١٤٣٣/٠٢/٢٥

دسقراط عاقلانه درېځ


د لرغوني يونان فیلسوف سقراط چې په ۳۹۹ قبل المیلاد کې زېږېدلی او په ۴۶۹ قبل المیلاد کې وفات شوی په زیاتي پوهي، علم او هوښیارۍ سره پېژندل شوی و. 
یوه ورځ له یوه دوست سره مخامخ شو هغه په ډېره نرمه او خوږه لهجه ورته وویل : سقراط ! آیاته په هغه څه خبر يې چې ستاسو له یوه شاګرد څخه مي ستاسو په هکله اورېدلي دي ؟ 
سقراط دیوې شېبې لپاره غلی پاته شو او بیا يې خپل ملګري ته وویل : 
زه غواړم مخکې له دې چې تاسوماته زما دشاګرد خبره وکړﺉ له تاسو څخه درې فلټرېزه ازموینه واخلم آیا تاسو دې آزمویني ته چمتو یاست ؟ 
ملګري يې ورته وویل ولي نه مهرباني وکړﺉ !!! 
لومړی فلټر د رېښتونولي دی، ایاتاسو ډاډه یاست څه چې ماته يې ویل غواړﺉ هغه رېښتیا دي ؟ 
ملګري ورته وویل : نه ، څه چې زه يې ویل غواړم هغه مې له بل چا څخه اورېدلي دي . 
سقراط وویل : ډېر ښه ، ستاسو دخبري موخه داده چې څه ویل غواړﺉ دهغه له رېښتونوالي څخه ډاډه نه یاست، راشه ددوهم فلټر پوښتنه درڅخه وکړم . 
تاسو چې زما دشاګرد په هکله څه ویل غواړﺉ ایا د خوشالي خبره ده ؟ 
ملګري يې وویل : نه بالعکس د خپګان خبره ده . 
سقراط ورته وویل : ستاسو له ځوابونو څخه دا جوته شوه چې تاسو چې زما دشاګرد په هکله څه ویل غواړﺉ نه خو يې له رېښتونولي څخه ډاډه یاست اونه کوم دخوښۍ زېری دی ، په دې وخت کې دسقراط ملګری ډېر تر ذهني فشار لاندې راغی او خولې ورباندې راماتي شوې خو سقراط ورته په ډاډمنه لهجه وویل : اوس به درېيم فلټر ته راشو او ددې چانس شته چې تاسو په دې آزموینه کې بری ومومئ هغه پوښتنه داده : 
آیا کومه خبره چې تاسو زما دشاګرد نه اورېدلي ده او ماته يې کول غواړﺉ ماته کومه ګټه رسوي ؟ 
ملګري يې ورته په ځواب کې وويل : په حقیقت کې هغه خبره تاسوته هېڅ ګټه نه رسوي . 
سقراط ورته وویل : داچې تاسو کومه خبره اورېدلي او ماته يې کول غواړﺉ نه خو يې له صحت څخه ډاډمن یاست او نه کوم دخوشالي زېری دی او نه ماته کومه ګټه رسوي بيا يې ولي راته کوﺉ ؟ 
له همدغي شېبې څخه د سقراط ملګري خپله ماتي ومنله او په ډېر خجالت يې له هغه سره په مخه ښه وکړه دسقراط له دې حکیمانه چلند څخه مونږ دا نتېجه لاس ته راوړو کومه خبره چي رېښتیا ، خوشالي بښونکې نه وي او ګټه ونلري باید چاته يې ونه رسوو او چې چېرته مو واورېدله هلته يې هېره کړو او مونږ ته تر سقراط له مخه الله تعالی په قرانکریم کې خطاب کوي فرمايي : 
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ (6) سورة الحجرات 
ژباړه: اې د اېمان خاوندانو که تاسو ته یو بد کار سړی کومه خبره راوړي نو هغه وپلټئ داسی نه چې تاسو له یوه قوم سره په ناخبري او ناپوهۍ کي لاس او ګرېوان شئ بیا به په هغه څه چې کړي مو وي پښېمانه یاست.

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق