١٤٣٢/١٢/١٧

دشکایت په ځای دستونزي حل لاره وپلټه

(آبوخلیل قدوسي)
وايي چي دچین یوه پاچا دلاري په سر يوه ستره تېږه په پټه توګه کېښوده او دیوې وني شاته يې یو چوکیدار ودراوه چي د په لاره تلونکیو غبرګونونه وڅاري، یو تاجر په همدغه لاره تېرېدو کله چي يې په تېږه سترګي ولګېدې بېلهمه يې په لوړ غږ په غصه کي وویل : کوم ناپوه دا تېږه په دې لویه لاره کي غورځولي زه به هرومرو چارواکوته ددې تېږي دلېري کولو خبرتیا ورکړم او چي چا اېښي ده هغه ته باید مناسبه سزا ورکړي.
یو بل مسکین پدې لاره تېرېدو هغه هم په ورته ډول خپل غبرګون څرګند کړ خو په ټېټ غږ سره ځکه چي دهغه رول کمزوری وو  او نور يې څه نشو کولای.
درې ځوانان چي دکار په تلاش کي له ډېره وخته لالهانده ول په لاره دتېرېدلو په وخت کي يې چي کله داستره تېږه ولېدله سمدلاسه يې په شکایتونو پیل وکړ چي دازمونږ دهېواد حالت دی کوم ناپوه او احمق دا تېږه دلته غورځولي ده چي واکمن  او چارواکو ورباندي سترګي پټي کړي دي . 
دوروسته پاتي طبقې یو غریب کښی (بزګر) په همدغه لار تېرېدو کله چي يې تېږه ولیدله خپلي مټي يې ورونغښتلې او يو څو نور کسانو ته يې ور غږ کړ ترڅو له لاري څخه دتېږي دلېري کولو په کار کي ورسره مرسته وکړي هغه وو چي تېږه يې لېري کړه خو تر تېږي لاندي يې یو صندوق وموند چي پکي  په طلايي رنګ لیکل شوی يو لېک يې دسونا له يوې خښتي سره يوځای  پکي ومکوند چي په هغه لیک کي لیکلي وو :
د ا تېږه دوخت دپاچا لخوا اېښودل شوي وه  او دا لیک او طلايي خښته دهغه انسان چایزه ده چاچي دشکایتونو په ځای ددې ستونزي دهواري او دتېږي لېري کولو ته مټي راونغښتلې   
تاسو هم پخپل چاپېریال کي ستونزي او دهغوی حل لاري ولټوﺉ ددې په ځای چي ګېلو او شکایتونو ته مخه کړﺉ .
آیا دابه غوره نه وي چي دشکایت په ځای دخپلو ستونزو حل لاري وپلټو ؟


ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق