١٤٣٣/٠٤/٢٥

شرر ساپی (شعر)

نه بليږي هغسې ډېوه په جماتونو کې
نه کوم مسافر تېروي شپه په جماتونوکې
هغې توتکۍ اوس په مندر کې ځاله کړې ده
کومه چې پخوا به چغېده په جماتونو کې
هېلې مې په زړه کې يوه په بلې پسې مه وژنه
نه جوړوي خلک هدېره په جماتونو کې
څو به مو په ستوني کې د حق خبره غوټه يې
څو پورې به وايو کليمه په جماتونو کې
خود به نو شرره په امام پسې نيت نه کيږي
کېږي چې له هرې خوا حمله په جماتونو کې

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق