١٤٣٣/٠٢/٢٥

دلېونیانو روغتون


وايي چي په غرنۍ سېمه کي د لېونیانو د یوه روغتون مخي ته ديوه سړي موټر پنچر شو، هغه ټایر خلاص کړ اوغوښتل یې چي بل ټایر لګوي خو پدې وخت کي يو بل موټر په ډېر سرعت سره تېرشو ، دې سره د ټایر نټونه چي د ټایر په پوښ کي دې سړي خپلي خوا ته اېښي وو د هغه بل موټر دسرعت له هواسره داپوښ چپه شو ...او ټول نټونه ښکته په شېوه لاړل، دا دغره ډډه ډېره ژوره سېمه وه چي دنټونو موندل او راوړل ډېر ستونزمن وو، دا سړی ډېر خپه شو او نه پوهېدو چي اوس څه وکړي، يو بل سړی چي يې خواته تېرېدو ځېني ويې پوښتل چي لالا پرېشانه مالومېږې خیر خو به يې ؟

هغه ورته د نټونو کیسه وکړه، بيا هغه ورته وويل: دې کي دوارخطايي او پرېشاني څه خبره ده له دې نورو ټایرونو څخه يو يو نټ راخلاص کړه او دا ټایر ورباندي ټېنګ کړه چي کله ښار ته ورسېدې بيا به هلته نور نټونه واخلې او ورته به یې ولګوه، دې سړي ورته وویل چي څومره ښه خبره دراته وکړه ته دلته څه کوې چي ګرزې ؟

هغه په ځواب کي ورته وويل چي زه لېونی يم او په دې روغتون کي بستر يم، هغه سړي ورته وویل چي لېونی او دومره هوښیار؟ هغه ورته وویل چي لېونی يم خو خر نه يم .

هناك تعليق واحد: