١٤٣٣/٠٤/٢٤

اخلاقي نیوکي

 
نن سبا چي کله څوک دهېواد له پښتنو زلمیانو سره د انټرنټ په مخ دخبرو اترو په اطاقونو کي مخامخ شي نو لمړی لیکنه چي يوله بل سره ورباندي خبري پیل کوي هغه غالبا دا وي :
سلام Salam
سلامونه Salamona
سلامونه او ښې هیلي Salamona aw khi heli
ښه راغلاست
...
خدای مو راوله
خو د علماوو په وینا دایو ناروا عمل دی او پدې الفاظو او توریو سنت سلام نه لوېږي دسلام توري کوم چي په قرانکریم او نبوي احادیثو کي ذکر شوي هغه السلام علیکم، یا سلام علیکم دی او جواب يې وعلیکم السلام دی چي باید عین همدغه توري او په عربي ژبه کي وویل او ولیکل شي .
سلام په مسنون ډول باید ولیکل شي او بیا چي ورپسي څه لیکل غواړې هغه لیکلای شې خو که څوک پدې توریو خپلي خبري پیل کړي نوباید ترهغه وخته يې ځواب ونه ویل شي چي یاخو یې مسنون سلام نه وي اچولی او یا يې په مسنون ډول نوي بيا کړی .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
من بدء بالکلام قبل السلام فلا تجیبوه .
څوک چي تر سلام مخکي خبري پیل کړي نو ځواب يې مه ورکوﺉ .
رسول الله صلی الله علیه وسلم همداسي کول يوځل یو سړی دهغه مجلس ته حاضر شو او ویې ویل: السلام علیکم رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لس نیکي یې شوې، بیا بل کس راغی او هغه وویل: السلام علیکم ورحمة الله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: شل نیکي یې شوې، ، بیا بل کس راغی او هغه وویل: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دېرش نیکي یې شوې .
په حدیث کي جوته شوی اجر اوثواب صرف دهغه چالپاره دی چي په همدغو کلماتو سلام اچوپي او ورګرزوي يې سلامونه مي ومنه نه خو سلام ورباندي لوېږي اونه پکي اجرو ثواب شته او ماتاه چي کله څوک داسي وليکي نو کله له ډېري غصې ورته ولیکم چي نه يې منم ، سلامونه او ښې هیلي دي نه منم .
.یوبل توری چي لیکل يې له اخلاقي او دټولنېزو ادابو له مخي سم نه برېښي هغه دادی چي زیاتره وروڼه مخاطب لوري ته په خطاب کي لیکي :
ګرانه څنګه يې ؟ یا ګرانه داسي نده
دګران خطاب غالبا هغه چاته کېږي چي ماشوم اویا کشر او یا دمتکلم همزولی وي دلته دنابلدي په فضا کي کېدای شي یوه سپین ږېري ته کوم کشر ځوان داسي خطاب وکړي چي له اخلاقي پلوه ښه نه انګېرل کېږي او دلته دنټ په مخ دخبرو اترو اطاقونو ته دکشرانو ځوانانو ترڅنګ مشرانو پوهانو هم لاس رسی موندلی دی نو ښه به دا وي چي دنابلدي په حالت کي خطاب باید دادابو په چوکاټ کي او په درنو کلماتو سره ولیکل شي :
لکه مشر، ورور، محترم یا ښاغلي ولیکل شي
هیله من یم چي وروڼه به دا شیان په روغبړونو او خبرو اترو کي مراعات او په پام کي ساتي ستاسو دعلمي او اخلاقي ودي په هیله

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق