١٤٣٣/١٢/٢٢

دیوه بریالي مشر ځانګړتیاوي



ددې لپاره چي بحث مو ګټور وي او ديوه مشر او يا رهبر ځانګړتیاوي مو ښه جوته کړي وي په کار دی چي هغه نوښتګر او لوړ اخلاقي نورمونه تر بحث لاندي ونیسو کوم چي بریالي مشران او ستر قیادي شخصیتونه يې دبري تر ساحله رسولي دي .
دیوه مسلمان لپاره ترهرچا دغوره لارښود بېلګه زمونږ دګران لارښود محمد (ص) شخصیت دی،
د الله تعالی هغه رښتونی او امین استازی چي تر بعثت مخکي په رښتونولی او امانتداري پېژندل شوی وو، هغه زمونږ لپاره یوه غوره بېلګه دی چاچي داسي ستري موخي درلودې چي لوړ ارزښتونه پکي نغښتي ول، چي هغه دهدایت لوري ته دبشریت لارښوونه او دنړۍ هرګوټ ته دحقي وینا رسول وو.
يو بریالی لارښود تل دځان او خپلو اتباعو لپاره رغنده او ارزښتمن اهداف ټاکي او دهغو دلاسته راوړلو لپاره سنجېده ستراتېژی جوړوي او بیا خپلي هر اړ خېزي هڅي په کار اچوي که داسي ونکړي نو ځان او خپل ملاتړ کونکي ټول له تباهۍ سره مخامخ کوي کله چي يوه سمه تګلاره په مخکي ونلري او یا لاره ورکه کړي .
بریالی لارښود ټاکلي موخي لري او دراتلونکي وخت په هکله ژور خوبونه ويني چي دلاسته راوړلو لپاره يې پرله پسې زیار باسي .
هغه تل پخپله تګلاره کي نوښتونه مني او راولي، جمود,  پرښه والی اواستبداد يې په فکر او سوچ واکمن نه وي، هغه پوهېږي چي کاینات په نه ستومانه کېدونکي ډول په ډېره چټکتیا سره هر وخت دنوښت په لوري درومي، نړۍ او دهغې حالات تل دبدلون په حال کي وي، کوم امکانات چي هغه مخکي په کار اچول هغو خپله دنده سمه سرته رسولي ده، خو ددې لپاره چي خپلي موخي ژر تر ژره لاسته راوړي نن په کار ده په وسایلو کي نوښت راولي ځکه چي که هغه داسي ونکړي نو سیال لوری ورڅخه مخکي کېږي .
په تا را تاو هرڅه دخوځښت په حال کي دي، بدلېږي، پرمختګ کوي، نوی کېږي، تاته هم په کارده چي په هغه وړه دایره کي ځان اېسار نکړې کوم چي په زاړه قلم دي ډېره مخکي رسم کړي وه، او وېنې چي سيال لوری دي نوي وسایل په کار اچوي . بریالی لارښود تل پخپلو وسایلو کي دنوښت تلاش کوي، پخپله رایه نه ټېنګېږي، تل له خپلو لارویو سره مشورې کوي، زمونږ ګران لارښود دخپلو اصحابو له مشورې مخ ندی اړولی زمونږ لپاره په کار ده چي دهغه تګلاره ونیسو. فرعون خپل قوم او پلويان ټول دنېل په سمندرګي کي ډوب کړل کله چي پخپله رايه ټېنګ شو او دخپل پلوي خو په پټه کي مسلمان قبطي مشوره يې غوږونو ته نه یووړه الله تعالی يې په قرانکریم کي قصه داسي بیانوي.
وَقَالَ رَجُلٌ مُّؤْمِنٌ مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلاً أَن يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ وَقَدْ جَاءكُم بِالْبَيِّنَاتِ مِن رَّبِّكُمْ وَإِن يَكُ كَاذِبًا فَعَلَيْهِ كَذِبُهُ وَإِن يَكُ صَادِقًا يُصِبْكُم بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ إِنَّ اللَّهَ لاَ يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ 28 يَا قَوْمِ لَكُمُ الْمُلْكُ الْيَوْمَ ظَاهِرِينَ فِي الأَرْضِ فَمَن يَنصُرُنَا مِن بَأْسِ اللَّهِ إِنْ جَاءنَا قَالَ فِرْعَوْنُ مَا أُرِيكُمْ إِلاَّ مَا أَرَى وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلاَّ سَبِيلَ الرَّشَادِ 29 (سورة غافر)
او د فرعون د كورنۍ يو مؤمن چې خپل ايمان يې پټولو، وويل: اّيا تاسو يو داسې سړى وژنئ چې وايي زما رب الله دى، حال دا چې ستاسې د رب له خوا يې څرګند دليلو نه هم درته راوړي، كه دروغجن وي نو دروغ يې پرده دي او كه رښتينى وي څه نا څه هغه (عذاب) به درورسيږي چې درسره وعده كوي، بې شكه الله تعالي هغه چاته سمه لار نه ښيي چې زياتى كونكى دروغجن وي (28) اې زما قومه! نن خو باچايي ستاسو ده په ځمكه كې برلاسي ياست خو كه د الله عذاب راغلو نو بيا به مو څوك بچ كړي؟ فرعون وويل: زه يوازې هغه (مصلحت) درښيم چې زه يي وينم او دښېګڼې له لارې پرته بله نه درښيم (29)
بریالی لارښود خپل پلویان پخپلو موخو خبروي ترڅو هغوی ورسره مرسته وکړي مونږ انسانان نېمګړتیاوي لرو کله ځېني شیان راڅخه پټ او یاتري تم شي کله چي ګڼ شمېر فکرونه لاسونه سره ورکړي په کارونو کي برکت لوېږي او پایلي يې بریالۍ لاسته راوړني لري . دبدر په جګړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ترهغه وخته لاس نه پوري کاوه ترڅو چي له ټولو ملګرو سره یې مشورې نه وې کړي په ټولو کي ستره او ګټوره رایه دمقداد بن عمرو رضی الله تعالی عنه وه چي په ازموینه کي یې څرګند بریالیتوب وموند، هغه هغسي وینا واوروله چي درسول الله صلی الله علیه وسلم مخ له خوشالي څخه وځلېدو مقداد داسي ورته وفرمایل :
لن نقول لك كما قالت بنو أسرائيل لنبيهم إذهب أنت وربك فقاتلا إنا هاهنا قاعدون ، بل سنقول : إذهب أنت وربكا فقاتلا إنا معكما مقاتلون وأردف بكلمات حماسية : فلو خضت بنا البحر لخاضناه معه ولما تخلفنا عنك .
مونږ به تاته کله هم هماغسي ونه وایو لکه بنی اسرایلو چي خپل پیغمبر ته وویل: ته اوستا رب لاړ شئ او وجنګېږﺉ او مونږ به مو دلته په انتظار کي کېنو  بلکه مونږ به داسي درته ووايو چي ته او رب موځئ او مونږ له تاسو سره یوځای جنګېږو او دا حماسه زېږونکي خبري يې هم وکړې چي که مو ته په سمندر ورګډ‌ کړې نو له تاسره به یوځای پرې ورګډېږو او لږ به هم شاته نشو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو سره نظر شریکولواو دهغوی یو خواخوږی ملګری او مرستندوی وو. یو مسلمان لارښود تل دالله تعالی په نصرت پوخ باور لري او دایمان په رڼا کي دبري په لور ګامونه وچتوي، هغه تل خپلو ملګرو ته دشواهدو له مخي په خوږه ژبه او منطقي استدلال قناعت ورکوي ، کله هم بې منطقه درېځ نه خپلوي ترڅو پخپله رایه ټېنګ شي .
بریالی لارښود له نوښت سره مینه ساتي او هروخت دنوښت په تکل کي وي ځکه چي هغه پدې باور وي چي که له نوښت او بدلون څخه کار  وانخلي دملګرو په ارادو کي سستي او خلل رامنځته کېږي چي دپرمختګ په ځای دي په شاتګ لامل جوړېږي .
بریالی لارښود دخپلو پلویانو حوصلې لوړي او هغوی ته دچارو دسمبالولو او د سترو دندو دسرته رسولو عملي روزنه ورکوي ترڅو دهغه په غیاب کي کومه خلاء یا تشه رامنځته نشي . هغه دخپلو ملګرو  حوصلې نه ماتوي، خولې يې نه ورتړي، ځکه چي پوهېږي چي دده په غیاب کي ټول هغه هیکل له منځه ځي کوم چي يې په ډېر وخت کي په سترو قربانیو جوړ کړی .
