١٤٣٣/٠٤/٢٥

وني وکرﺉ

داسلام دمبین دين دشمولي نظام یو ښه والی دا هم دی چي داجر او ثواب دګټلو لپاره ګڼ شمېر چاينلونه پرانېزي او مسلماني تريوې ساحې پوري محدوده نه ساتي، ترقیامت خو بله ستره پېښه نه خو راغلی ده او نه به کله هم پېښه شي دا به هغه شېبه وي چي ټول کاینات به پکي دړي وړي شي خورسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إن قامت الساعة وبيد أحدكم فسيلة فإن استطاع أن لا يقوم حتى يغرسها فليفعل رواه الإمام أحمد في مسنده، والبخاري في الأدب المفرد که قیامت پېښ شي او ستاسو دکوم یوه وګړي په لاس کي بوچکی( دنیالګي زړی ) وي او کولای شي چي ويې کري نو هرو مرو دې وکري، له دې حدیث شریف نه جوتېږي چي اسلام څومره دچاپېریال ساتني خیال ساتي او الحمد لله چي قیامت لا هم ندی پېښ شوی مسلمان هر کار ته داسلام په هېنداره کي ګوري خپله داسلام پوهني ساحه مو پراخه کړﺉ هله به داسلام په خوند په شعوري ډول پوه شئ
ذکر شوی حدیث شریف مونږ ته ډېر ستر درسونه راښيي ، مسلمان ته دنده ورکوي چي دژوندانه په چارو کي له خپل وس او امکاناتو سره سم تل مثبت او ګټور رول ولوبوي ولوکه يې همدغه دژوند وروستۍ شېبې وي .
داسلام دمکلفیت ساحه ډېره پراخه ده او هرچا ته دهغه له وس سره سم دهغه دکار او اختصاص په ډګر کي مسئولیت سپاري، عالم ته دنده ورکوي چي انسانانو ته دیني پوهنه ورسوي، ډاکټر مکلف ګرزوي چي درنځورانو چوپړ ووهي، بډای مکلف ګرزوي چي خپله شتمني دالله په لار کي ولګوي، اسلام یو ټولنېز دین دی او هر مسلمان وګړی ته دټولني دودانۍ دتکمیل لپاره دخښتي دنده ورکوي چي یوړت يې بند کړي او دا ودانۍ ټېنګه وساتي راځئ دشاعر دا لاندي شعر دخپل راتلونکي وخت مشال وګرزوو :
فلينطلق كل فرد حسب طاقته  يـدعو إلى الله إخفاء وإعلاناً
ولنترك اللوم لا نجعله عـدتنا   ولنجعل الفعل بعد اليوم ميزاناً
هروګړی دي له خپل وس سره سم مخ په وړاندي ځي او دالله لورته دي په ښکاره او پټه بلنه کوي، راځئ چي دیو اوبل ملامتول پرېږدو دا به خپله وسله نه جوړوو اوراشئ چي کار اوزیار دیوبل دتللو ترازو وګرزوو .

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق