١٤٣٣/٠٤/١٤

ته څه وخت باید وژاړې ؟



أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آَمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ (16) سورة الحديد

ايا مؤمنانو ته هغه وخت نه دى راغلى چې زړونه يې د الله يادولو ته نرم شي (ووېريږي) او هغه حق ته چې رانازل شوى، او دهغو كسانو په شان دې نه كيږي چې له دې مخكې كتاب وركړى شوى وو او چې اوږده زمانه پرې تېره شوه نو زړونه يې كلك شول او له هغوى څخه زياتره فاسقان وو ؟

ته څه وخت باید وژاړې ؟؟؟
کله چي خپل ځان دشهوتونو او ناروا شوقونو په وړاندي بېوسه ووينې .
کله چي ناروا کاروينې چی سرته رسول کېږي خو ته يې مخه ونه نيسې .
کله چي يونېک کار ووينې او سپک درته ښکاره شي .
کله چي دفيلم يوه صحنه دي اوښکي وبهوي خو دقرانکريم تلاوت درباندي اغېزه نکوي .
کله چي په دنيا پسي ځغلې خو دالله تعالی په بندګي کي له سيالي کولو خخه لاس واخلې .
کله چي دي لمونځ له عبادت څخه عادت ته واوړي او دخوشالي په ځای تنګي پکي احساس کړې.
کله چي اسلامي څېره د ټولني اوچاپېریال لخوا تپل شوي احساس کړې .
کله چي له ګناهونو او حرامو کارونو سره مېنه او دالله تعالی دحکمونو سرغړونه دي زړه ورپرېږدي .
کله چي دالله تعالی دحکمونو په منلو او دهغه په عبادت کي څه خوند اولذت نه مومې .
کله چي دي زړه ددنیا له خواښینیو څخه ډک وي او دشپې درېیمه برخه دي په واک کي وي خو ته نشې پاڅېدلای .
کله چي خپل وخت په بې ګټي کارونوکي تېروې او پدې هم پوهېږي چي ته به يې حساب ورکوې خو پروايې نه ساتې .
کله چي پوه شې چي عمر دي ډېر تېر شوی دی او ته لا هم په چپه لاره ځې .

نو بايد دهغه چا غوندي وژاړې څوک چي دالله تعالی نه وېرېږي ، پښېمانه وي او دهغه درحمتونو تمه لري او پدې يې باور وي چي دتوبې دروازه خلاصه ده او روح يې لا مرۍ ته ندی راغلی .

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق