١٤٣٣/٠٥/١٨

داسامه (رح) دنه کلنۍ خوب


ځېنو وروڼو اسامه رحمه الله ته منسوب یو خوب چي په یوڅو عربي وېب پاڼو کي د نامعلومو کسانو لخوا خپور شوی، راویان او شهود يې ندي جوته شوي پښتو ته ژباړلی او بیا چي چا لوستی هغه په خپلو پاڼو کي پسي خپور کړی چي فکر کوم ورو ورو دموهوم شیخ احمد مکي دخوب دخط  بڼه ځان ته خپلوي پدې اساس مي وغوښتل له شرعي نقطه نظره يې مشروعیت وروڼو ته جوته کړم هیله من یم چي خوښه به مو شي . 
اسامه رحمه الله داسلام دلاري یو اتل مجاهد او دحق په لاره کي داسلام ددښمنانو لخوا وژل شوی او ان شاء الله تعالی چي شهید دی هغه خپلي شتمني او هوسا ژوند ته شاته کړه او دالله تعالی په لاره کي يې له اسلام څخه ددفاع سنګر ته مخه کړه الله تعالی دي په جنت الفردوس کي ځای ورکړي داسامه په هکله چي څه ولیکل شول تر دې زیاته ورته داسلامي شریعت له نظره عقیده ساتل جواز نلري پاته شو په نه کلنۍ کي چي کوم خوب هغه ته منسوب شوی زیات ددروغو احتمال ځکه لري چي نه خو يي راوي معلوم دی او نه دهغه عالم نوم ذکر شوی دی چاته چي بیان شوی او هغه يې بیا تعبیر کړی  ما يې بشپړ ه پلټنه وکړ په دوه یا درې عربي وېب پاڼو کي دا خوب کټ مټ ذکر شوی چي معلومېږي له عربي نه پښتوته ژباړل شوی او دکوم شي چي کره توب معلوم نوي په شرعي لحاظ يې نشرول ښه کار ندی دوهمه خبره داده چي که خوب رېښتیا هم وي خو کوم احکام نه ورباندي مرتب کېږي زمونږ په وړاندي دنېک ګمان درلودلو له مخي چي مونږ شرعا ورباندي مامور یو اسامه رحمه الله  یو صالح او مجاهد مسلمان وو نور يې له دنیا سره په مخه ښه کړي او دوسیه يې له الله تعالی سره ده داډول خوبونه نشرول ځېني مسلمانان هغه ته په زیاته افراطي عقیده درلودلو لمسوي، دبې علمو مسلمانانو په عقایدو کي تزلزل راولي ځکه  يې خپرول له شرعي پلوه نامناسب کار دی والله تعالی اعلم
كله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم له دنیا سره په مخه ښه وکړه ټول مسلمانان ډېر وار خطا ول چا ددې جرات نشوای کولای چي دهغه مبارک مړېنه اعلان کړي عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه چي په جرات او ځواکمنتوب سره پېژندل شوی وو خو دلته يې سرچپه درېځ ونیو اودرسول الله صلی الله له وفات څخه منکر شو او ويې فرمایل :
وَاللَّهِ مَا مَاتَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ،
په الله تعالی مي دي قسم وي چي رسول الله ندی وفات شوی .
خو ابوبکر رضي الله تعالی عنه چي دزړه په نرمي او په الاسیف البکاء (توریالي  ژړاند) سره پېژندل شوی وو دلته يې دایمان په غوښتنه دخپل عاطفانه فطرت سرچپه لاره خپله کړه راغی درسول الله صلی الله له منور مخ يې چادر لېري کړ او ښکول يې کړ بیا يې وفرمایل: مور او پلار مي دي له تا ځار شي ژوند دي هم پاک وو او مړېنه دي هم پاکه ده او بیا راووت  اومنبر ته پورته شو او په ډېر زړه ورتابه يې مسلمانان مخاطب وګرزول او ويې فرمایل :
ألا من كان يعبد محمدا صلى الله عليه وسلم فإن محمدا قد مات ومن كان يعبد الله فإن الله حي لا يموت وقال { إنك ميت وإنهم ميتون } وقال { وما محمد إلا رسول قد خلت من قبله الرسل أفإن مات أو قتل انقلبتم على أعقابكم ومن ينقلب على عقبيه فلن يضر الله شيئا وسيجزي الله الشاكرين }
خبر اوسئ که چا د محمد بندګي کوله نو محمد بېشکه مړ شوی دی او که څوک د الله تعالی بندګي کوي نو هغه الله تعالی بېشکه تل ژوندی اونه مړکېدونکی دی :
إنك ميت وإنهم ميتون
اې محمده ته به هم مرې او دوی به هم مري.
وما محمد إلا رسول قد خلت من قبله الرسل أفإن مات أو قتل انقلبتم على أعقابكم ومن ينقلب على عقبيه فلن يضر الله شيئا وسيجزي الله الشاكرين
اومحمد صرف دالله تعالی یو استازی دی ترهغه وړاندي هم رسولان تېر شوي دي آیا که هغه مړ شي او یا ووژل شي تاسو به په څټ ګرزﺉ ؟  او هرڅوک چي په څت وګرزېدو نو الله ته هېڅکله  هېڅ ډول ضرر نشي رسولای او ژر دی چي الله تعالی به منندویو بندګانو ته ښه بدل ورکړي .
ددې پېښی دراوړلو مقصد داد وو چي اسامه که هرڅومره ستر شخصیت هم شي رسول الله خو لا څه کوې چي دیوه ادنا صحابي درجې ته هم نشي رسېدلای که درسول الله صلی الله علیه وسلم په مړېنه دهغه د تر ټولو خواخوږي او نژدې ملګري،  داسلام دلومړي خلیفه،  دهغه دخوسر او لومړي رېښتوني دوست او دعشره مبشره وو سالار ابوبکر الصدیق رضي الله تعالی عنه موقف دا ډول وي نو داسامه رحمه الله په هکله تر دې زيات څه ویل او یا بله عقیده درلودل به داسلام له نظره څه ډول وي ؟
 ښه به داوي چي دا ډول خوبونه پرېږدو  له نبوي لارښوونو سره سم شرعي اصول او دیني ارزښتونه پخپل ورځني ژوند کي په بشپړه توګه پلي او ژوندي وساتو همدا مو ایماني مکلفیت او عقیدوی مسئوليت دى  والسلام علي من اتبع الهدى

١٤٣٣/٠٥/١٧

دمسلمانانو دعیبونو تلاش مکوﺉ



عَنْ أَبِي بَرْزَةَ الْأَسْلَمِيِّ رَضِيَ الله عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "يَا مَعْشَرَ مَنْ آمَنَ بِلِسَانِهِ وَلَمْ يَدْخُلِ الْإِيمَانُ قَلْبَهُ لَا تَغْتَابُوا الْمُسْلِمِينَ وَلَا تَتَّبِعُوا عَوْرَاتِهِمْ فَإِنَّهُ مَنْ يَتَّبِعْ عَوْرَاتِهِمْ يَتَّبِعْ اللَّهُ عَوْرَتَهُ وَمَنْ يَتَّبِعِ اللَّهُ عَوْرَتَهُ يَفْضَحْهُ فِي بَيْتِهِ".
أخرجه أحمد (4/420 ، رقم 19791) ، وأبو داود (4/270 ، رقم 4880) ، والبيهقي (10/247 ، رقم 20953) . وأخرجه أيضًا: ابن أبى الدنيا فى الصمت (ص 121 ، رقم 168) ، وأبو يعلى (13/419 ، رقم 7423) (المشكاة ، 5044).. وصححه الألباني
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : اې دهغو کسانو ډلګۍ څوک چي په ژبه دایمان دعوا کوي خو زړونو ته يې ایمان ندی ننوتی، دمسلمانانو غیبتونه مکوﺉ او دهغوی عیبونه مه پلټئ او څوک چي داسي کوي الله تعالی به يې عیبونه راسربېره کړي او دچاچي الله تعالی عیبونه لوڅ کړي هغه بیا دخپل کور په دننه کي رسوا کوي او شرموي یې .
له پورتني حدیث نه دوه خبري جوته کېږي یوه داچي هغه څوک چي دمسلمانانو دعیبونو تلاش کوي تل يې قلم او ژبه دهغوی په بدګويي کي لګیا وي که څه هم په ژبه داسلام او ایمان دعوا لري خو قلباً مؤمنان او مسلمانان ندي دوهم دا چي تر اخروي سزا مخکي به يې الله تعالی په دنیوي ژوند کي په رسوايي اوذلت اخته کوي ځکه مسلمانو وروڼو ته په کار ده چي تل له دې ډول کړنو څخه لاس واخلي شیطان تل کوشش کوي چي هغوی ته خپل دا ډول کړه وړه ښایسته کړي خو هغه ته په کار ده چي دشیطان پدې ډول تېراېستنه ونه غولېږي او په تېرو کړنو توبه ګار شي او که یوڅوک ددې حدیث دلوستلو با وجود بیا هم پخپل همدغه شوم خوی ټېنګار کوي نو لوستونکی يې باید وپېژني چي یاخو دپردیو مزدور او اېجنټ دی او یاهم دنیوي مصلحتونه او مادي ګټي ورته په دیني او اخلاقي ارزښتونو برتري لري .
ذکر شوی حدیث دټولو محدثینو په اتفاق صحیح حدیث دی چا يې په صحت کي اختلاف ندی کړی الله تعالی دي مونږ ټولوته ورباندي دعمل کولو توفیق راکړي