنان جوړ شئ ,
دا وه دسعودي دعلماء کرامو د فتوا ژباړه .