رسول الله صلی الله علیه وسلم دغوره اخلاقو او حکیمانه قیادت یوه بېلګه وه، هغه خپل ملګري داسي روزل چي له هغه سره يوځای يې ستري دندي په غاړه اخیستلې اود هغه له وفات نه وروسته هغه مخکښان جوړ شول چي سترو ګواښونو ته يې غېږي ورکولې او دخپل لارښود تګلاره يې په ډېر ه امانتداري او په بری سره تعقیبوله .
هغوی بیا داسي مشران جوړ شول چي دحق غږ يې دنړۍ تر ګوټ ګوټ پوري ورساوه او داسلام عادلانه نظام يې په ځانونو او ټولنو کي په ویاړلي توګه او په بشپړ بري سره واکمن کړ.
غوره لارښود دبریالۍ ټوړلني زېږنده وي، داکومه معقوله تګلاره نده چي زمری په سویانو واکمني وکړي !!! که داسي وشي ژر دی چي د پرېکنده درېځونو دنیولو په وخت کي خپل لارښود وشرموي، هغوی باید زمریان وروزل شي ترڅو د ازمېيښتونو  په وخت کي دخپل مشر ترڅنګ ودرېږي او دکړاوونو پر مهال دهغه ننګیالي مرستیالان جوړ شي .
هوښیار مشر ډېر واړه واړه جزیات هم له پامه نه غورزوي ځکه چي کېدای شي په راتلونکي وخت کي ډېر خطر ناک پرېوزي، هغه دګواښونو په وړاندي سرنه ټېټوي دسترو پېښو دمخنیوي او له هغو څخه دروغ رمټ وتلو دوتنځایونو تلاش کوي، او بریالۍ حل لاري لټوي، ثبات او ټېنګښت دهغه په درېځونو حاکم وي .
بریالی مشر تل دخپلو ملګرو اوپلویانو دپټو استعدادونو تلاش کوي، وده ورکوي او دخپلو موخو دلاسته راوړلو لپاره يې په کار اچوي، هغه کله هم پخپل سر پرېکړي نکوي چي په لانجو اوشخړو کي ځان اوملګري را اېسار کړي، هغه هېڅکله خپل ملګري پداسي شخړو کي نه ښکېل کوي چي واکمني او ځواک ته يې ګواښونه جوړ کړي .
هغه دخپلو ملګرو استعدادونه په ستایلو، دجوایزو په ورکولو او دهغوی له استعداد سره سم دمقامونو په لوړولو چارج کوي، که کله هغوی ترټي داسي بڼه نه خپلوي چي دهغوی احساسات وځپي، دیوه مشفق او مهربان مشر چلند يې وي، همدا ډول درسول الله صلی الله علیه وسلم تګلاره وه ترڅو نصیحت مثبتي اوګټوري پایلي ولري، هغه چي به کله دخپلو ملګرو له کارونو، خبرو اویا چلند څخه ناخوښه شو نو منبر ته به پورته شو او بېله دې چي څوک په نامه واخلي وبه يې فرمایل :
مابال أقوام يفعلون كذا وكذا .
ولي ځېني کسان داسي یا داسي کارونه کوي .
ځکه چي هغه پوهېدو چي که يې نومونه واخلي کېدای شي خپه شي اویا يې زړونه مات شي او هغه کله هم خپل ملګري نه خپه کول . دهغه موخه دهغوی غوږونو ته دنصیحت رسول وو   نه داچي هغوی زهېر کړي .
مسلمان لارښود په خپل چلند کي جدي وي خو زړه يې دخپلو ملګرو په وړاندي پاک وي او دهغوی په وړو تېروتنو سترګي پټوي ځکه خو دهغه په مېنه کي دټولو ملګرو زړونه یوه خوله وو، اوهر یوه يې دنژدېکت تمنا کوله اوچي کله به يې هغه نه لېد نو ناویسا او لالهانده به ول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم رېښتیا هم چي په سترو اخلاقو سمبال ډېر خواخوږی او مشفق لارښود وو .
 ایا زمونږ مشران چي دهغه د اتباع دعوېچیان دي همدغه معیارونه يې په پام کي نیولي دي؟
زمونږ مشران ولي په ذکرشویو معیارونو خپل چلند نه سمبالوي ؟ 
العاقل تکفیه الاشارة
أبوخليل قدوسي
‏الأربعاء‏، 23‏ ذو الحجة‏، 1433