١٤٣٣/٠٣/٠١

دښکنځلو له عادت څخه دخلاصون لاري چاري





په عربي ژبه کي یومتل دی وايي :
لسانك حصانك ان صنته صانك وان خنته خانك
ستاژبه ستا کلا ده که يې وساتې وبه دي ساتي او که يې بېځایه کاروې نو تباه کوي دي .
ځېني کسان پدې باور وي چي ښکنځلي دهغوی دزړه تودوخه باسي .
اوځېني کسان بیا په رواني ناروغي اخته وي دښکنځلو دکولو او اورېدلو مینه لري ځکه خو تل سپکه ژبه کاروي .خو ښکنځلي کول په حقیقت کي دبېوسو دانتقام غیر مشروع وسله وسېله ده .

زیاتره کسان دغصې په وخت کي ښکنځلي کوي ترڅو خپل ځان ځواکمن وښيي خو په حقیقت کي دغصې کنترول کول ځواکمنتوب دی .

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " مَا تَعُدُّونَ الصُّرَعَةَ فِيكُمْ ؟ قَالَ : قُلْنَا : الَّذِي لا يَصْرَعُهُ الرِّجَالُ ، قَالَ : لا ، وَلَكِنَّهُ الَّذِي يَمْلِكُ نَفْسَهُ عِنْدَ الْغَضَبِ " صحیح مسلم

عبد الله ابن مسعود رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : تاسو پهلوان چا ته وایاست؟

اصحابو ورته وويل : مونږ پهلوان هغه چاته وايو چي نارېنه په غېږ نه ورځي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: داسي نده ، په حقیقت کي بهلوان هغه څوک دی چي دغصې په مهال پخپل ځان واکمن شي .

خو ښکنځل کوونکی انسان پدې خبر نه وي چي دهغوی دا ډول منفي عادت دنورو په نظر کي دده قدر له مېنځه وړي .

ایا تاسو خبر یاست ! کله چي تاسو خبري کوﺉ نو اورېدونکیو او لېدونکیو ته دخپل ځان دورپېژندلو په هکله د هغوی ارزووني ټاکئ ، چی هغوی تاسو دیوه مهذب، هوښیار او خوش خویه انسان په صفت وپېژني اوکه دیوه داسي انسان په صفت چي بې حیاء، ناپوه، سپک او دنورو داحساساتو په پام کي نه ساتونکي وي ؟ .

لاندي ځېني لارښووني دي چي تاسو کولای شئ دتعمیل په صورت کې له ښکنځلو او سپکو ویلو څخه لاس واخلئ :

· دا په پام کي ونېسه چي له ښکنځلو څخه ستر تاوانونه رسېږي .

· جګړه په ښکنځلو نه ګټله کېږي او نه ستا هوښیاري او خوش اخلاقي جوته کوي .
· ښکنځلي او سپک ويل دتل لپاره پرېږده .
· داسي يې وانګېره چي ستا په اوږو ستا ماشوم او ستا نژدې خپلوان ټول ستا هرڅه څاري .
· مثبت فکر خپل کړه ښکنځلي او سپک ويل دمنفي چلند زېږنده وي .
· مثبت چلند خپلول نه يواځی داچي تاله ښکنځلو او سپک ويلو څخه راګرزوي بلکه ستا شخصیت لوړوي او څېره دنوره هم ځلانده کوي .
· تل خپل ځان په زغم او تحمل عادت کړه .
· کله چي يو ټاکلی درېځ تا په غصه کړي نو له خپله زړه پوښتنه وکړه چي که ديوڅو شېبو لپاره خپله غصه پټه کړم ایا دابه ماته تاوان پېښ کړي ؟
· له خپل چاپېریال سره ځان عادت کړه مه بد وایه او مه ښکنځلي کوه. مونږ په یوه نېمګړي نړۍ کي ژوند کوو، بشپړ يواځي دالله پاک ذات دی، که حالات په منفي لور روان وي او تل زمونږ په وړاندي خنډ جوړېږي، مونږ يې باید دحل لپاره نوي لاري چاري ولټوو او پدې هم باید عقیده وساتو چي ښکنځلي او بد ويل يې کله هم دحل لاره نده .
· د بې قابو غصې په وخت کي دښکنځلو په ځای تل دا توري کاروه چي تا ته دالله تعالی لخوا اجر پې درکول کېږي : والله المستعان، جزاک الله خیرا ، هدانا الله وایاک، توکلت علی الله ولاحول ولاقوة الا بالله .
· کله چي يوڅوک درباندي نېوکه وکړي خپل نظر په مهذب شکل وړاندي کوه کله هم دښکنځلو او بد زباني وسله مه کاروه .
· لدې بد عادت څخه دتل لپاره لاس واخله اولاندي نبوي لارښووني په پام کي نیسه :

رسول الله صلی الله عليه وسلم دمؤمن صفات داسي ښودلي دي فرمايي :
عن عبد الله بن مسعود قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم " ليس المؤمن بطعّان ولا لعّان ولا فاحش ولا بذئ "رواه الترمذي والحاكم

عبد الله ابن مسعود رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : مؤمن چاته پېغورونه نه ورکوي، ښکنځلي اوښېرې نکوي، په ویلو او کړنو کي بې حیا نه وي، او سپک ویل کوونکی نه وي .

په بل حدیث کي فرمايي :
عن عبدالله بن مسعود أن النبي صلى الله علية وسلم قال :سباب المسلم فسوق وقتاله كفر. أخرجه البخاري

عبد الله ابن مسعود رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : مسلمان ته ښکنځلي کول ګناه ده او ورسره جنګېدل کفر دی.

که مونږ خپل خویونه نشو بدلولای او دخپل ځان له اصلاح څخه بېوسه يو نوبیا کله هم هغه دبرم او ویاړ مقام نشو خپلولای کوم چي زمونږ پلرونو اونیکونو او سلف صالحینو لاسته راوړي وو.

کله چي مونږ ښکنځلي کوو نوزمونږ واړه ماشومان زمونږ ټول حرکتونه څاري ، ماشومان تل په خپل عملي ژوند کي دخپلو والدینو پېښې کوي، دهغوی په نقش قدم باندي درومي ، والدین تل باید دا په پام کي ونيسي چي که زمونږ اولادونه دا ډول منفي چلند او غیر اخلاقي تګلاره خپله کړي څه ډول به هغوی پخپل راتلونکي ژوند کي دګواښونو مقابله کوي .

په پښتني ټولنه کي داخبره هوښیاران ډېره کوي چي ښکنځلي او ښېري دکمزوري مخلوق یعني دښځو عادت وي الله تعالی دمونږ ټولوته دځانونو داصلاح توفیق راکړي انه سمیع مجیب .

هناك تعليق واحد:

  1. السلام علیکم
    قدوسي صیب ډیره مننه ستاسو په تقلید
    ما هم دلته په بلوجر کې خپله مدونه خلاصه کړه

    ردحذف