١٤٣٣/٠٢/٢٨

دقرباني څاروی


ته به خبرونه ګورې خبربه یې چې دنومبرشپږمه دټولې نړۍ په ځانګړي ډول داسلامي هیوادوپه کچه ترټولوخونړۍ ورځ اعلان شوي په دې ورځ به دوینو جویبارونه وبهیږې ډیرې تنکۍ ځوانیوي به دمرګ په خوب ویدې شي او دابد لپاره به یې څوک غږ وانه وري ، له تانه یوه وړه ارزو لرم چې ستا هم دنورو په څېر ددیانت دعمر اولني پسرلي دي ددې ځوانی جذبو اوشور به دې دابدي بختور ژوند شعور رابیدارکړی وي نو ولې یوه دلوړ قامت څښتنه په توروزلفانو کې پټه دترکو په شان نرۍ ملا جګه نرۍ غاړه دقزاقي هوسیو په شان غټې بادامي تورې سترګې هغه چې دژوند دوهم پسرلی یې اوس رارسیږي دځوانی شور او جذبې په سر اخیستی وي او دسینې انارونه یې له ګل نه وتلې وي خو دماشوم معصومو شونډو نه وي تخولي مدراسي پایزیب ېې په پښو کې ګل ګل اوړې او شرنګاه کوي چې دا اوس اوس ستا دکور په جنوبي میدانو کې دپسرلي دموسم دزاڼو په څیر په سیلونه ګرزي راګرزې په دې صفاتو ښایسته سندۍ وزه ددې ورځې په سپیڅلتوب کې نه قرباني کوي ؟ 

والسلام .ستاورور بختیار .

هناك تعليق واحد:

  1. ×څومره خوندور تشبیهات او استعارې دي قلم دي تل تاند اوسه بختیار صاحب

    ردحذف