١٤٣٣/٠٤/٢٠

جګړه، يوه تلپاتې پديده





زموږ په شاوخوا کې ډير خلک په تيره بیا ځوانان د جګړې ضد دريځ لري. دجګړې ضد دريځ او له سولې سره مينه په حقيقت کې دانسان په فطرت کې اغږل شويده. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماي چې هر انسان د اسلام په فطرت زيږي. اسلام له سلم څخه اخيستل شوي کلمه ده چې د سلامتيا او سولې په مانا ده. نو مالومه شوه چې سوله او سلامتيا په حقيقت کې د انسان دهوساينې لپاره نه يواځې دا چې اړين توکي دي بلکې فطری اړتيا او کره حق يې هم دی.
دغه ټکي ته په پام کولو سره بويه چې زموږ کره هم دسولي کور اوسي. انسانان پخپلو کې سره وروڼه اوسي...پر ټوله نړۍ سلامتيا واکمنه او حاکمه و اوسي. جګړه له سره وي نه او نه يې هم له چا سره فکر پيدا شي. دجګړې کلتور د انسان لپاره يو نامطلوب او منفور کلتور وګرځول شي... خو داسې نده. بلکې جګړه يوه ازلي پديده ده او باور لرم چې ابدي به هم وي. له بابا آدمه تر دې دمه انسانان يو له بله سره په جګړه اخته دي. د دې پرځای چې نړۍ دسولي کلی شي، هغه د ناتارونو او جګړو ډګر ګرځيدلی دی. جګړه اوس د ځمکې د کرې کلتور ګرځيدلی دی. ځمکه اوس په سوله نه بلکې پر جګړه پيژنده شي.ا انسان د انسان وينو ته تږی ناست دی. فرد له فر سره او ټولنه له ټولنې سره، دولت له دولت سره او ولس له ولس سره په يوه نه يوه جګړه ښکيل دی. هر لوری ځان پرحقه او مقابل لوری ناحقه بولي او په هره بيه چې وي د جګړې د پايلې څرخ د ځان پرګټه پيچل غواړي.. انسانانو د تاریخ په اوږدو کې د خپلو بني انواعو دوژلو،کوټلو او دهستۍ له پانې نه د چورلټ ايستلو په موخه ډول ډول اوزارونه جوړ کړل. توره يې جوړه کړه. نيزه يې رامنځته کړه.سوټي او ميخ لرونکي ډنډې يې جوړي کړې. منجنيقونه يې وپنځول.. په را وروسته پيرونو کې ټوپکونه، ماشينګڼې، راکټونه،توپونه،توغندۍ،بمونه او الوتکي جوړي کړل شوې. نن ورځ موږ د اټوم په پېر کې ژوند کوو. انسانان د اټوم ماشه پر لاس د حريف له منځه وړلو ته په دوو پښو ناست دي.

پوښتنه دا ده چې که چيري سوله او سلامتيا د انسان فطرت او د خاورينې کرې اړتيا وي، نو جګړه ولې او دڅه لپاره پيل شوه؟ انسانانو ولي د يوه بل وژل پيل کړل.
که پام وکړو وبه مومو چې جګړه د لومړي ځل لپاره د يوه متجاوز له لوري پيل شويده. هغه دخپلي قضيې دحقانيت په اړه د توجيه او يا Justification له بحران سره مخامخ وو او يا داچې خپله قضيه يې څنګه چې شومه وه له سره نشوای توجيه کولای،ځکه يې نو هڅه وکړه چې خپله موخه د زور او جګړې له لاري لاس ته راوړي اوپر خپل مقابل لوري باند خپل آند د زور او ځواک له لاري ور وتپي.څنګه چې جګړه د انساني فطرت چې سلم،سلامتي او سوله وه ضد يوه پديده وه، ځکه نو دلومړنۍ انساني جګړې نه د فطرت ضد ګامونو يوه لړۍ پيل شوه. ګواکې دغه جګړه په حقيقت کې د فطرت او بغاوت ترمنځ جګړه وه چې لمنه يې وغزيدله او تر دانن پورې راورسيدله.
دفطرت او بغاوت ترمنځ لومړنی کشمکش د بابا ادم له مهاله پيل شو. بابا آدم دسليمه فطرت له مخې وپنځول شو.دلوی خدای جل جلاله اراده وه چې هغه ته د ځمکې خلافت او نيابت ورکړي. خو بغاوت ورغی او پر هغه يې خپل آند وروتپل. هغه يې وهڅاوه چې هغه څه چې په فطري ډول ترې منع شوی يې بايد چې وکړې! او پدې ډول بابا د حوا انا په مشوره لومړنی لغزش ترسره کړ. او ددغه لغزش لړۍ دهغه په اولاده کې وچليدله. د قابيل او هابيل ترمنځ لومړنۍ جګړه هم له فطرت نه د يوه اړخ د سرغړوني پايله وه.

