١٤٣٣/٠٢/٢٥

په نومونو بدلون نه راځي




په يوه فورم کي یوچا د (پښتون مسلمان په نوم) پوښتنه کړي وه چي ایا په شریعت کي دا داسلامي امارت نوم شته او ددې نامه شرعي حیثیت څه ډول دی ؟

مايې په ځواب کي لاندي لیکنه کړي وه چي دلته يې ستاسو مخي ته ږدم :

په نومونو هېڅ ډول بدلون نه راځي پنځوس کاله نېشنليانو نارې وهلي چي سرحد دي پښتونخواه شي چي پښتونخواه شوه يوازي په هغه شپه ځېنو غريبانوته مټاياني ورسېدلې نور يې ترپخوا ددې ايالت حال بدترشو داځکه چي ديوې ټولني وضعه له نظام سره بدلېږي نه له نامه سره، داسلام واکمن سياسي نظام يومفهوم دی چي که تر هر نامه لاندي تطبيق کړل شي شريعت ورباندي نېوکه نلري، دا که اسلامي جمهوريت ونومول شې، که خلافت ورته ووايې، که امارت ورته ووايې، که دطالبانو واکمني ورته ووايې که د ملي وحدت حکومت ورته ووايې . 

پوره پنځوس کاله کېږي پاکستان اسلامي جمهوريه پاکستان ليکي او دا يې نوم دی خو د لارډ ميکالي هغه پخوانی فرسوده نظام پکي لا تر اوسه پوري نافذ العمل دی. . 

کرزی هم وايي دافغانستان اسلامي جمهوريت خو نظام يې امرېکايانو جوړ کړی جمهوريت او دیموکراسي خو ټول ويني چي څه ډول دولسونو دټکولو، دشتمنیو دلوټولو او دجېبونو د شوکولو یوه فعاله وسېله ګرزېدلي ده . 

ډېموکراسي په غربي نړۍ کي دخپلواکي او ازادي مفهوم لري خو دلته هم دوی دعوا کوي چي مونږ ډېموکراسي واکمنه کړي خو مفهوم يې دبې ګناه خلګو وژل ، خپله خوښه دټوپک په خوله په ولسونو تپل او منل . 

مقصد داچي داسلام له نوم اوادعاء سره څه کار نشته هلته اصلاً نظام او عمل مطرح دی . 

اوس دمثال په توګه تا دخپل ځان لپاره پدې فورم کي نوم پښتون مسلمان ټاکلی اوس که يو څوک ووايي چي داپه کوم حديث او يا ايت کي راغلی چي مسلمان به ځان ته دانوم ټاکي؟ 

خوزه اوته ورته وايو چي اسلام يوه عقيده ده چي هغه دمسلمان په سېنه کي پرته وي په ژبه يې اقرار کوي په زړه کي پالي اوپه عمل کي يې ژباړي، اوس که ته عبد الرحمن شې او ياپښتون مسلمان، يا اړم خو شريعت ورباندي نېوکه نکوي . 

البته شريعت هغه نومونه ديوه مسلمان لپاره نه خوښوي چي دهغه معنا شيطاني او يا کفري وي . 

مسلمانان پخپل هېواد کي په تمامه معنا هراړخېزخپلواک واکمن اسلامي نظام غواړي که تر هرنامه لاندي او دهرچا په مشرتابه کي راشي مونږ به يې هرکلی کوو او اطاعت يې راباندي دشريعت له مخي واجب دی. 

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : 

إن أمر عليكم عبد مجدع - حسبتها قالت - أسود ، يقودكم بكتاب الله تعالى فاسمعوا له وأطيعوا(رواه مسلم) 

که په تاسو باندي يو پېت پزی تور حبشی غلام واکمن جوړ کړل شي خو دالله تعالی په کتاب مو لارښوونه کوي نوتاسو غوږ ورته نيسئ او اطاعت يې کوﺉ . 

همدا راز دمسلمانانو واکمن ته که ولس مشر ووايې يا مسلمان مشر او يا أمير المؤمنين چي عربي ژباړه يې ده او که پاچا ورته ووايې خو چي شرعي قوانين پلي کړي ، دالله تعالی حکمونه په تمامه معنا نافذ کړي، په قضايي، اقتصادی، تعليمي، په کورنيو او بهرنيو چارو کي داسلام لارښووني عملي کړي هماغه عادل مسلمان واکمن دی او واکمني يې اسلامي نظام دی . 

دا هم ضروري نه ده چي يواځي هغه څوک به امير المؤمنين وي چي دټولي نړۍ مسلمانانو به ټاکلی وي او داسلامي تاريخ په اوږدو کي تر ډېره وخته پوري دمسلمانانو واکمن أمير المؤمنين نومېدو حتی تر خلافت عثماني پوري او دا تر وخت او زمان پوري انحصار نلري .

داچي تاسو ويلي چي خليفه به قريش وي دا پرېکړه پخپل وخت کي يوازي ددې په خاطر وه چي دانصارو او مهاجرينو تر مېنځ په مدينه منوره کي شخړه راولاړه نشي اوکه دي (الأئمة من قريش) حديث صحيح وګڼل شي نو دا دهغوی لپاره دا پرېکړه شوی وه هو! داغوره کار دی چي قريش واکمن وټاکل شي خو له کومه به يې پيدا کوې او بيا به يې په چامنې؟ .

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق