١٤٣٣/٠٤/٢٠

معصومي کړیکي (شعر) شرر ساپی


بيا په يوه ګل پسې لښکرې راوتلې وې
بيا يې په  وحشي  سر وکې ښکرې راوتلې وې
بيا يې په ګلپاڼو د ټوپک چارجرې تشې کړې
بيا ډکې کېنې ډکې چارجرې راوتلې وې
******
دا معصوم لاسونه د ا په وينو لېمې نه وېنئ؟
سترګې وخورئ وګورئ ګل، ګل جنازې نه وينئ؟
دا له شوره ډک سرونه ستړي شول که څنګه شو؟
دا په جنتې روحونو بلې لمبې نه وينئ؟
******
ټيټ مو دې سرونه ((خورکۍ)) څومره بدرنګه يو
شرم دی چې ووايو زياتي ستړي له جنګه يو
ستا معصومو کړيکو چې لمبه نه کړو بې ننګه يو
ښکته راپريوتي ټول د شرم له ګړنګه يو
******
بيا مېوندي خاوره د ملالې پېغور ونيوه
بيا دا پښتني جذبه په غيږه کې شور ونېوه
******
رغړي به ککري اوس به غچ وي انتقام به وي
شپه به وي، تياره به وي، سهار به وي،ماښام به وي
اوس به دا باغي ککرۍ بيا له شوره ډکې شي
نه به چاته سر ټيټ وي او نه  دا حترام به وي
****** 
دا ليونۍ خاوره به په مړو باندې ډکه شي
کلی او کوڅه به په سرګړو باندې ډکه شي
شنه به د تاريخ په دې سېنې شي د کينې زړي
هره يوه سينه به په دې زړو باندې ډکه شي
(شرر ساپی)

هناك تعليق واحد:

  1. ډېر ښکلی شعر او سپۍځلی احساس پکي انځور شوی دی ساپی صاحب قلم دي تاند اوسه

    ردحذف