١٤٣٢/١٢/٢٠

الله تعالی ته په لاره کي راډار نشته

(آبوخلیل قدوسي)

سبحان الله دنړۍ په هرګوټ کي چي وګورې په سرکونو راډارونه درول شوي وي ترڅو دتلونکي سرعت کنترول کړي خو هغه یواځېنۍ لاره چي په هغې راډار ندی لګول شوي هغه الله تعالی ته لاره ده چي انسان مکلف ګرزوي چي هرڅومره زيات سرعت ممکن وي هغه خپل کړي ، دالله تعالی په لور دزيات سرعت خپلول هم دالله تعالی درضا دګټلو او هم دابدۍ نېکمرغي دلاسته راوړلو غوره وسېله ده .
الله تعالی فرمايي :
وَسَارِعُواْ إِلَى مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ .
اوتاسو ګړندي شئ دخپل رب بښني ته او هغه جنت ته چي بر يې اسمانونه او زمکه دي کوم چي دپرهېزګارانو لپاره چمتوکړل شوي دي .
بل ځای فرمايي :
وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ أُولَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ فِي جَنَّات النَّعِيم.
او هغه څوک چي دنېکو کارونو خواته دهرچا نه مخکي وي هغوی ګټونکي اودنعمتونو په جنتونو کي خپل رب ته تربل هرچا نژدې دي

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق