١٤٣٢/١٢/٢٣

جهاد له ذلت اوغلامۍ څخه دخلاصون یوازېنۍ لاره ده


عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عيه وسلم قال: إذاتبايعتم بالعينة، وأخذتم أذناب البقر، ورضيتم بالزرع، وتركتم الجهاد؛ سلط الله عليكم ذلاً لا ينزعه حتى ترجعوا إلى دينكم. اخرجه ابوداوود وغيره 

عبد الله بن عمر رضی الله تعالی عنهما فرمايي : کله چي تاسو په عینه اخېستل او پلورل پیل کړئ او دجهاد په وخت کي دکرهڼي لپاره دغوایونو لکۍ ونیسئ او جهاد ته شا کړﺉ الله تعالی به همېشنی ذلت او رسوايي درباندي مسلطه کړي او هغه وخت به له دې ذلت څخه نجات مومئ کله چي خپل دین ته بېرته وګرزﺉ .
په عینه سودا دېته وايي چي يو تاجر خپل توکی په یوکس داوږدې مودې په پور وپلوري خو بېرته يې په نغدو ترهغه په کمه بيه ځېني واخلي چي دا ډول سودا دفقهاوو په وړاندي حرامه ده .
دغوایونو لکۍ نېول دا معنا چي انسان دجهاد دفرضیت په وخت کي خپل زراعت، کرهڼي او یا کاروبار ته مخه کړي.
له ذکرشوي حدیث څخه دا حقیقت جوته کېږي چي جهاد کول پخپل وسیع مفهوم سره له ذلت ، غلامي او رسوايي څخه دنجات یوازینۍ او رغنده وسېله ده، تاریخي حقایق هم دا ښيي چي ازادي او سرلوړي هغه وخت یو قوم لاس ته راوړی شي چي دیرغلګر په وړاندي ودرېږي او له هېڅ ډول قرباني څخه مخ نه واړوي .

١٤٣٢/١٢/٢٠

الله تعالی ته په لاره کي راډار نشته

(آبوخلیل قدوسي)

سبحان الله دنړۍ په هرګوټ کي چي وګورې په سرکونو راډارونه درول شوي وي ترڅو دتلونکي سرعت کنترول کړي خو هغه یواځېنۍ لاره چي په هغې راډار ندی لګول شوي هغه الله تعالی ته لاره ده چي انسان مکلف ګرزوي چي هرڅومره زيات سرعت ممکن وي هغه خپل کړي ، دالله تعالی په لور دزيات سرعت خپلول هم دالله تعالی درضا دګټلو او هم دابدۍ نېکمرغي دلاسته راوړلو غوره وسېله ده .
الله تعالی فرمايي :
وَسَارِعُواْ إِلَى مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ .
اوتاسو ګړندي شئ دخپل رب بښني ته او هغه جنت ته چي بر يې اسمانونه او زمکه دي کوم چي دپرهېزګارانو لپاره چمتوکړل شوي دي .
بل ځای فرمايي :
وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ أُولَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ فِي جَنَّات النَّعِيم.
او هغه څوک چي دنېکو کارونو خواته دهرچا نه مخکي وي هغوی ګټونکي اودنعمتونو په جنتونو کي خپل رب ته تربل هرچا نژدې دي

١٤٣٢/١٢/١٧

دشکایت په ځای دستونزي حل لاره وپلټه

(آبوخلیل قدوسي)
وايي چي دچین یوه پاچا دلاري په سر يوه ستره تېږه په پټه توګه کېښوده او دیوې وني شاته يې یو چوکیدار ودراوه چي د په لاره تلونکیو غبرګونونه وڅاري، یو تاجر په همدغه لاره تېرېدو کله چي يې په تېږه سترګي ولګېدې بېلهمه يې په لوړ غږ په غصه کي وویل : کوم ناپوه دا تېږه په دې لویه لاره کي غورځولي زه به هرومرو چارواکوته ددې تېږي دلېري کولو خبرتیا ورکړم او چي چا اېښي ده هغه ته باید مناسبه سزا ورکړي.
یو بل مسکین پدې لاره تېرېدو هغه هم په ورته ډول خپل غبرګون څرګند کړ خو په ټېټ غږ سره ځکه چي دهغه رول کمزوری وو  او نور يې څه نشو کولای.
درې ځوانان چي دکار په تلاش کي له ډېره وخته لالهانده ول په لاره دتېرېدلو په وخت کي يې چي کله داستره تېږه ولېدله سمدلاسه يې په شکایتونو پیل وکړ چي دازمونږ دهېواد حالت دی کوم ناپوه او احمق دا تېږه دلته غورځولي ده چي واکمن  او چارواکو ورباندي سترګي پټي کړي دي . 
دوروسته پاتي طبقې یو غریب کښی (بزګر) په همدغه لار تېرېدو کله چي يې تېږه ولیدله خپلي مټي يې ورونغښتلې او يو څو نور کسانو ته يې ور غږ کړ ترڅو له لاري څخه دتېږي دلېري کولو په کار کي ورسره مرسته وکړي هغه وو چي تېږه يې لېري کړه خو تر تېږي لاندي يې یو صندوق وموند چي پکي  په طلايي رنګ لیکل شوی يو لېک يې دسونا له يوې خښتي سره يوځای  پکي ومکوند چي په هغه لیک کي لیکلي وو :
د ا تېږه دوخت دپاچا لخوا اېښودل شوي وه  او دا لیک او طلايي خښته دهغه انسان چایزه ده چاچي دشکایتونو په ځای ددې ستونزي دهواري او دتېږي لېري کولو ته مټي راونغښتلې   
تاسو هم پخپل چاپېریال کي ستونزي او دهغوی حل لاري ولټوﺉ ددې په ځای چي ګېلو او شکایتونو ته مخه کړﺉ .
آیا دابه غوره نه وي چي دشکایت په ځای دخپلو ستونزو حل لاري وپلټو ؟


١٤٣٢/١٢/١٥

داسي ومره

(آبوخلیل قدوسي)


ولدتك أمك يابن أدم باكياً             والناس حولك يضحكون سرورا
فاجهد لنفسك أن تكون إذا بكوا        في يوم موتك ضاحكاً مسرورا


ته چي کله خپلي مور زېږولې تا ژړل خو په تا راغونډو خپلوانو ستا په زېږېدنه خوښي څرګندوله او خندل يې نو په دنیوي ژوند کي دځان لپاره داسي زیار وباسه چي ستا دمړیني په ورځ يې ته محصول ته خوشاله يې او خاندې او شاته پاته خلګ درباندي خواشیني وي اوژاړي 

په لېبیا کي ږېري


(آبوخلیل قدوسي)

دا دهغه فرمان انځور دی چي دلېبیا انتقالي شوری دقذافي له مړېني څخه څو ورځي مخکي صادر کړی پدې فرمان کي ټولو پوځي او امنیتي او نورو اړوندو دولتي ارګانونو ته توصیه شوي چي څوک دي د ږېري په خرېیلو نه مجبوروي پداسي حال کي چي دقذافي دواکمنۍ په مهال هغه کسان نه یواځي له تو ظیف څخه بې برخي وو چي ږېري به یې لرلې بلکه تر تعقیب به لاندي ول او شکنجه کېدل به دا فرمان دکورنیو چارو دوزارت لخوا لاسلیک شوی او نافذ العمل دى, تاسو به پدې هم خبر یاست چي دمقاومت اتلان اوس په پوځي او امنیتي لیکو کي ګمارل کېږي او زیاتره یې مسلمان ځوانان او ږېري لرونکي دي الحمد لله


پوهنه رڼا ده

(آبوخلیل قدوسي)
امام شافعي رحمه الله فرمايي :

شكوت إلى وكيع سوء حفظي                   فأرشدني إلى ترك المعاصي
وقـــال: اعلم بأن العـــــلم نور                ونــور الله لايــؤتى لعـــــاصي

ما خپل استاذ وکیع ته دخپل یاداښت شکایت وکړ هغه راته وویل چي ګناهونه پرېږده ( نو به دي یاداښت ځواکمن شي ) اودا يې هم راته وویل چي پوهنه يوه ډېوه ده او دا دالله تعالی ډېوه دګناګار انسان نه په برخه کېږي