١٤٣٣/٠٤/٢٧

مسلمانان ټول پخپل منځ کي یودبل وروڼه دي


جهاد فرض عین دی او منکر یې کافر دی پدې کي شک نشته اونه څوک پکي اختلاف لري خو الحمد لله په اسلام کي دکار ساحه ډېره پراخه ده داجرونو او ثوابونو ګودرونه ډېردي، اسلام  دچا شخصي تنظیم یا ډله نده چي خوښه يې وي څوک په کي پرېږدي او چي نه يې وو خوښ هغه وشړي، مسلمانان ټول یو دبل وروڼه دي او له خپل الله ورکړي استعداد او امکاناتو سره سم ددین چوپړ په ټولو ډګرونو کي په اجتماعي او انفرادي شکل دهریوه مسلمان وګړي دیني فریضه ده  او هریویې دبل بشپړونکی دی زمونږ دټولو بدمرغیو لوی عامل په اسلام ناخبري او جهل دی او ترڅو چي دبدمرغیو دعواملو په رېښو کي معالجه ونشي تل به په همدغه پېچومي کي راتاوېږو دولس په اسلام خبرول او په دیني پوهنه دنوي نسل روزل، دراتلونکي وخت لپاره دباکفایته په اسلام روزل شوي قیادت چمتو کول دجمعیت اصلاح له اولویاتو څخه ده هغوی زمونږ مخلص مسلمانان وروڼه دي او د پاکوهڅو مادي او معنوي ملاتړيې زمونږ ټولو مشترکه دنده ده :
الله تعالی فرمايي :
إنما المؤمنون إخوة .
بېشکه مؤمنان پخپل منځ کي یودبل وروڼه دي .
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ وَلَا يَحْقِرُهُ التَّقْوَى هَاهُنَا" وَيُشِيرُ إِلَى صَدْرِهِ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، "بِحَسْبِ امْرِئٍ مِن الشَّرِّ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ دَمُهُ وَمَالُهُ وَعِرْضُهُ.
مسلمان دمسلمان ورور دی نه به ظلم ورباندي کوي نه به يې له مرستي ځان شاته کوي اونه به هغه ته او دهغه زیار ته په سپکه ګوري دالله وېره دلته ده او درې ځلي يې خپلي سینې مبارکي ته ګوته ونېوله دمسلمان لپاره همدا ګناه بس ده چي خپل مسلمان ورور ته په سپکه وګوري د هرمسلمان ویني ، شتمني او عزت په بل مسلمان حرام دي
عن أبي موسى رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال : المؤمن للمؤمن كالبنيان يشد بعضه بعضا ، وشبك بين أصابعه (بخاري ومسلم)
مسلمان دمسلمان لپاره دودانۍ دخښتو مثال لري چي یوه يې بله راټېنګوي او بیا يې دیوه لاس ګوتي دبل لاس په ګوتو کي ټېنګي کړې .
عن النعمان بن بشير رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : مثل المؤمنين في توادهم وتراحمهم وتعاطفهم مثل الجسد إذا اشتكى شيئا تداعى له سائر الجسد بالسهر والحمى (بخاري ومسلم)
دمسلمانانو مثال په مینه، زړسوي او خواخوږي کي دیوه بدن دی کله چي يې یوې برخي ته څه ځور ورسېږي ټول جسم ورسره په تبه اخته شي او ناکراره شي.

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق