هغوی دتغییراونوښت د بادونو، داصلاح دنسیمونو، دتوبې دوړانګو اوداستقامت دسباوون په انتظار کي د لاندې پوښتنو ځوابونه لټوي :
څه ډول کولای شو په خپلو ځانونوکې بدلون راولو؟
په څه ډول کولای شودغفلت خپسکي لېري کړو؟
څرنګه کولای شو دغفلت له خوب څخه راوېښ شو؟
دخپلو ځوروونکیوواقعیتونوڅه ډول درملنه کولای شو؟
لاندې کرښي کولای شي داپوښتني تریوه حده پوري ځواب کړي .
دا ډول اندېښنه پخپل ځان کي دنېکمرغي یوه څړېکه ده ، د اوښت او تغییر په هکله دیو چا اندېښمن کېدل پخپل ذات کې یو ډول بدلون ګڼل کېږي ځکه چې مونږ پخپل چاپېریال کې دا ډول انسانان وینو چې هغوی دغفلت له ژوند سره داسې دتل لپاره آشنا شوي دي چې دشهوتونو او شیطاني غوښتنو لاره يٍې غوره ګڼلې ده ، دکوم تغییر او اوښت تلاش نکوي او کله هم داسې تصور ته چمتووالی نه ښيې چې دیوې شېبې لپاره دغفلت له ژوند سره په مخه ښه وکړي، ځکه خو هغوی له الله تعالی څخه دلېري والي د درد احساس نکوي ، او نه دکوم وحشت شعور ورسره پیدا کېږي، داډول کسان دژوندیو په بڼه کې مړه دي څوک چې ښه او بد ورته بې توپېره وي او څه چې يې زړه غواړي هغه هم ښه ګڼي او هم يې کوي دا کیفیت د هغوی په زړونو باندې دګناهونو د پرله پسې تراکم په نتېجه کې پېښېږي کوم چې په بشپړه توګه تور شوی او بد مرغه شوی دي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
عن حُذَيْفَةُ قال سمعت رَسُولَ الله صلی الله عليه وسلم يقول تُعْرَضُ الْفِتَنُ على الْقُلُوبِ كَالْحَصِيرِ عُودًا عُودًا فَأَيُّ قَلْبٍ أُشْرِبَهَا نُكِتَ فيه نُكْتَةٌ سَوْدَاءُ وَأَيُّ قَلْبٍ أَنْكَرَهَا نُكِتَ فيه نُكْتَةٌ بَيْضَاءُ (صحيح مسلم)
له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل : فتنې داسې زړونو ته وړاندې کېږي لکه پوزی چې د اوبدلو په وخت کې لښتي لښتي رامخته کېږي نو هرزړه چې دافتنې ورپرېږدي تور ټکی پکې جوړ شي او هرزړه چې يې له منلو څخه انکار وکړي یوسپین ټکی پکې جوړ شي .
هر مسلمان ورور چې د تغییر او اوښت تلاش کوي او غواړي چې دانسانیت دارتقاء مقام تر لاسه کړي دا په دې دلالت کوي چې دهغه زړه ژوندی دی چې دا ډول فکر يې په کوګل کې څپې وهي، خو داوښت په هکله يوازې فکر وهل کفایت نکوي بلکې په ځان کې تغییر راوستل له مونږ څخه غوښتونی کار دی ، دتغییر په لاره کې يوازې په فکر وهلو اکتفاء کول او عملي ګامونه نه وچتول تشي هیلي دي چې خپل خاوند ته کومه ګټه نشي رسولای .
داوښت او تغییر په هکله عملي ګامونه په لاندي کرښو کې خلاصه کولای شو :
دګڼاه اوجُرم په لویښت کې فکرکول:
دتغییر او نوښت په هکله اندېښته هغه وخت اغېزمنه ثابتېدلای شي چې انسان دغفلت او د الله تعالی له حُکم څخه د سرغړوني په نتېجه کې د ګناه دارتکاب دلویښت احساس وکړي ، دهغه زړه ددې ډول تفکر په نتېجه کې دالله تعالی دځواک او جبروت دعظمت احساس کوي ، چې هغه دټول جهان خالق او مالک دی ، هغه دټولو کایناتو رازق دی، هغه دمرګ او ژوند واکمن دی او چې څه يې خوښه شي هغه کوي، هغه ټولواک او خپلواک دی، يوازې دهغه ذات ددې وړ دی چې بندګي او عبادت يې وکړل شي، په مقابل کې خپل ځان دهغه په وړاندې کمزوری او بېوسه احساسوي چې له دې ټولي بېوسي او ضعف سره سره بیا هم دهغه له قوانینو څخه سرغړونه او له حدودو څخه يې تېری کوي، دهغه داطاعت له لاري څخه منحرف او دقهر او غصې عوامل يې برابروي، خو بیا هم الله تعالی ورباندې پرده غوړوي، نه يې رسواکوي ، دهغه دسرغړوني تحمل کوي ، دهغه ګناوې زغمي، رزق او روزي نه ورڅخه بندوي، په دې هرڅه سربېره دخیر او نېکې لاره ورته ښيې ترڅو ورباندې روان شي او دبدمرغي او شقاوت لاري ورته جوته کوي ترڅو ځان ورڅخه وژغوري . له دې ډول احساس څخه دمؤمن زړه ستره ګټه پورته کوي هغه له الله تعالی څخه دلېري والي او دانحراف له واقعیت څخه خواتوری کېږي، دا ډول احساس خپل خاوند بدلون ته اړباسي او دهدایت او استقامت دلاري په خپلولو کې ورسره مرسته کوي .
کله چې دانسان زړه دبدلون او تغییر تکل وکړي باید رېښتونی عزم ورسره مل وي که یوڅوک دبدلون ټېنګه اراده په زړه کې ونلري زړه يې سُستي غوره کوي او دبدلون داحساس کچه يې مخ په ځوړ کېږي . دعزم معنا داده چې انسان ددې ټېنګه پرېکړه وکړي چې داستقامت تګلاره به نیسي او هرهغه څه ته به شاکوي کوم چې داستقامت په لاره کې ورته خنډونه را ولاړوي، ټول هغه څه به خپلوي کوم چې له هغه سره په دې لړ کې مرسته کولای شي . دا ډول ټېنګه پریکړه او رېښتونی عزم کولای شي دهغه زړه د تل لپاره وېښ او پکې دبدلون مینه ژوندۍ وساتي .
عزم په دوو ډولونو وېشلای شو:
لومړی : په روغه لاره دتګ کولو ټېنګه پرېکړه کوم چې درېښتوني عزم پیل ګڼل کېږي .
دوهم : داستقامت دلاري له انتخاب څخه وروسته دشرعي حکمونو په منلو همېشه توب غوره کول يې نهايې منزل دی او الله تعالی له بنده سره دهغه دارادې دکمزورتیا او ټېنګښت په بنیاد مرسته کوي ځکه یوڅوک چې دکوم نېک کار دسرته رسولو تصمیم ونیسي الله تعالی يې مرسته کوي او ثُبات وربښي .او څومره چې یوڅوک دنېکې دلاري دخپلولو په عزم او په هغې باندې دپایښت په ټېنګار کې رېښتونی وي الله تعالی يې په بصیرت ورکولو سره مرسته کوي ، خدای ورکړى بصیرت یوداسې نور دی چې الله تعالی يې دمسلمان په زړه کې اچوي چې بیا دهغه په وسېله د کارونو حقایق ورته جوته کېږي او دنبوي ارشاداتو مثبت اړخونه او دشرعي مخالفتونو منفي اړخونه ورته جوته کېږي . همدا راز مؤمن ددې الهي نور په وسیله دشک او تردد له خنډونو څخه خلاصون مومي کوم چې هغه دهدایت او استقامت له لاري څخه راګرځوي .
توبه کاږل:
توبه اېستل دېته وايي چې انسان په ښکاره اوپټه کې له هرهغه کاراووینا څخه لاس واخلي کوم چې الله تعالی يې نه خوښوي اودقرآنکرېم اونبوي ارشاداتو په وسیله يې مونږ له هغه څخه ژغورلي یواوداپه مسلمان باندې دتل لپاره یو سمدلاسه واجب دی.الله تعالی فرمايي :
وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعاً أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (31) النور
او تاسي ټول دالله تعالی لورته وګرزﺉ اې مؤمنانو ښايې چې تاسي بری ومومئ .
لاندي شیان دتوبې په ضمن کې راځي :
سمدلاسه له ټولوګناوواوشرعي مخالفتونو څخه لاس اخېستل .
په تېر وخت کې دهغو په ارتکاب پښېمانه کېدل .
له ځان سره ددې کلکه پرېکړه کول چې بېرته به دکړیوګناوو اوشرعي مخالفتون لورته نه ګرځي.
اوس اوپه راتلونکي کې دنېکوکارونو دکولواوشرعي حکمونودمنلواوعملي کولوپرېکړه کول .
په ذکر شوي مفهوم سره توبه دتغییراوبدلون عملي پیل ګڼل کېږي اودتغییرهېڅ ډول عملیه بې له توبې نشي بشپړېدلای، همدارازتوبه له انسان سره دژوندانه په ټولو پړاوونوکې ملګري وی اوتوبه نه يوازې دګناهکارانولپاره ده لکه چې ځیني خلک يې اټکل کوي بلکې رسول الله صلی الله عليه وسلم چې دټول بشریت رهنمادی فرمايي :
يا أيها الناس توبوا إلى ربكم فوالله إني لأتوب إلى الله عزَّ وجلَّ في اليوم مائة مرة (رواه مسلم)
اې خلکوتاسي خپل پروردګارته توبې وباسئ په الله تعالی قسم! زه په یوه ورځ کې سل ځله الله تعالی ته توبه باسم .
په نېکي کې تلوار:
دتغییرعملیه باید دګړندیو ګامونو په اخېستلو سره سرته ورسېږي ځکه چې دتغییرراوستلو په ډګرکې وړوکی ځنډ انسان دتګلاري له بشپړولو څخه سُستي ته اړباسي چې په نتېجه کې دبري له لاسته راوړلوڅخه پرته انسان دجګړې له ډګرڅخه شاته کوي الله تعالی د ګړندي توب په هکله مؤمنانو ته خطاب کوي فرمايي :
وَسَارِعُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ (133) آل عمران
اوتاسي ګړندي شئ هغه بښني ته چې ستاسودپروردګار له لوري څخه پېرزو شوي ده اوهغه جنت ته چې پراخوالی يي دزمکې اوآسمانونو په شان دی چې يوازې دپرهېزګارانو لپاره چمتو شوی دی .
سَابِقُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ.....(21) الحديد
اوتاسي یوله بل سره سیالي وکړﺉ ستاسو دپروردګار له لوري څخه بښني ته .
فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ .... (148) البقرة
اوتاسي نېکوکارونو ته یوله بل څخه وړاندې شئ .
الله تعالي جل شأنه د زکریاعلیه السلام په ستاینه کې فرمايي :
انَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَباً وَرَهَباً وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ (90) الأنبياء
بېشکه چې هغوی نېکوکارونوته ګړندي توب کولواومونږ به يي دشوق اووېري په حالت کې ورغوښتلواوهغوی زمونږ په وړاندې عاجزي کوونکې وو .
همدا راز الله تعالی داهل ایمان ستاینه په دې ډول کوي .
اولَئِكَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَهُمْ لَهَا سَابِقُونَ (61) المؤمنون
هغوى دایمان خاوندان نېکوکارونوته ګړندي توب کوي اوهغوی دنېکوکارونوخواته ته یوله بل سره سیالي کوي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
التؤدة في كل شيء إلا في عمل الآخرة (رواه أبو داود)
له أخروي کارونوڅخه پرته په هرڅه کې بېړه نه کول غوښتونی دی .
په هغه حدیث کې چې مسلم نقل کړی دی دعمیر بن الحمام له شهادت سره دمیني کیسه وګورﺉ کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اعلان وکړ:
قوموا إلى جنة عرضها السموات والأرض .
پاڅئ دهغه جنت لورته چې بر يي دآسمانونو اوځمکې غوندي دی.
هغه له ډېري خوشالي څخه وویل : بخ بخ (لکه مونږ چې په پشتو کې وایو واه واه)
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: په کومه خوشالي کې بخ بخ وايې؟ عمیر ورته وویل یوازیني هېله مې داده چې زه دهمدې جنت اوسېدونکی شم. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل چې ته دهمدې جنت اوسېدونکی يې بیايي یوڅوکجوري په لاس وې څه يې خوړلي وې اونوري وغورځولې اوتر هغه وخته پوري له کفاروسره په جګړه بوخت ووترڅو چې په شهادت ورسېد.
همدارازکله چې دشرابو(خمر)دحرمت آیتونه نازل شول دصحابه کراموالهي حکم ته دامتثال سیالي وګورﺉ چې په کورونوکې چې چا شراب درلودل ټول يې باهر ته راواېستل او تويي کړل او دمدینې په کوڅو کې بهېدل په نېکوکارونو اودالهي حکمونوپه منلوکې دمؤمنانو سیالۍ همداسې وي .
له الله تعالی څخه مرسته غوښتل :
دتغیر اواصلاح په لړکې مونږ دالله تعالی مرستي غوښتني ته اړتیالرو ځکه که دهغه توفیق راسره نوي مونږ روغه لاره نشو نېولای دهمدې مقصد لپاره مونږ په هرلمانځه کې د «ایاک نعبد وایاک نستعين» په ویلو مکلف ګرځول شوي یو .
په قرانکریم کي الله تعالی خپلو مؤمنانو بندګانو ته داسي لارښوونه کوي فرمايي :
واستعینوا بالصبر والصلوة .
تو تاسي دلمانځه او زغم په خپلولو سره مرسته وغواړﺉ .
صبر او ثبات :
تغییر اواصلاح راوستل آسانه کارنه دی بلکې ریاضت اوزيار ته اړتیا لري، تغییر او اصلاح له نوي سره ژوند او بياتولد ته ورته دی ځکه خو اصلاح غوښتونکی نه ستومانه کېدونکې زیار اوپرله پسې هڅوته اړتیالري اوپه همدغه زیار کې درېښتونی اودروغجن مخلص اونامخلص توپېر کېږي، رېښتوني اصلاح غوښتونکی دځان داصلاح په لړکې دصبرترخې ګالي اوترهغه وخته پوري دنفس وشیطان له کشمکش سره لاس اوګرېوان وي ترڅودنېکوخویونوپه خپلولوباندې عادت شي اوله بدوخویونوسره کرکه او نفرت يي په زړه کې ځای ونیسي .
سمدستي توب:
له معصیت څخه اطاعت ته اوله انحراف څخه استقامت ته سمدلاسه اوښتل یوفوري واجب دی چې هېڅ ډول سستي اوځنډ کول پکې نه دی روا. مسلمان چې کله هم له غفلت څخه راوېښ شي او خپل شرعي مخالفت اودځان اووخت ضیاع وویني باید سمدلاسه توبه ګارشي اونېکې لاري ته واوړي .
دفرعون دډلي ساحران نه ګورﺉ کله چې موسی علیه السلام خپله لکړه وغورځوله اوهغوی ته داحقیقت جوته شو چې موسی علیه السلام ساحرنه بلکې دالله تعالی رېښتونی پیغمبر دی سمدلاسه په سجده پرېوتل او په الله تعالی يې ایمان راووړ، اوخپل دنیوي مقام اودفرعون په وړاندې اعتبار اودنیوي ژوند يې شاته کړ اودهغه تهدید اوترټني اوشکنجې خیال يې هم هېڅ ونه ساته کوم چې فرعون يې ورته ګواښ وکړ.
دديني پوهي لاسته راوړل:
پخپل ځان کې تغییر راوستل یو عملي اړخ دی اوددې لپاره دعلم اوپوهني اړتیا ده، دپوهي او علم په رڼاکې عملي تغییر کنترول کېږي اوتغییردافراط اوتفریط له کږلېچوڅخه ژغوري او د اعتدال په هغه تګلاره يې ټېنګ ساتي کوم چې الله تعالی دخپلوبندګانولپاره غوره ګرځولې ده
څوک چې دعملي تغییر تکل کوي هغه ته په کار ده چې په شرعي توګه پوهنه لاس ته راوړي له علماوو اوپوهانوسره کېني، له هغوی څخه پوښتني وکړي، دهغوی مشورې ترلاسه کړي، دتغییر اواصلاح په لړکې علمي بحثونه اوکتابونه مطالعه کړي، هغه کولای شي له عصري وسایلوڅخه لکه علمي کېسټي، په انټرنټ خپاره شوي دعلماوولیکني او ويناوي، بحثونه اوڅېړني مطالعه کړي اودعلماوو تقریرونه واوري .
دکتاب الله او سنت نبوي اتباع :
کوم مسلمان ورورچې دتغیراوبدلون تلاش کوي دهغه لپاره غوره مشال کتاب الله اونبوي سنت او دهمدغودوومشالونو په رڼاکې بدلون دی چې باید ورباندې ټېنګ واوسي، اودبدعاتوله خپروونکیو ناپوهوانسانانو څخه که څه هم اهل علم ته منسوب وي لېري واوسي اوداهل السنت والجماعت عقیده چې دنجات لاره ده خپله کړي، اوله هغه چا څخه دعقیدې اوعملي تغییر په لړکې پوهه لاس ته راوړي څوک چې په شرعي پوهه او تقواسره پېژندل شوي وي .