١٤٣٣/٠٦/١١

ستراتېژیک تړون که دسپی هډوکی



کرزي خو دخپل مقام دساتلو او بادار ته دوفاداري په بدل کي داسي تړون لاسلیک کړ چي نه خو قانوني حیثت لري او نه دهغه تش په نامه دولسي نمایندذه ګانو جرګې تصویب کړی دی، هغه که یوڅه عقل درلودای ددې ډول تړون ترلاسلیک  کولو مخکي به يې منطقوي او سیاسي ابعاد سنجولي او په نظر کي نیولي وای رېښتیا هم لکه چي وايي حب الشیء يعمي ويصم دیوشي مینه انسان هم ړندوي او هم يې کوڼ کوي هغه دومره پخپل مقام او بادارانو مین دي چي دې ميني دسر او زړه سترګي ور ړندې کړي دي  .
یو وخت دمصر ګوډاګي واکمن انور السادات هم هنري کسنجر ته دوفادارۍ په اثبات کي په يواځي سر دکېمپ ډېوډ تړون له اسرایلو سره لاسلیک کړ ټوله عربي او اسلامي نړۍ يې شاته وغورزوله حتی چي دخپلي کابینې لوړ پوړي وزېران هم ورنه خوابدي شول او له خپلو دندو يې استعفې ورکړې خو هغه ته دبادار خوشاله ساتل او دخپل مقام خوندي کول دومره مهم وه چي ټول ارزښتونه يې ترپښو لاندي کړل او بیت المقدس يې په صلیبیانو او یهودو وړیا وپلورلو او انجام يې مونږ ګورو چي یوه پېړۍ نژدې ده بشپړه کېږي خو دبېوسه فلسطېني مسلمان ولس ویني دهمدغو صلیبیانو په مرسته دسفاکو یهودو لخوا تویېږي او سادات همدغه سفاکي ته دهمدغه تړون په وسیله قانوني بڼه ورکړه .
دبرمودا ددرې ګوټي په هکله به مو اورېدلي وي چي هغه هرڅه ډوبوي نه خو يې په فضا کي الوتني کېږي اونه يې سواحلو ته کومه بېړي او یا نقلیه وسایل نژدې کېدلای شي، افغانستان  په سیمه کي یوڅلور ګوټي برمودا ده چي یوې خواته يې چېن، بلي خواته يې روسیه ، بلي خواته يې ایران او بل لورته پاکستان پروت دی، داټول هغه سیمه اېز سیال ځواکونه دي چي یويې هم په سیمه کي دامریکا په تلپاتي شتون نه یوازي داچي خوشاله ندي بلکه دهغه موجودیت دخپل شتون لپاره تربل هرڅه ستر ګواښ ګڼي،  کرزي دا تړون په داسي حال کي له خپل بادار سره لاسلیک کړ چي همدغه سیمه اېز انډولونه يې له پامه وغورزول .
زړه مي غواړي دښاغلي کرزي ددې کرغېړن عمل یو څوولسي مثالونه تېر کړم خو دقلم عفت مي اجازه نه راکوي خو دلوستونکیو په اجازه یو دوه متلونه تېر کړم :
پښتانه وايي : سپی هډوکی خوړ خو دېته يې پام نه وو چي له کومي لاري به يې بېرته اچوم کرزي هم دا تړون لاسلیک کړ خو دېته يې پام نه وو چي دا تړون به څه ډول پالم ، داتړون به تاسي وګورﺉ چي نه یوازي کرزي او دهغه ادارې ته بلکه ټول افغان ولس ته به یوه بله غمېزه راوړي او دا جګړه به نوره هم توده کړي. داتړون به ددې په ځای چي امریکا او دهغه متحدین مخالفین کمزوري کړي بلکه مقاومت به نور هم ځواکمن کړي دا تړون به دیو دایمي اشغال په مفهوم وپېژندل شي او داشغال په وړاندي درېدل به قانوني مشروعیت پیدا کړي چي سیمه اېز سیالان ورڅخه بې تفاوته نشي پاته کېدلای دهغوی ټولي هڅي به پدې متمرکزي شي چي افغانستان دامرېکایانو لپاره په یوې نوي څلور ګوټي برمودا واړوي او دا به راتلونک وخت وښيي .
یوبل پښتو متل بیا وايي : چي دکونډي زوی ددې لپاره چي شهرت لاسته راوړي او خلګ يې وپېژني دمسجد په محزاب کي سوټه واېستله، دکرزي دا کار چي هغه ورباندي ویاړي او خوشاله دی په حقیقت کي دکونډي دزوی دې عمل ته ورته دی چي دمسجد دبې حرمتي ګناه ته يې پام نه وو یوازي خپل شهرت يې غوښت، هغه دافغانانو ازادي،شهاومت او تاریخ له پامه وغورزاوه، هرڅه يې دخپل شهرت او مقام لپاره ترپښو لاندي کړل .
په احادیثو کي راځي چي کله الله تعالی بنده ته دبې خیرۍ اراده وکړي پداسي کار به يې اخته کوي چي پایلي به يې دهغه په تاوان وي. کرزي پدې عمل سره نه یوازي دا چي دیوه ستر تاریخي جنایت مرتکب شو بلکه پخپل لاس يې ځان ته دقبر دکینلوهڅه وکړه  او نور يې هم له ملت څخه ځان لېري او بې اسرې کړ .
داتړون که په اوسني وخت کي امریکایان خپله بریا او لاسته راوړنه ګڼي خو په حقیقت کي دا دمقاومت دپیاوړ کېدلو پیلامه ده نور زما په اند ددې تړون لویه ګټه به داشي چي مقاومت به نور هم پیاوړی کړي، ځواکمن به شي او په سیمه اېز او نړۍ واله کچه به مشروعیت پیدا کړي، خو دا مېچن چي څومره هم تېزېږي که یرغلګر امریکایان پکي کېمه کېږي نو بېوزله افغانان او دهغوی زېرمي هم ژرنده کوي .   

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق