١٤٣٣/٠٦/١١

یو بل ښکرور درواغ


پدې اونۍ کی دیرغلګرو صلیبی ځواکونو لخوا یوه بله تبلیغاتی لړۍ پیل شوي ده چي موخه يې دمجاهدینو په کرښو کي داختلافاتو دراپارولو او دهغوی دبدنامولو هڅه ده پدې لړ کي یې یو له حقیقت نه لري او سل په سلو کي داسي دروغ دیوې لاسپوڅي رسنۍ لخوا خپاره کړل چي ګواکي دافغانستان اسلامي امارت خپل  ۲۵ تنه قومندانان پدې پلمه وژلي چي له دښمن سره يې دامارت بې مشورې تماسونه نیولي دي  او دسولي پلویان ول چي له دې ډول پروپاګند څخه یې غوښتل دوه انګېزي خورې کړي یوه داچي اوس داسلامي امارت داتباعو په منځ کي دامیر داطاعت روحیه وجود نلري او دوهم داچي امارت چي کله هم په یوچا شکمن شي ولوکه هغه دامارت هرڅومره لوړ پوړی اومخور شخصیت هم وي بې لدې چي قضیه یې ترقضایی سیستم تېره شي له منځه وړي .
الله تعالی شاهد دی چي ددې خبر په اورېدلو او لوستلو سخت وځورېدلم خو چي کله داسلامي امارت دویاند ذبیح الله مجاهد له خوا دا خبر ردشو اوجوته شوه چي سپېره دروغ دي زیات خوشاله شوم  او ومي پتېیله چي زه هم دموضوړع په ارتباط ځېني حقایق لوستونکیوته روښانه او جوته کړم .
یرغلګر دښمن  ته او هم دافغانستان مسلمان ملت ته جوته ده چي داسلامي امارت دمشرتابه  لخوا دداسي یوه عمل ترسره کېدل له څو وجوهاتو ناشونی دی ،  لومړی داچي داسلامي امارت دجهادي پرمختګونو راز  دهغوی په ډیسپلین او دامیر په مطلق اطاعت کي پروت دی دتېرو لسو کلونو په درشل کي دتش لاسو مجاهدینو په مټه دنړۍ وال صلیبي یرغلګر  دناکامي  بنیادي لامل  دمجاهدینو ایماني ځواک او دامیر اطاعت دی چي دښمن سره له هغو ټولو مادي امکاناتو چي په واک کي يې لري پدې ندی برلاسی شوی چي دهغوی په کرښو کي درزونه واچوي اوس نو چي نور څه ورپاته نشو نو داسي ښکرورو دروغو ته يې ملا وتړله چي  نه خو دچا باور ورباندي راځي اونه به کله همداسي وشي .  
دوهم داچي الحمد لله داسلامي امارت ټولي پرېکړي داسلام دعادلانه نظام او دهغه دقضايي سیستم  په سیوري کي کېږي  ، هلته جید او پرهېزګاره دیني علماء او مذهبي شخصیتونه شتون لري چي دامارت داتباعو ټولي کړني څاري او په هرمورد کي ورته داسلام  حکمونه صادروي  چي له الف څخه تر یاء پوري  امیر او مامور ټول ورته غاړه غړۍ دي  نو پداسي یوه اداره کي چي اعلی او ادنی  يې ټول داسلام قضايي نظام ته سرټېټي وي څرنګه کېدای شي چي داسي یوه ستره پېښه الله مکړه بېله دې چي یوه عادلانه محاکمه يې وشي په یوه ورځ را منځ ته شي .
داسلامي امارت  یو ستر ښه والی داهم دی چي هغوی من حیث المجموع تل هڅه کوي چي خپله مبارزه او مسلحانه جهاد درسول الله صلی الله علیه وسلم دمبارکي اسوې په رڼا کي پرمخ بوزي، هغوی کله هم داسي کارنکوي چي هغه ددوی په کړنو عمومي ذهنیت بد ګومانه کړي او یا يې نړۍ وال شهرت ته زيان ورسوي په تېره بیا چي داسلامي شریعت لخوا یې په په کولو باندي مآمور او مکلف نه وي ګرزول شوي  ځکه خوتل سمدلاسه هغه ښکرور او له دروغو ډک تبلیغات چي دښمن يې ددوی په خلاف درسنیو له لاري وخت ناوخته خپروي په کلکه ردوي او خپل تام براءت په ډاګه کوي .
هغه څوک چي دسیرت نبوي مطالعه کوي او دهغې په رڼاکي ورځنۍ چاري پرنخ بيايي هغوی داهم لوستي دي او ایمان ورباندي لري چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دمدینې منورې له منافقینو سره چي ټولي کړني او څرګندوني يې داسلام په خلاف  او دمسلمانانو په دښمنانه چلندونو او سترو خیانتونو ډکي وې  په څرګنده کي هغوی داسلام اتباع او معتقدین ګڼل کېدل، او دهغوی دا ډول کرغېړني کړني په موجوده نظامونو کي په ستر خیانت تعبیرېدلای شي چي قانوني سزا يې له اعدام څخه پرته بل څه نه دی خو داسلام ستر پېشوا دهغوی ددې سترو خیانتونو په وړاندذي  څه ډول درېځونه خپلول ؟
دمنافقینو له ګواښونو څخه ډکو کړنو اوخیانتونو درسول الله صلی الله علیه وسلم ملګري (صحابه) ډېر ځورول چي په وار وار يې له رسول الله څخه په بېلابېلو مناسبتونو کي دمنافقینو دوژلو اجازه غوښتله خورسول الله صلی الله علیه وسلم حکیمانه درېځ خپلاوه او ددې يې زيات خيال ساتو چي عمومي ذهنیت په مسلمانانو بد ګمان نشي،  نړۍ وال شهرت يې اغېزمن نشي اودښمنان يې دشومو او مغرضانه تبلیغاتو لپاره پلمه ونه ګرزوي، منافقین څرنګه چي په ښکاره مسلمانان او درسول الله صلی الله علیه وسلم ملګري او پلویان ګڼل کېدل ولوکه دخیانتونو مرتکب شوي هم دي خو خپلو اصحابو ته يې پدې اساس دهغوی دوژلو اجازه نه ورکوله چي:
«لا يتحدث الناس أن محمدا يقتل أصحابه»، رواه البخاري ومسلم
چي خلګ داسي ونه وايي چي محمد خپل پلویان او ملګري وژني .
په بل روایت کي دي :
أكره أن يتحدث الناس أن محمداً يقتل أصحابه .
زما دانه خوښېږي چي خلګ ووايي: محمد خپل ملګري  دوژني .
هغه مبارک نه غوښتل چي مسلمانان دخپلو ملګرو په وژلو بدنام شي بيا به يې دښمنان له دې ډول کړنو ناوړه ګټه واخلي .
یوه بله پېښه چي مونږ يې په سیرت نبوي کي لولو هغه داده  چي کله رسول الله صلی الله علیه وسلم دهوازن دجګړي غنیمتونه دمسلمانانو ترمنځ وېشل دبني تمیم له قبیلې څخه یو سړی راجګ شو او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې وویل : په وېش کي انصاف کوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل :
«ويلك! ومن يعدل إذا لم أعدل؟! لقد خبت وخسرت إن لم أعدل»
ستا په حال افسوس دی چي زه انصاف ونکړم نوبل به بیا څوک وي چي تر ما زيات انصاف وکړي که مي انصاف ونکړ نو ستر زیان مي په برخه شو .
عمربن الخطاب ددې سړي خبري سخت غصه کړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې وویل چي که اجازه راکړې چي ددې منافق سر ووهم رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کي ورته داسي وويل :
«معاذ الله أن تتسامع الأمم أن محمداً يقتل أصحابه» رواه أحمد وأصله في صحيح البخاري
الله تعالی مودي لدې وساتي چي ولسونه خبرشي چي محمد خپل پلویان وژني .
فكيف إذا تحدث الناس يا عمر أن محمداً يقتل أصحابه ؟
اې عمره داخلګ به څه وايي چي محمد خپل ملګري وژني ؟
نوله هغه چاڅخه چي داسي مبارک سېرت لولي او هغه يې پخپلو ټولو کړنو او چارو کي انځور  او دلاري مشال يې وي څه ډول ددې تمه کېداشي چي داسي یو عمل پداسي یوه عصر کي سرته ورسوي چي ټول تبلیغاتي وسایل ددښمن په لاس کي دي، پخپله ګټه يې چي څه ډول وغواړي کاروي او ډېر اغېزمن هم دي،  یونه بلکه ۲۵ تنه هغه هم عادي پلویان نه بلکه درسنیو په وینا خپل لوړپوړي هغه قومندانان چي په تېره لسېزه کي يې الله تعالی ، دافغانستان مسلمان ملت، جهاد او اسلامي امارت ته په بشپړ بري سره ازمویني ورکړي دي   په یوه ورځ بېله دې چي عادلانه شرعي محاکمه يې وشي او جرم يې جوته شي  ووژني نو ایا دا ښکرور دروغ ندي نور څه دي؟

ستراتېژیک تړون که دسپی هډوکی



کرزي خو دخپل مقام دساتلو او بادار ته دوفاداري په بدل کي داسي تړون لاسلیک کړ چي نه خو قانوني حیثت لري او نه دهغه تش په نامه دولسي نمایندذه ګانو جرګې تصویب کړی دی، هغه که یوڅه عقل درلودای ددې ډول تړون ترلاسلیک  کولو مخکي به يې منطقوي او سیاسي ابعاد سنجولي او په نظر کي نیولي وای رېښتیا هم لکه چي وايي حب الشیء يعمي ويصم دیوشي مینه انسان هم ړندوي او هم يې کوڼ کوي هغه دومره پخپل مقام او بادارانو مین دي چي دې ميني دسر او زړه سترګي ور ړندې کړي دي  .
یو وخت دمصر ګوډاګي واکمن انور السادات هم هنري کسنجر ته دوفادارۍ په اثبات کي په يواځي سر دکېمپ ډېوډ تړون له اسرایلو سره لاسلیک کړ ټوله عربي او اسلامي نړۍ يې شاته وغورزوله حتی چي دخپلي کابینې لوړ پوړي وزېران هم ورنه خوابدي شول او له خپلو دندو يې استعفې ورکړې خو هغه ته دبادار خوشاله ساتل او دخپل مقام خوندي کول دومره مهم وه چي ټول ارزښتونه يې ترپښو لاندي کړل او بیت المقدس يې په صلیبیانو او یهودو وړیا وپلورلو او انجام يې مونږ ګورو چي یوه پېړۍ نژدې ده بشپړه کېږي خو دبېوسه فلسطېني مسلمان ولس ویني دهمدغو صلیبیانو په مرسته دسفاکو یهودو لخوا تویېږي او سادات همدغه سفاکي ته دهمدغه تړون په وسیله قانوني بڼه ورکړه .
دبرمودا ددرې ګوټي په هکله به مو اورېدلي وي چي هغه هرڅه ډوبوي نه خو يې په فضا کي الوتني کېږي اونه يې سواحلو ته کومه بېړي او یا نقلیه وسایل نژدې کېدلای شي، افغانستان  په سیمه کي یوڅلور ګوټي برمودا ده چي یوې خواته يې چېن، بلي خواته يې روسیه ، بلي خواته يې ایران او بل لورته پاکستان پروت دی، داټول هغه سیمه اېز سیال ځواکونه دي چي یويې هم په سیمه کي دامریکا په تلپاتي شتون نه یوازي داچي خوشاله ندي بلکه دهغه موجودیت دخپل شتون لپاره تربل هرڅه ستر ګواښ ګڼي،  کرزي دا تړون په داسي حال کي له خپل بادار سره لاسلیک کړ چي همدغه سیمه اېز انډولونه يې له پامه وغورزول .
زړه مي غواړي دښاغلي کرزي ددې کرغېړن عمل یو څوولسي مثالونه تېر کړم خو دقلم عفت مي اجازه نه راکوي خو دلوستونکیو په اجازه یو دوه متلونه تېر کړم :
پښتانه وايي : سپی هډوکی خوړ خو دېته يې پام نه وو چي له کومي لاري به يې بېرته اچوم کرزي هم دا تړون لاسلیک کړ خو دېته يې پام نه وو چي دا تړون به څه ډول پالم ، داتړون به تاسي وګورﺉ چي نه یوازي کرزي او دهغه ادارې ته بلکه ټول افغان ولس ته به یوه بله غمېزه راوړي او دا جګړه به نوره هم توده کړي. داتړون به ددې په ځای چي امریکا او دهغه متحدین مخالفین کمزوري کړي بلکه مقاومت به نور هم ځواکمن کړي دا تړون به دیو دایمي اشغال په مفهوم وپېژندل شي او داشغال په وړاندي درېدل به قانوني مشروعیت پیدا کړي چي سیمه اېز سیالان ورڅخه بې تفاوته نشي پاته کېدلای دهغوی ټولي هڅي به پدې متمرکزي شي چي افغانستان دامرېکایانو لپاره په یوې نوي څلور ګوټي برمودا واړوي او دا به راتلونک وخت وښيي .
یوبل پښتو متل بیا وايي : چي دکونډي زوی ددې لپاره چي شهرت لاسته راوړي او خلګ يې وپېژني دمسجد په محزاب کي سوټه واېستله، دکرزي دا کار چي هغه ورباندي ویاړي او خوشاله دی په حقیقت کي دکونډي دزوی دې عمل ته ورته دی چي دمسجد دبې حرمتي ګناه ته يې پام نه وو یوازي خپل شهرت يې غوښت، هغه دافغانانو ازادي،شهاومت او تاریخ له پامه وغورزاوه، هرڅه يې دخپل شهرت او مقام لپاره ترپښو لاندي کړل .
په احادیثو کي راځي چي کله الله تعالی بنده ته دبې خیرۍ اراده وکړي پداسي کار به يې اخته کوي چي پایلي به يې دهغه په تاوان وي. کرزي پدې عمل سره نه یوازي دا چي دیوه ستر تاریخي جنایت مرتکب شو بلکه پخپل لاس يې ځان ته دقبر دکینلوهڅه وکړه  او نور يې هم له ملت څخه ځان لېري او بې اسرې کړ .
داتړون که په اوسني وخت کي امریکایان خپله بریا او لاسته راوړنه ګڼي خو په حقیقت کي دا دمقاومت دپیاوړ کېدلو پیلامه ده نور زما په اند ددې تړون لویه ګټه به داشي چي مقاومت به نور هم پیاوړی کړي، ځواکمن به شي او په سیمه اېز او نړۍ واله کچه به مشروعیت پیدا کړي، خو دا مېچن چي څومره هم تېزېږي که یرغلګر امریکایان پکي کېمه کېږي نو بېوزله افغانان او دهغوی زېرمي هم ژرنده کوي .