١٤٣٣/٠٤/٢٦

دحکمتیار صاحب انقلابي شعر

غوټې پرېږده دې درياب كي ګوهر نسته
ستا رګو كي د مېړانې جوهر نسته
د كارغه په څېر خځلو كي لګيا يې
...
لوړ الوت ته دي پياوړى وزر نسته
ټوپك پرېږده، رباب واخله، نڅا پيل كړه
ستا مسلك كي تر دې غوره هنر نسته
د پردو په خوسا مَيو باندي مسته!
نور په موټ كي د بادار درته زر نسته
خامخا به دا تياره شپه سبا كېږي
ګمان مه كړه، شپه تلپاتې، سحر نسته،
لمر پرېوتى، ستوري تت، لاره تياره ده،
ساربان نسته، د ترږميو سفر نسته
كه دي خوا كي ټګمار پير او خام ملا سته!
كه صادق امام؛ رښتونى منبر نسته!
كه جومات كي ګڼه ګوڼه د لمانځه وي
خداى پالونكو سره توره خنجر نسته!
داسې مه ګڼه چي ستړي يا دوكه شول
نور نو دلته جبهه نسته، سنګر نسته،
چي لكونو شهيدانو خپل سر جار كړ،
سرو مرميو ته تيار بل ټټر نسته !
راته مه ګوره د هغه چا په سترګه،
چي په وينو كي ئې شور او شرر نسته
كه څپانده مست سيندونه لاره خنډ كړي
ګمان مه كړه په هيڅ ځاى كي ګودر نسته
د بل ور له ټكولو پناه غواړو
له تا پرته خدايه! مونږ ته بل ور نسته
او چي ستا نظر پر مونږ وي لويه ربه!
هيڅ حاجت مو د بل چا د نظر نسته
هيڅ حاجت مو د بل چا د نظر نسته
(دا دملا او پېر یادول پکي ښه نه ښکاري کاش نه وای - قدوسي)

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق