١٤٣٣/٠٢/٢٥

اصلي شات څرنګه پېژندلای شو ؟




زه له ۱۹۹۴ مېلادي کال څخه نېولي بیا تر دم ګړۍ ۲۰۱۲ مېلادي پوري په اماراتو کي شات خرڅوم کله ناکله ځېني عرب اخېستونکي رانه پوښتنه وکړي : 

کیف یعرف العسل الأصلي ؟ 

اصلي عسل څرنګه پېژندل کېږي ؟ 

نو زه ددې په ځای چي خپل سر وخوږوم په لنډو ټکو کي هغه ته غالباً همداسي وايم : 

إذا اشتريت العسل مني فاعلم أنه الأصلي وإذا اشتريته من غيري فيحتمل أن يكون رديئاٌ) 

که يې له مانه واخلې نو پوه شه چي اصلي شات دي اخېستي دي او که يې له بل چانه واخلې نو ددې امکان شته چي کم اصل وي . 

هغه هم قانع شي او هم وخاندي او بیا غالبا وايي :

والله أنت العسل . 

والله چي ته پخپله عسل يې بس بيا جېب په ډېر ښه زړه او پخپله خوښه را تش کړي

زما یوه تجربه ده چي اصلي شات که دوه یا درې چمچې په يوه سپین هوار غاب کي واچوې او بیا نارمل اوبه نه ګرمي نه یخي دومره پکی واچوې چي شات پټ کړي او دا غاب په افقي شکل ترهغه وخته وښوروې ترڅو شات پکي ویلي شي . 

که دبورې یا کم اصل شات وي نو هغه به په اوبو کي حل شي خو کومه نښه به يې پاته نشي او اصلي شات وي داوبو په دننه کي دغاب په مخ دمچيو مسدسات یا هماغه ځاله جوړوي کوم چي دا شات ورنه اخېستل شوي وي او دا تر یوې دقیقي پوري ښه واضح ښکاري . 

ووایاست سبحان الله

هناك تعليق واحد:

  1. رشتيا چې شات يې
    الله دې وکړي چې تجربه دې دلته په پاکستان کې هم کاميابه شي.

    ردحذف