پورته ټکو ته په پام سره جګړې هم ديوې تلپاتی پديدې بڼه غوره کړه. له جګړې پرته د انسانانو خپل منځۍ هستوګنه محاله وګرځيدله. جګړه هغه څه دي چې په انساني تاريخ کې تر بل هر کار ډيره ترسره شويده. جګړه تل دغاصب له لوري ددې لپاره پيل شوي چې خپل شوم آند پر بل اړخ وتپي. دا بل لوری چې دسليمه فطرت علمبرداره دی په لوی لاس جګړې ته راکښل شوی دی.ګواکې هغه له ځان او خپلو اقدارو نه دفاع کړيده.
دغه مهال دينونه د فطرت د تسلسل د برقراره ساتلو لپاره منځ ته راغلي دي. انبياوو کتابونه راوړيدي. انسانان يې خپلو فطري وجايبو ته متوجه کړيدي. خو ډير ځله انسانانو له انبياوو نه هم سرغړونه کړيده. هغوي يې وژلي دي او دهغوي پر ضد يې جبهې نيولي دي.
سوله او سلامتي رڼا ده او نور دی. جګړه جهل دی،تياره ده او اور دی. ځکه چې جګړه او دهغې موجبات پيل شوي د داسې چا له لوري دي چې دهغه اړه له اور(نار) سره وه. نور حق او نار باطل دی. دفطرت څښتنان به په پايله کې نور او دباطل پلويان به نار ته درومي.
سوله،سلم او سلامتيا د رحمان سوغات دی او جګړه دشيطان ابتکار! خو ډير ځله د جګړه مارشيطان پرضد دلوی خدای جل جلاله له لوري هم دجګړې اعلان شوی او انسانانو ته حکم شوی چې پدغسې جګړه کې ځانونه او مالونه ونه سپموي. دغې جګړې ته جهاد ويل شوی. جهاد د حق د احقاق او د انسانانو ترمنځ د عدل او مساوات د تامين تر ټولو ستره وسيله ده....

نن هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دفطرت د څښتنانو او د نار دپلويانو ترمنځ جګړه توده ده.دغه جګړه به تر ابده روانه وي تردې چې حق سوبي ته ونه رسيږي.
پيل يې تل دشيطان پلويانو کړی دی. پلمې يې بيلابيلي دي او موخه يې يوه ده او هغه د زور او ځواک له لاري پر انسانانو دخپل آند منل دي، پداسې حال کې چې آند يې شوم او له فطرت سره متصادم دی. ځکه نو دفطرت څښتنان نن هم مکلف دي چې د باغيانو پر ضد د جهاد په ليکو کې ودريږي.
دلته جګړه خپل ماهيت بدلوي. هغه جګړه دانساني آندونو دتپلو په موخه ده او دغه جګړه دفطرت د تسلسل د برقراره ساتلو په موخه. هغه جګړه د نار دپلويانو له لوري ده او دغه جګړه د نور دلښکرو ده. دهغې جګړې شاته شوم غيرفطري انساني اغراض او موخي پرتې دي او ددغې جګړې ترشا هيڅ ډول انساني خواهش او غوښتنه نشته. هغه جګړه د ځان د بقاء د تامينولو په موخه ده او دغه جګړه د يوه سپيڅلې هدف لپاره د ځان د پوپناه کولو په موخه ده.
....حقيقت دادی چې جګړه اوس يو اصل ګرځيدلی دی. ځمکه يې ډګر دی. له ازله روانه ده او تر ابده به روانه وي. اړخونه يې هم ښکاره دي او موخې يې هم روښانه.
يوې خوا ته باطل او بلې دا ته حق دی....
الله تعالی دې موږ د حق له پلويانو شمير کړي...آمين

لیکنه : عنایة الله کاکړ
کراچۍ: ۱۱ مارچ ۲۰۱۲

هناك تعليق واحد:

  1. کاکړصاحب ډېره په زړه پوري او معقوله لیکنه ده په کچکول کي یې هم ستاسو په اجازه وروڼه لوستلای شي

    ردحذف